د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

چارواکي: د خرسون په سېلابونو کې د بندو پاتې شویو کسانو د ژغورنې چارې روانې دي


په خرسون کې اوکرایني سرتېري د خلکو د ژغورنې پر مهال
په خرسون کې اوکرایني سرتېري د خلکو د ژغورنې پر مهال

د اوکراین چارواکي وایي، پر خرسون ښار او شاوخوا سیمو یې د روسیې له بریدونو سره سره، هلته په سېلابونو کې د بندو پاتې شویو د ژغورنې چارې روانې دي.

د اوکراین په جنوب کې پر دنیپر سیند د لوی بند تر ماتېدو وروسته په سېلاب کې د زرګونه ګیر پاتې شوو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.

د ژغورنې ټیمونه داسې مهال خپلو چارو ته دوام ورکوي چې د سیند له بلې غاړې د روسي پوځیانو د ګولیو د توغولو او ځمکنیو ماینونو ویره شته.

د خرسون چارواکو ویلي، د هستوګنې په سیمو کې د اوبو کچه شاوخوا شپږ متره ده او سېلاب د همدې سیمې شپږ سوه کیلو متر مربع ځمکه لاندې کړې ده.

تر سېل لاندې شوې ډېره ځمکه د دنیپر سیند چپې غاړې ته پرته ده چې روسي پوځیان واک پرې لري.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي دغه کار د ده په ټکو د روسیې بل ښکاره جنایت بللی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

نوموړي ويلي: "د خرسون په اشغال شوې سیمه کې وضعیت په بشپړه توګه فاجعه زېږونکی دی. اشغالګرو په سادګۍ سره خلک په دغو وحشتانو شرایطو کې له ژغورنې او اوبو پرته په کورونو کې پرېښي دي. دا د روسیې بل ښکاره قصدي جنایت دی. وروسته تر دې چې تروریستي دولت دغه غمیزه رامنځته کړه، نو د هغې زیانونه هم لوړې کچې ته رسوي."

د اوکراین په جنوب کې د دغه هېواد د پوځ چارواکو ویلي، د کاخوفکا بند د ماتېدو له کبله له رامنځته شوې غمیزې سره سره، روسي پوځیانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د دغه سېلاب له کبله شاوخوا ۱۴ زره کورونه تر اوبو لاندې شوي او تر اوسه له دې سیمې د چارواکو په خبره ۴۳۰۰ تنه تخلیه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG