د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

د جرمني صدراعظم: روسيه کې وروستي بغاوت پوتين کمزوری کړی


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز وایي، دی باوري دی چې روسیې کې وروستي پاڅون ولسمشر ولادمیر پوتین کمزوری کړی او په خبره یې دا ښيي چې د استبدادي قدرت په جوړښت کې درزونه شته.

شولتز د جرمني له 'آی‌ار‌ ډي' تلوېزیون سره د چهارشنبې په ورځ په یو ساعته مرکه کې ویلي، تر دې بغاوت وروسته پوتین په هغه دریځ کې نه‌دی چې تل یې ټینګار پرې کړی دی.

شولتز ویلي، دا لا مشخصه نه‌ده، چې د روسیې دننه د تېرې شنبې ورځې بغاوت به د اوکرین د جګړې له حل سره مرسته وکړي او که نه.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د سولې یوه لس مادیي تګلاره جوړه کړې، چې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا بېرته راګرځول، د روسیې ځواکونو وتل او د اوکراین د دولتي پولو بېرته جوړول يې مهم ټکي دي.

د زیلینسکي د دغې تګلارې له مخې د اوکراین پولې باید بېرته د ۱۹۹۱ کال په څېر شي، دا هغه کال و چې اوکراین له پخواني شوروي اتحاده ازادي واخیسته.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د جرمني صدراعظم هم د سولې دغې تګلارې ته په اشارې ویلي، اوکراین کې د بریالۍ سولې یو شرط دا دی چې روسیه خپل پوځیان له جګړې وباسي.

پخوا تر دې د نړیوالو چارو یو شمېر کتوونکو هم په خپلو تبصرو کې ویلي وو، چې په روسیه کې وروستي بغاوت د ځواکمن ولسمشر پوتین د څه باندې دوو لسیزو واکمني وننګوله او د هغه دریځ یې کمزوری کړ.

د واګنر اجیرې ډلې جنګالیو چې اوکراین کې د روسیې په ملاتړ جنګېدل، تېره شنبه د روسیې د حکومت په ضد وسله‌وال بغاوت پیل کړ چې وروسته له ناکامۍ سره مخ شو.

د بغاوت په پيل کې د واګنر جنګیالیو د روسیې د روستوف ښار مهم پوځي مرکزونه لاندې کړل او بیا یې مشر یفګیني پریګوژین خپلو زرګونه وسله والو ته د مسکو په لور د مارش حکم وکړ.

د واګنر په لاس د روسیې د روستوف ښار نیول؛ پوتین ویلي چې د خپل هیواد دفاع کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:23 0:00

د مسکو په لور د واګنر ډلې د جنګیالیو مارش په همغې ورځ د بېلاروس په منځګړیتوب د یوې هوکړې له مخې پای ته ورسېد.

تر هوکړې څو ورځې وروسته معلومه شوه چې، د واګنر ډلې مشر بېلاروس ته تللی او هلته په یوې تشې شوې اډه کې ځای پر ځای شوی دی.

پولنډ،‌ لېتوانیا او لاتویا خبرداری ورکړی، چې بېلاروس ته د واګنر داخلېدل د دغه هېواد ګاونډیانو ته سرخوږی جوړولی شي.

XS
SM
MD
LG