د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

راپور: پوتین ته نږدې کسان په بهر کې د خپلو شتمنیو د پټولو هڅې کوي


د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ماشومتوب دوه ملګري چې اوس میلیاردران دي. د عکس ښي لور ته ارکادي روتینبیرګ او چپ لور ته د هغه بل ورور بوریس
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ماشومتوب دوه ملګري چې اوس میلیاردران دي. د عکس ښي لور ته ارکادي روتینبیرګ او چپ لور ته د هغه بل ورور بوریس

یو تازه تحقیقاتي راپور ښيي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته نږدې کسان هڅه کوي خپلې شتمنۍ په بهر کې پټې کړي او په دې توګه د نړیوالو بندیزونو له اغېزو ځانونه خوندي کوي.

د ای ستوريز او د تنظیم شویو جرمونو او د فساد په اړه د راپور ورکولو د پروژې په مشرۍ د ژورنالیستانو یوې ډلې په خپل نوي تحقیقاتي راپور کې چې نن د جون شلمه خپور شو ویلي چې د دوی موندنې د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د څه باندې پنځوس زره افشا شویو ایمیلونو او اسنادو پر بنسټ ولاړې دي.

د دې موندنو له مخې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ماشومتوب د مهال دوو ملګرو وروڼو چې اوس میلیاردران دي بوریس او ارکادي روتینبیرګ د مفتشانو له پوښتنو او ګروېږنو د ځان ژغورنې لپاره خپلې کمپنۍ له روسیې څخه بهر ایستلي، چې کله یې بانکي حسابونه بند شوي دي نوي حسابونه یې پرانیستي او د کمپنیو په جوړښت کې یې بدلونونه راوستي.

په یاد تحقیقاتي راپور کې چې له شپېتو زیاتو ژورنالیستانو برابر کړی دا نه دي ویل شوي چې دا ایمیلونه څنګه ترلاسه شوي دي. د ای سټوریز مسوول مدیر رومان انین وايي، د روتینبیرګ کمپنۍ اړوند اسناد ښيي چې د پوتین د کورنۍ غړو او نژدې ملګرو نه یوازې له نړیوالو بندیزونو سره سره په بهر کې خپلې قیمتي شتمنۍ ساتلي بلکې په دې هم توانېدلي چې په بهر کې نورې پانګونې وکړي.

ښاغلی انین زیاتوي چې عام خلک په لومړي ځل کولای شي د چارواکو د هغو پېچلو تاکتیکونو بشپړ تصویر وویني چې له حساب کتاب څخه د تېښتې لپاره یې د پردې شاته عملي کوي.

د عکس ښي لور ته پوتین او چپ لور ته د هغه د ماشومتوب ملګری او اوسنی میلیاردر ارکادي روتینبیرګ
د عکس ښي لور ته پوتین او چپ لور ته د هغه د ماشومتوب ملګری او اوسنی میلیاردر ارکادي روتینبیرګ

لوېدیځ پر ګڼ شمېر شتمنو روسانو د لومړی ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغه بندیزونه ولګول چې مسکو د اوکراین اړونده کریمیا ټاپووزمه له خپل قلمرو سره ضمیمه کړه.

د تېر ۲۰۲۲ کال له فبروري میاشتې وروسته چې مسکو پر اوکراین یرغل وکړ، هم روسیه ۱۱ ځلې د اروپايي ټولنې له بندیزونو سره مخامخ شوه چې په ترڅ کې یې نژدې ۱۶۰۰ کسان او څه باندې ۲۴۰ کمپنۍ په نښه شوې او همداراز د واشنګټن او د واشنګټن د متحدانو د بندیزونو په نتیجه کې میلیاردونو ډالره زیان وراوښتی دی.

راپور ښيي چې د لوېدیځ د بندیزونو او پر روسي میلیاردرانو د ویزو له بندېدو وروسته ډېرو شتمنو روسانو د لوېدیځوالو په مرسته په بهر کې خپلې شتمنۍ خوندي کړې دي.

د راپور د چمتو کوونکو د ډلې یوه مشره میراندا پاتروچیچ وايي، لوېدیځ پر دې شتمنو روسانو ځکه بندیزونه ولګول چې جریمه یې کړي، خو د دې بندیزونو بې اغېز کول د لوېدیځ د مدافع وکیلانو، سلاکارانو، بانکونو او نورو مسلکي کسانو له مرستې پرته ممکن کار نه و.

XS
SM
MD
LG