د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

روسیې د امریکا له‌خوا د ۲۱۰ میلیاردرانو او چارواکو د لېست خپرول وغندل


د امریکا د خزانې وزارت د ۲۱۰ روسي میلیاردرانو او چارواکو یو لېست خپور کړی چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې کسان ګڼل کېږي.

د سې شنبې په ورځ د «کرملېن راپور» تر سرلیک لاندې خپور شوي دې لېست کې ۱۱۴ روسي سیاستوال او ۹۶ روسي میلیاردران شامل دي چې د امریکايي چارواکو په وینا پانګه او ځواک‌یې له ولسمشر پوتین سره د اړیکو له لارې ترلاسه کړي.

پوتین به بیا د ۶ کلونو لپاره د ولسمشر په توګه پر روسیه خپل واک وساتي.

تمه کېږي چې د روسیې د ولسمشرۍ په هغو انتخاباتو کې به چې د مارچ په ۱۸مه نېټه ترسره کېږي، ولادیمیر پوتین یو ځل بیا د شپږ کلونو لپاره د ولسمشر په توګه پر روسیه خپل واک وساتي.

دا لېست د امریکا د کانګرس په غوښتنه د دې لپاره چمتو شوی، څو د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې، پر اوکراین د روسیې د یرغل او د مسکو د ځینو نورو اقداماتو چې د امریکايي چارواکو د اندېښنې سبب شوي، په عکس‌العمل کې پر روسیې فشار راوړل شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې لېست خپرول غندلي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

نوموړي د روسیې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د خپل انتخاباتي کمپاین د مهمو غړو سره په یوه غونډه کې وویل:

"په دې راپور کې د یادو شویو هر یو فرد او جوړښت تر شا زموږ د هېواد عادي وګړي، کارګرې ډلې او زموږ بشپړې صنعتي ټولنې دي. په حقیقت کې موږ ټول ۱۴۶ میلیونه روسان په دې لېست کې یاد شوي یوو."

د روسیې صدراعظم دمیتري مدودف هم ویلي، د امریکا دا حرکت به د یوې اوږدې مودې لپاره د روسیې او امریکا اړیکې مسمومې کړي.

د امریکا د خزانې وزارت له‎خوا خپور شوی دا راپور پر روسیې بندیزونه نه‎لګوي او د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې هم کانګرس ته ویلي چې دم‎ګړۍ به پر روسیه نوي بندیزونه ونه‎لګوي.

د اوکراین ولسمشر پټرو پروشنکو د ټویټر له لارې د دې راپور خپرېدل ستایلي او دا یې د روسیې د تېري په وړاندې ښه اقدام بللی دی.

د اوکراین ولسمشر پټرو پروشنکو
د اوکراین ولسمشر پټرو پروشنکو

د امریکا استخباراتي ادارو د ۲۰۱۷ میلادي کال په جنورۍ کې وویل، دوی باوري دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال د هغو انلاین تبلیغاتو او هک‎کولو امر ورکړی چې هدف‌یې د دې انتخاباتو بې‌اعتباره کول، د ډموکرات ګوند د کاندیدې هېلري کلېنټن کمزوري کول او د جمهوري غوښتونکي ډونالد ټرمپ د بري چانس زیاتول وو، خو کرملېن د امریکا په انتخاباتو کې د هر ډول مداخلې تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG