د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

اوکرايني چارواکي: په باخموت کې لا هم جګړه روانه ده


په باخموت کې د روانې جګړې یو انځور
په باخموت کې د روانې جګړې یو انځور

که څه هم روسیې د اوکراین پر باخموت ښار د بریا ادعا کړې، خو اوکرایني چارواکي وايي د اوکراین په ختیځ کې د ویجاړ شوي ښار باخموت پر سر لا هم جګړه دوام لري.

پرون شنبه د روسیې د دفاع وزارت او د واګنر په نوم د اجیرو پوځیانو د شرکت تر ادعا وروسته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم د باخموت ښار د نیولو له کبله د مبارکۍ بیان ورکړی دی.

د اوکراین پوځي قوماندانانو د روسیې د دغو اعلانونو په ځواب کې عکس العمل ښودلی او د اوکراین د پلیو ځواکونو قوماندان ټینګار کړی، چې د دوی پوځیان لا هم په مبارزه بوخت دي.

خو کله چې نن یکشنبه د جاپان د سفر پر مهال د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلنسکي پوښتنه وشوه، چې ایا دغه ښار لا هم د کییف په ولکه کې دی؟ ظاهراً یې د دې ښار له لاسه وتل تایید کړل، خو د هغه مطبوعاتي دفتر وروسته وویل، د زیلنسکي خبرې تحریف شوې دي.

زیلنسکي ویلي، په دې ښار کې هېڅ هم نه‌دي پاتې او روسي ځواکونو هرڅه تخریب کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي

دغه ادعاګانې داسې وخت کېږي چې د راپورونو له مخې اوکراین، د باخموت د شمال او جنوب د ځینو ولسوالیو د جګړې په ډګر کې محسوس پرمختګونه کړي دي.

دغه ښار د روسي ځواکونو د لس میاشتني فشار په نتیجه کې کاملاً ویجاړ شوی او په دې برخه کې د واګنر د خصوصي شرکت سرتېرو عمده رول ادا کړی دی.

په همدې حال کې اوکراین، پراخو ځوابي پوځي عملیاتو ته په چمتووالي بوخت دی چې اټکل کېږي د جګړې د زرکیلومتره لومړۍ کرښې په اوږدو کې به په یوه یا دوو موقعیتونو کې پیل شي.

دغه کرښه په شمال ختیځ کې له لوهانسک پیل په جنوب ختیځ کې خرسون ته نږدې د دنیپر سیند تر خولې پورې غځېدلې ده.

روسیې د باخموت ښار د نیولو لپاره چې هم کییف او هم مسکو ته ځانګړی اهمیت لري، لوی زیانونه لیدلي دي.

روسي ځواکونه له تېر دوبي راهیسې په اوکراین کې د جګړې پر ډګر د پام وړ لاسته راوړنې یا هم لویې بریاوې نه‌لري.

خو اوکراین توانېدلی روسي ځواکونه په تېر مني کې په بریا سره له خارکیف سیمې او د خرسون ښار له ځینو برخو وباسي.

د واګنر په نوم د روسیې د خصوصي شرکت مشر یفګیني پریګوژین پرون په ټلېګرام کې یوه ویډیو خپره کړې، چې د باخموت ښار د رېګاډي د ویجاړي شوي تمځي په وړاندې ښکاري.

هغه ویلي، دغه ښار پرون غرمه په بشپړ ډول ونیول شو.

خو د اوکراین د پلیو ځواکونو قوماندان، جنرال اولیسکاندر سېرسکی پرون په یوه اعلامیه کې وویل، د د دوی د قلمرو د هر متر لپاره به جګړه دوام کوي.

په همدې حال کې د اوکراین د دفاع وزارت معینې هنا ملیار ویلي، اوکرایني ځواکونو د باخموت په جنوب ختیځ کې پر مشخصو صنعتي او زېربنايي بنسټونو خپلې جګړې ته وام ورکړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG