د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

روسيې تېره شپه پر اوکراين د بې‌پيلوټه الوتکې بريدونه کړي


پر اوکراين د روسيې بريد
پر اوکراين د روسيې بريد

اوکرایني چارواکي وايي، روسي توغندیو د اوکراین په خاوره کې څلوېښت ښارونه او ښارګوټي په نښه کړي او د دې هېواد په پلازمېنه او نورو سیمو کې یې مهمو تاسیساتو ته زیان اړولی دی.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په غوڅ اکثریت هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې له روسیې سره د اوکراین د ځینو سیمو یو ځای کول یې غیر قانوني بللي دي.

له دې سره هم‌مهاله د اوکراین متحدانو ژمنه کړې چې، له دې هېواد سره پوځي مرستې زیاتوي.

د کییف د پولیسو مشر اندري نیبای توف پر خپل ټیلیګرام لیکلي، د روسیې ځواکونو درې بې‌پيلوټه الوتکو د پنجشنبې په سهار وختي د کیيف په لوېدیځ کې د مکَرییف پر واړه ښارګوټي برید کړی دی.

په دې برید کې د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

د اوکراین د پلازمېنې کییف والي ویلي چې، بریدونه په ایران کې د جوړو شویو بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوي دي.

د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر یو چارواکي ویلي، د بې پیلوټه الوتکو په دې بریدونو کې مهم زیربنايي تاسیسات په نښه شوي دي.

د اوکرایني چارواکو په وینا تېره شپه د میکولاییف په ښار کې د استوګنې د اپارتمانونو پر یو بلاک هم برید وشو چې دوه پورتني پوړونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د دې بریدونو د مرګ‌ژوبلې په اړه تر اوسه دقیقې شمېرې نه‌دي ورکړل شوي.

د اوکراین په جنوب کې د نیکوپول ښار هم په نښه شوی دی.

دغلته د چارواکو په وینا ۳۰ ودانۍ، د ګازو نل‌لیکه او د برېښنا مزي ویجاړ شوي دي او تر دوه زرو د زیاتو کورنیو برېښنا پرچاو شوې ده.

اوکرایني چارواکو د پنجشنبې د ورځې په سهار وویل، تېرو ۲۴ ساعتونو کې روسیې په اوکراین کې په ۴۰ سیمو بریدونه کړي او اوکرایني ځواکونو هم شا او خوا ۳۲ هوايي بریدونه د روسیې پر ۲۵ اهدافو کړي دي.

پر اوکراين د روسيې بريدونه
پر اوکراين د روسيې بريدونه

دا څلورمه ورځ ده چې روسیه د اوکراین په بېلابېلو ښارونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکوي.

اخوا پرون د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې ۱۴۳ هېوادونو د روسیې له خاورې سره د اوکراین د ځینو سیمو یو ځای کول غیر قانوني وبلل او د روسیې له‌خوا یې د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې ترسره شوې ټول‌وښتنه وغندله.

د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک کې ددې سازمان له ټولو غړیو هېوادونو غوښتل شوي دي چې د اوکراین پر خاوره هیڅ ډول جغرافیوي بدلون په رسمیت ونه پیژني.

د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزيرانو غونډه چې د اوکراين په اړه يې نيولې وه.
د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزيرانو غونډه چې د اوکراين په اړه يې نيولې وه.

روسیې چې د ۲۰۱۴ م کال کې یې د اوکراین څخه د کریمیا ټاپوزمه لاندې او له خپلې خاورې سره یو ځای کړه.

په وروستیو کې د اوکراین څلور نورې سیمې، ډونیڅک، لوهانسک، خیرسون او زاپوریژیا هم د خپلې خاورې برخه وګرځولې.

په دې اړه په سیمه کې د روسیې له‌خوا ترسره شوې ټولپوښتنه د نړیوالې ټولنې له‌خوا غندل شوې.

د چهارشنبې په ورځ د اوکراین متحدو هېوادونو اعلان وکړ چې د هوايي دفاع نوي سیستمونه اوکراین ته ورکوي او پوځي مرستې ورسره زیاتوي.

XS
SM
MD
LG