د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

اوکرایني چارواکي: روسي ځواکونو تېره شپه په نیکوپول بریدونه کړي


د روسي ځواکونو له لوري په نیکوپول کې ویشتل شوې یوه ودانۍ
د روسي ځواکونو له لوري په نیکوپول کې ویشتل شوې یوه ودانۍ

د اوکراین چارواکو نن جمعه ویلي، په جنوبي ښار نیکوپول کې د روسیې له خوا تېره شپه هم د توغندیو ډزې روانې وې.

د اوکراین د دنیپرو-پیټروفسک د محلي شورا مشر میکولا لوکاشوک وايي، د روسیې د توپونو په ډزرو ملکي او د انرژۍ زېربناوې ویجاړې شوې دي.

د نیکوپول په نوم جنوبي ښار هم دنیپرو سیند ته څېرمه پروت دی چې په وروستیو کې د سختو جګړو شاهد دی.

لوکاشوک نن په ټلګرام کې لیکلي چې د ده په ټکو اشغالګرانو د ښار د اوسېدونکو لس کورونه، یوه بله ودانۍ، د ګازو کُرې او د برښنا شبکې ویشتلي او ویجاړې کړې دي.

د اوکراین په جنوب کې د وروستیو ورځو پر مهال روسیې خپلې حملې زیاتې کړې دي چې تر ډېره یې د خرسون ازادې شوې سیمې ویشتلې دي.

دغه اوونۍ په خرسون کې لږ تر لږه ۲۳ تنه ملکیان د توپونو په ډزو ووژل شول.

د اوکراین پوځ نن ویلي، د باخموت د جګړې په ډګر کې بیا د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د اوکراین مدافعانو د روسیې ۶۰ حملې په شا تمبولي دي.

له دې څرګندېږي چې روسیې د دې ښار د نیولو لپاره خپله جګړه لا سخته کړې ده.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر وايي، باخموت ته له نږدې پراته ښار مارینکا هم د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوي چې روسي ځواکونو په کې د خپلو تاکتیکي سنګرونو د بهترۍ لپاره هڅې کړې دي.

روسي ځواکونو په زاپوریژیا او خرسون سیمو کې هم پر ځینو استوګنځیو د توپونو ډزې کړې دي.

بلخوا د واګنر شرکت بنسټګر یفګیني پریګوژین د اوکراین له ویجاړ شوي ختیځ ښار باخموت د خپلو اجیرو سرتېرو د ایستلو خبرداری ورکړی.

دا یې د اکمالاتو او ملاتړ په تړاو د روسیې له دفاع وزارت سره د روانو اختلافاتو ډراماتیک زیاتوالی ښيي.

پریګوژین په هغه ویډیو کې چې د ده مطبوعاتي دفتر نن جمعه خپره کړې د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو او د روسیې د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال والري ګیراسیموف په دې تورن کړي، چې ژمنه یې کړې وه، د واګنر شرکت ځواکونه به د مې میاشتې پر لسمه، له باخموت ښار وباسي. یعنې په دویمه نړیواله جګړه کې د کرملین له خوا د بریا تر لمانځنې یوه ورځ وروسته.

د واګنر شرکت مشر ویلي، د مهماتو کموالی د ده په پوځیانو کې د پام وړ تلفاتو سبب شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG