د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

ملګري ملتونه: مسکو او کییف باید د زاپوریژیا اټومي بټۍ کې د ناورین مخه ونیسي


د زاپوریژیا اټومي بټۍ
د زاپوریژیا اټومي بټۍ

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر له روسیې او اوکراینه وغوښتل چې زاپوریژیا اټومي بټۍ کې د اټومي ناورین مخنیوی وکړي.

له کله چې روسیې څه باندې پنځلس میاشتې مخکې پر اوکراین ناموجه یرغل پيل کړی، دا څویم ځل دی چې ملګري ملتونه په اوکراین کې د احتمالي اټومي ناورین خبرداری ورکوي.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافایل ګروسي د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د دغه ناورین د مخنیوي لپاره ځینې وړاندیزونه او سپارښتنې وکړې.

ګروسي چې تېره مارچ میاشت کې د اوکراین اټومي تاسیسات له نږدې کتلي وویل چې د زاپوریژیا اټومي بټۍ شاوخوا ته د هر ډول بریدونو او پوځي فعالیت مخنیوی باید وشي.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافایل ګروسي
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافایل ګروسي

هغه زیاته کړه: "د اټومي بټۍ له شاوخوا او پر اټومي بټۍ د هر ډول بریدونو مخه باید ونیول شي. په ځانګړې توګه هغه بریدونه چې هدف یې د اټومۍ بټې ري اکټور یا د مصرفي تېلو زېرمې او یا هم نور حساس تاسیسات او اشخاص وي. له زاپوریژیا اټومي بټۍ نه باید د درنو وسلو د زیرمه تون یا ځای په توګه استفاده ونه شي."

اوکراین د زاپوریژيا په ګډون پنځه اټومي بټۍ یا اټومي برښنا کوټونه لري چې د ګروسي د موندنو له مخې د جګړې له پيله یې ټول په یوه ډول تر برید لاندې راغلي دي.

په دغو سایټونو کې پنځلس اټومي ري اکټورونه فعاله دي چې په ویجاړېدو سره یې چاپېریال او د انسانانو ژوند اغېزمنېږي چې روسیه هم ترې خوندي نه پاتې کېږي.

تر ټولو ډېره اندېښنه زاپوریژیا بټۍ ته ده چې د اروپا په کچه لوی اټومي تاسیسات بلل کېږي.

دغه بټۍ چې د اوکراین په جنوب ختیځ کې پرته ده، د ۲۰۲۲ کال د مارچ له میاشتې راهیسې د روسیي پوځیانو تر کنټرول لاندې ده.

دغه بټۍ څو ځله تر بریدونو لاندې راغلې چې له کبله یې پر ري اکټورونو برښنا هم پرې شوې ده.

زاپوریژیا د اوکراین نږدې ۲۰ فیصده بریښا تولیدوله، خو د تېر کال په سپتمبر میاشت کې یې د برښنا تولید ودروه.

ملګري ملتونه داسې مهال په اوکراین کې د احتمالي اټومي ناورین خبرداری ورکوي چې د څه باندې پنځلسو میاشتو په تېرېدو د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو څرک نه ښکاري.

له تېرو څو ورځو راهیسې دغه جګړه توده شوې او دواړو لورو یو پل بل د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG