د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

د جګړه ځپلي اوکراین له ځینو برخو د سختو جګړو د دوام راپور ورکړل شوی


لوهانسک کې اوکرایني ځواکونه د جګړې پر مهال
لوهانسک کې اوکرایني ځواکونه د جګړې پر مهال

د جګړه ځپلي اوکراین له ځینو برخو د سختو جګړو د دوام راپور ورکړل شوی دی.

په داسې حال کې اوکراین هڅه کوي پر لوهانسک او دونیڅک سیمو، چې روسیې یې ځینې برخې له وړاندې اشغال کړي، بشپړه ولکه ټینګه کړي، د اوکراین پوځ د دغه هېواد په ختیځ کې د سختو جګړو د دوام خبر ورکړی دی.

د اوکراین پوځ له روسیې د اشغال شویو سیمو د بېرته نیولو لپاره پراخ تهاجمي عملیات پیل کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پرون شنبه ومنله، چې دغه تهاجمي عملیات چې له اوږدې مودې یې انتظار کېده، پیل شوي دي.

زیلینسکي ویلي، پوځي- تهاجمي عملیات په اوکراین کې د اجرا په حال کې دي، خو هغه ونه ویل چې دغه عملیات په کوم پړاو کې دي.

د اوکراین ولسمشر تېره شپه په خپله ورځنۍ وینا کې وویل، چې تر ټولو سختې جګړې پر ختیځو او جنوبي سنګرونو متمرکزې دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

ولودمیر زیلینسکي وویل، د اوکراین د هغو پوځیانو مننه کوي، چې خپل سنګرونه یې ساتلي یا هم د پرمختګ په حال کې دي.

په همدې حال کې د اوکراین پوځ د تلفاتو د شمېرو له اعلان سره ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې څه باندې ۹۸۰ سرتېري د جګړې پر مهال وژل شوي یا هم ټپیان شوي دي. روسیې په دې باب څه نه دي ویلي.

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د اوکراین پر دنیپر سیند د کاخوفکا بند د ویجاړېدو خبر ورکړل شو، چې ولسمشر زیلینسکي د دې بند په ویجاړولو کې روسیه دخیله بللې، خو مسکو دغه تور رد کړی دی.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا مالیار نن یکشنبه ویلي، چې روسي ځواکونو د اوبو بند د دې لپاره منفجر کړ، چې د اوکراین تهاجمي عملیات محدود کړي او د اوکرایني ځواکونو پام د دې بند د تخریب له کبله د بحران حل ته واړوي.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي پرون شنبه د دې بند تر ویجاړۍ وروسته د سېلابونو له کبله د ناوړه بشري بحران د عواقبو په اړه خبرداری ورکړ.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس اسوشېټېډ پریس اژانس ته ویلي، چې په اوکراین کې اووه سوه زره کسان د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري.

د هغه په وینا، دغه بحران به احتمالاً د غله جاتو د صادراتو د کمېدو او په نړۍ کې د خوراکي موادو د بیو لوړېدو سبب شي.

د اوکراین د خرسون سیمې د پوځي ادارې مشر الکساندر پروکودین په ټلګرام کې لیکلي، چې سېلابونه د دنیپر سیند د راسته سواحلو پر ۳۵ ساحو بهېدلي او څه باندې ۳۷۰۰ کورونه یې لاندې کړي دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت راپور ورکړی، چې د خرسون په سېلاب ځپلیو سیمو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان ورک دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG