د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

بایډن له خپلو متحدانو سره د روسیې د روانو حالاتو په اړه خبرې کړي


سپینه ماڼۍ
سپینه ماڼۍ

د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپلو لوېدیځو متحدانو سره په ټليفوني خبرو کې د روسیې د روانو حالاتو په اړه خبرې کړي.

که څه هم د واګنر ګروپ د ملېشې مشر ایفګيني پریګوژین بېګا د یوه ناڅاپي اقدام په ترڅ کې وویل، چې د مسکو پر لور د خپلو ملېشو چټک حرکت د وینو بهولو د مخنیوي لپاره دروي، خو لوېدیځ مشران لا هم د روسیې روان حالات په جدي ډول څاري.

سپینې ماڼۍ پرون اعلان وکړ، چې ولسمشر جوبایډن د فرانسې، جرمني او بریتانیا له مشرانو سره په ټليفوني خبرو کې د روسیې د روانو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

په دې اړه د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي، چې دې مشرانو د روسیې د وضعیت په اړه بحث وکړ او همداراز له اوکراین څخه پر خپل قاطع ملاتړ یې ټینګار وکړ.

بیان زیاتوي، بایډن ته پرون سهار د روسیې د وضعیت په اړه د ملي امنیت د ټیم له‌خوا جزییات ورکړل شول.

په بیان کې یادونه شوې، چې د دې بدلونونو په اړه بایډن ته هره شېبه معلومات ورکول کېږي.

د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ یوه ویاند وویل، څلور واړه مشرانو په خپلو خبرو کې له اوکراین سره د خپلو هېوادونو د ملاتړ پر ژمنه تر هغه وخته چې ورته اړتیا وي، ټینګار وکړ.

همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د اووه لویو صنعتي هېوادونو یا جي اووه ډلې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د همدې موضوع په اړه خبرې کړي.

په عین حال کې د امریکا یوه جګپوړي پوځي چارواکي د روسیې د روان وضعیت له کبله منځني ختیځ ته خپل سفر ځنډولی.

په پام کې وه، چې د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي پرون شنبې اسراییل او اردن ته سفر وکړي، خو د ده د دفتر ویاند فرانسپرس خبري اژانس ته وویل چې جنرال میلي په روسیه کې د روان وضعیت په خاطر دا سفر ځنډولی دی.

همدا راز ټاکل شوې وه چې، د ولسمشر بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره اوکراین او ډنمارک ته سفر وکړي، خو د راپورونو له مخې هغه هم خپل پلان لغوه کړی او پر ځای یې له بایډن سره د ولسمشر تفرېح ځای کمپ ډیویډ ته تللی دی.

د واګنر ملېشو د مشر ایفګیني پریګوژین بغاوت د لومړي ځل لپاره د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین د څه باندې دوو لسیزو واکمني له یوه جدي ګواښ سره مخامخ کړه.

د واګنر په لاس د روسیې د روستوف ښار نیول؛ پوتین ویلي چې د خپل هیواد دفاع کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:23 0:00

د واګنر ملېشو مشر چې مخکې یې هم د روسیې له پوځي چارواکو سره مخالفت څرګند کړی، ژمنه کړې وه چې د مسکو پر لور به خوځېږي او د پوځ مشرتابه به له واکه لیرې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG