د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

د اوکراين بهرنيو چارو وزارت د دغه هېواد له جنوبي سيمو د اوکرايني اتباعو ايستل غندلي


ارشيف
ارشيف

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، د روسیې له‌خوا اشغال شوې د خیرسون د سیمې ادارې د دنیپر سیند له کین اړخې سیمې د خلکو اجباري ایستل او په نورو سیمو کې ځای پر ځای کېدل پیل کړي دي.

په بیان کې ویل شوي، اوکرایني اتباع له دې سیمې ایستل کیږي او کریمیا ټاپووزمې یا د روسیې په فدراسیون پورې تړلو نورو سیمو ته لېږدول کیږي.

د خلکو ورته ډیپورټي یا اجباري ایستل د روسيې له‌خوا په نورو اشغال شويو سيمو زاپوریژیا، لوهانسک او دونیڅک کې هم روانه ده.

په خیرسون کې د روسیې له‌خوا ګومارل شوي چارواکي ولادمیرسالدو د اوکتوبرپه ۳۱مه د هغې لړې د پراخېدو اعلان وکړ چې روسیې هغه د اوکرایني اتباعو ایستل وبلل.

هغه زیاته کړه چې دغه خلک له سیمې ځکه باسي او نورو سیمو یا روسیې ته یې لیږي چې د میزایلو د پراخو حملو له خطر څخه بچ شي.

درې ورځې مخکې د روسیې له‌خوا ګومارل شویو چارواکو اعلان وکړ چې له خیرسون سیمې څخه د خلکو د ایستلو پروسه بشپړه شوې ده.

کییف پرون ټینګار وګړ چې لیدلي یې دي چې د خلکو اجباري ایستل دوام لري.

همدارنګه یې ویلي، داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې روسي ځواکونه د نووا کاخوسکا په برښنا کوټ کې ماینونه ځای پر ځای کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي له دې مخکې ویلي و، اوکراین شک کوي چې روسیې به د اوکراین په جنوب کې د دنیپر سیند پر سر په بند او د برښنا د تولید په تاسیساتو کې ماینونه ایښي وي او که والوځول شي، ورسره به د خیرسون په ګډون د اوسېدو څه باندې اتیا سیمې د اوبو د لاندې کېدو له خطر سره مخ شي.

د اوکراين ولسمشر ولادمير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولادمير زلنسکي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د روسیې له‌خوا له خپلو سیمو د اوکراینیانو اجباري ایستل او په نورو ځایونو کې یې ځای پر ځای کول وغندي او هم دې پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي.

پر دې سربېره دې له اوکراین سره پوځي مرستې زیاتې کړي چې خپلې اشغال شوې سیمې بېرته ازادې کړي.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز دغه راز پرون روسي ځواکونه تورن کړل چې له خیرسون څخه د خلکو د ایستلو په دغه پروسه کې ملکي او ټولنیز ملکیتونه لوټي ان دا چې له روغتونونو تجهیزات او وسایل هم له ځان سره وړي.

روسي چارواکو تر اوسه د دغو تورونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG