د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

ګروسي: د راکټي حملو له کبله د زاپوریژیا اټومۍ بټۍ د برښنا مزی پرې شوی


د زاپوریژیا اټومي تاسیساتو يو انځور
د زاپوریژیا اټومي تاسیساتو يو انځور

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي، د راکټي حملو له کبله د اوکراین زاپوریژیا اټومي تاسیساتو ته د برښنا غځېدلی حمایوي مزی پرې شوی دی.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر رافايل ماریانو ګروسي وايي، د اوکراین د زاپوریژیا اټومۍ بټۍ د برښنا مزی د راکټي حملو له کبله پرې شوی دی.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر ویلي، د زاپوریژیا اټومي بټۍ چې په اروپا کې تر ټولو لویه بټۍ ګڼل کېږي شپږ واړه ري اکټورونه فعالیت نه لري.

د هغه په خبره د دغې اټومۍ بټۍ د ري اکټورونو د سړولو د ماشینونو او نورو ضروري چارو لپاره یوازنی بهرنی عملیاتي مزی فعال دی او د اړتیا وړ برښنا یې برابره کړې ده.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل ماریانو ګروسي
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل ماریانو ګروسي

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې هغو متخصصانو چې په دې اټومۍ بټۍ کې حاضر دي راپور ورکړی، چې د برښنا له ملاتړي مزي سره د اټومي بټۍ رابطه وړمه ورځ ناوخته پرې شوه او علت یې هغه راکټي حملې وې، چې دغه مزی یې زیانمن کړ.

دغه راز د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي رزنیکوف ادعا کړې، چې روسیې څه باندې ۱۰ میاشتې مخکې پر خپل ګاونډي هېواد یعنې اوکراین تر یرغل وروسته په کړکېچ کې ډوبه شوې، چې ډېر ژر به د خپلو نورو ځواکونو انسجام اعلان کړي، هغه له مسکو څخه د دې کار د مخنیوي غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې له اوکراین څخه په تازه راپورونو کې ویل شوي چې د اوکراین هوايي مدافع پر پلازمېنه کییف د روسیې د بې پېلوټه الوتکو حملې په شا تمبولي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي پرون جمعه په خپلو ورځنیو ویناوو کې اعلان کړی، چې هېواد یې په پام کې لري، خپل د هوايي دفاع سیسټمونه نور هم پراخ کړي.

د کییف والي اولیکسي کولیبا ویلي: "روسیې یو وار بیا په خپلو حملو سره د اوکراین اساسي تاسیسات په نښه کړي دي."

کولیبا په خپل ټلګرام کې لیکلي، د اوکراین د الوتکو ضد دستګاوو د روسیې بې پېلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

په کییف کې ملکي چارواکو هم ویلي، چې د شپې پر مهال حملې د اهدافو په ویشتلو کې پاتې راغلي دي او پنځه بې پېلوټه الوتکې په پلازمېنه کییف کې نسکورې کړای شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG