د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

چارواکي: د کییف پر فضا ۱۵ میزاییل او ۲۱ بې پېلوټه الوتکې ویشتل شوي


د اوکرایني ځواکونو له لوري د روسیې د توغول شوي میزاییل ټوټې
د اوکرایني ځواکونو له لوري د روسیې د توغول شوي میزاییل ټوټې

د اوکراین چارواکي وايي، د دوی د هوايي دفاع ځواکونو د پلازمېنې کییف پر فضا ټول ۱۵ توغول شوي میزاییل او ۲۱ بې پېلوټه الوتکې ویشتلي دي.

روسي پوځیانو د مې میاشتې له پیله پر اوکراین په ځانګړي ډول کییف خپلې حملې شدیدې کړې دي.

روانه میلادي میاشت کییف ښار، د روسیې د هوايي حملو په ۱۹ څپو کې په نښه شوی دی.

د اوکراین چارواکي وايي، د دوی د هوايي دفاع ځواکونو د پلازمېنې کییف پر فضا ټول ۱۵ توغول شوي میزاییل او ۲۱ بې پېلوټه الوتکې ویشتلي دي.

د کییف پوځي چارواکو ویلي، چې پرون د توغندیو د ټوټو د لوېدو له کبله یو ماشوم او دوه نور لویان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي د توغندیو په ټوټو د وژل شویو له ډلې دوه یې نه وو توانېدلي ځانونه له بمونو د خوندیتوب لپاره ځانګړي شوي پناه­ځای ته ورسوي، ځکه هغه قلف شوی و، چې دا کار په ځايي اوسېدونکو کې د غوسې د پارېدو سبب شوی دی.

د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو نن ویلي چې دوی به سم د لاسه له بمونو د خوندیتوب ټول پناه­ځایونه کنټرول او دا یقیني کړي چې دغه ځایونه تل پرانیستي وي.

هغه ویلي، د ښار چارواکو د دغو پناه ځایونو د څار کارونه پیاوړي کړي، بیا هم ځینې پوښتنې شته، چې دوی به ورباندې کار کوي.

د کییف ښاروال وايي، د دوی دښمنان پلازمېنه کییف په بالسټیک توغندیو په نښه کوي، کله چې په څو دقیقو کې د خبرداري زنګونه وغږول شي او ښاریان نه شي کولای چې په بیړه ځانونه پناه ځایونو ته ورسوي، په خپلو کورونو کې دې د خوندیتوب مقررات رعایت کړي.

په همدې حال کې د روسیې محلي چارواکي وايي، په لوېدیځې سیمې بریانسک کې دوه کلي د اوکرایني ځواکونو له خوا په توغندیو ویشتل شوي دي.

د بریانسک محلي والي الکساندر بوګوماز په ټلګرام کې لیکلي چې په دغو حملو کې چاته مرګژوبله نه ده اوښتې.

د دې تر څنګ د اوکراین پولې ته څېرمه د پرتې جنوبي سیمې کورسک والي ویلي، د دوی د هوايي مدافع دستګاوو د اوکراین «ګڼې» بې پېلوټه الوتکې ویشتلي دي.

دا چې په دغو حملو کې به چا ته مرګژوبله اوښتې وي، هغه څه نه دي ویلي.

دغه راپورونه د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تایید شوي.

دا حملې داسې وخت زیاتې شوي چې د یوریشیا د چارو لپاره د چین ځانګړي استازي لي هوی د دې جګړې د درولو پر سر د سولې پر یوه موافقه د سلا کېدو لپاره اروپا ته سفر وکړ.

هغه نن جمعه په پیکنګ کې یوه کنفرانس ته وویل، که څه هم د شخړو د زیاتېدو خطر لا هم جدي دی، خو چین پام کې لري، چې د دې کړکېچ په حل کې د مرستې لپاره منځګړیتوب وکړي او غواړي د سولې د خبرو لپاره خپل بل هیئت هم ولېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG