د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

زلنسکي: روسیه غواړي اوکراین د ځمکې له مخې لرې کړي


د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

د اوکراین پلازمېنه کیف او یو شمېر نورو ښارونو دنیپرو، لفیف او تیرنوپیل کې چارواکو نن سهار د چاودنو راپورونه ورکړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي دغو چاودنو ته په سملاسي غبرګون کې ویلي، روسیه هڅه کوي چې د دوی هېواد "د ځمکې له مخې لرې کړي".

زلنسکي ویلي، چاودنو کې یو شمېر کسان وژل او ټپیان شوي دي.

د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو پر خپل انسټاګرام لیکلي چې چاودنو د دغه ښار مرکزي سیمې لړزولي دي.

دا له څو میاشتو ځنډ وروسته لومړی ځل دی چې په کیف ښار کې د میزایل توغندیو د چاودنو غږونه اورېدل کېږي.

د بېړنیو خدماتو د ادارې ویاندې سویتلانا ودولاګا اسوشتید پریس ته ویلي، دغو چاودنو کې یو شمېر کسان وژل او ټپیان شوي او په خبره یې د ژغورنې ټیمونه سیمې ته رسېدلي دي.

پر کيف د روسيې بريد
پر کيف د روسيې بريد

د اوکراین د ولسي جرګې غړې لیسیا ویسیلینکو پر خپله ټویټرپاڼه یو انځور خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي، یوه چاودنه د کیف ملي پوهنتون ودانۍ ته نژدې شوې ده.

تر دې چاودنو وړاندې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي روسیه په "دولتي کچه ترهګریزو" کړنو باندې تورنه کړې وه.

زلنسکي په جنوبي ښار زاپرویژیا کې پر ملکي اهدافو برید چې ۱۴ تنه په‌کې ووژل شول او د ماشومانو په ګډون لسګونه نور ټپیان شول، د روسیې له‌خوا "په دولتي کچه د ترهګرۍ" اقدام بللی دی.

زلنسکي تېره شپه په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، دا بریدونه دا څرګندوي چې له روسیې سره خبرې هیڅ امکان نه‌لري او روسیه د اصلي خبرو مخه نیسي.

د زلنسکي په باور، په دولتي کچه ترهګرۍ په نړیواله کچه تر ټولو بد جنایت دی.

د نوموړي تر دغو خبرو لږ مخکې بیا د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکراین استخبارات تورن کړل چې د کریمیا ټاپوزمې او د روسیې اصلي خاورې ترمنځ پر اتلس کیلو متره اوږه پله یې چاودنه کړې ده.

پوتین دغه چاودنه "ترهګریزه" کړنه یاده کړې ده، خو ده او د روسیې د څېړنو ادارې د خپلې ادعا لپاره هیڅ شواهد نه‌دي وړاندې کړي.

اوکراین کې د چاودنو دا راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې د چارواکو په خبره اوکرایني پوځیانو په خپلو یرغلیزو عملیاتو کې چې له څو اونیو راهیسې یې پیل کړي، نژدې دولس سوه کیلو متره مربع ځمکه بېرته له روسانو نیولې ده.

XS
SM
MD
LG