د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

نړۍ

زلنسکي: د اوکراين په يو شمېر ښارونو کې چاودنو مرګ‌ژوبله اړولې

اوکراين کې چاودنې
اوکراين کې چاودنې

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وایي، په هغو چاودنو کې چې نن د اوکراین په یو شمېر ښارونو کې شوي، خلکو ته مرګ‌ژوبلې اوښتي.

زلنسکي په یوه ټویټ کې ویلي چې، روسیې له بې پیلوټه الوتکو څخه په استفادې پر اوکراین ۷۵ توغندي ویشتي چې څه باندې نیمایي یې د اوکراین د هوایي مدافع ځواک له لوري له منځه وړل شوي دي.

په کییف کې چارواکو ویلي، په ننیو حملو کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او دولس نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین له نورو دنیپرو، لیویف او تیرنوپیل ښارونو هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

زلنسکي ویلي، روسیه هڅه کوي چې اوکراین له منځه یوسي او د ځمکې له نقشې یې لیرې کړي.

روسیه د اوکراین پر ښارونو دغه بریدونه وروسته له هغې کوي چې د تېرې جمعې په ورځ یې له کریمیا ټاپوزمې سره نښلول شوی یو لوی پل په یوه چاودنه کې زیانمن شو.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دا یو ترویستي عمل وباله چې د ده په خبره د اوکراین ځانګړو ادارو تنظیم کړی و.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د روسیې ولسمشر د مې په میاشت کې چین ته ځي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پلان لري چې د مې په میاشت کې چین ته سفر وکړي.

پوتین خپل دغه سفر پرون په مسکو کې د صنعتکارانو او متشبثینو د اتحادیې په غونډه کې اعلان کړ.

نوموړي د خپل سفر کره نېټه نه ده په ډاګه کړې او نه يې ويلي چې د دغه سفر اصلي هدف به څه وي.

په اوکراین کې د جګړې له امله د روسیې مخ پر زیاتیدونکي سیاسي او اقتصادي انزوا په چین باندې د دغه هېواد تکیه ډېره کړې ده.

د نایجریا له یوه زندانه څه باندې ۱۰۰ بندیان تښتېدلي

ارشیف: د نایجریا د یوه زندان انځور
ارشیف: د نایجریا د یوه زندان انځور

د نایجریا پلازمېنې ابوجا ته نږدې له یوه زندانه د چهارشنبې په شپه څه باندې ۱۰۰ بندیان وتښتېدل.

دوی وروسته له هغې وتښتېدل چې لومړی د زندان د ودانۍ یوه برخه د سختو اورښتونو له کبله ونړېده.

د اسوشېټېد پرېس خبري اژانس د خبر له مخې، د دغه زندان یوه چارواکي پرون پنجشنبه د بندیانو د تېښتې خبر ورکړ.

دا مهال د بندیانو د موندنې لپاره د امنیتي بنسټونو هڅې روانې دي.

د زندان یوه ویاند ادمو دوزا ویلي چې په ټوله کې ۱۱۸ بندیان تښتېدلي وو، خو لس تنه یې بېرته زندان ته ستانه شوي دي.

بریتانیا او متحدانو یې د ایران د بې پیلوټه الوتکو پر صنعت تازه بندیزونه ولګول

د بریتانیا او امریکا بیرغونه
د بریتانیا او امریکا بیرغونه

بریتانیا له خپلو متحدانو سره یوځای پرون د ایران د پوځي بې پیلوټه الوتکو پر صنعت تازه بندیزونه ولګول.

دا بندیزونه، پر اسراییل د ایران د بې پیلوټه الوتکو او میزاییلو د اپرېل د دیارلسمې نېټې د حملې په ځواب کې لګول شوي دي.

د امریکا له متحدو ایالتونو او کاناډا سره په همغږۍ دغه بندیزونه په ایران کې څلور کاروبارونه او د بې پیلوټه الوتکو د شرکتونو د شبکې دوه مشران په نښه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د دغو تازه بندیزونو هدف د ایران د بې پیلوټه الوتکو د حملو ظرفیت کمول دي.

بریتانیا تېره اوونۍ هم د امریکا له متحدو ایالتونو سره په همغږۍ د ایران پر پوځي اشخاصو او بنسټونو بندیزونه لګولي وو.

د روسیې له زندانونو د خبریالانو او سیاسي بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه‌لیک تصویب شو

د اروپايي پارلمان د عمومي غونډې انځور
د اروپايي پارلمان د عمومي غونډې انځور

اروپايي پارلمان هغه پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبریالې السو کورماشیف په ګډون د روسیې له زندانونو د ټولو خبریالانو او سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د دې پرېکړه‌لیک تصویب د اروپايي پارلمان د هغو ګډو اقداماتو یوه برخه ده چې د روسیې د تېرکال انتخابات او د اوکراین هغو سیمو ته چې روسیې په غیرقانوني ډول د خپل قلمرو جز ګرځولي دي، غیر دیموکراتیک بلل شوي.

السو کارماشیف چې د امریکا او روسیې دوه ګونی تابعیت لري په پراګ کې د ازادي راډیو خبریاله وه چې د اکټوبر له ۱۸مې راهیسې د بهرني اجینټ په نوم قانون څخه د سرغړونې په تور نیول شوې ده.

د اروپاي ټولنې پرېکړه‌لیک چې نن په ۴۹۳ موافقو، ۱۱ مخالفو او ۱۸ ممتنع رایو تصویب شو پر مېرمن کورماشیف سربېره د خبریال ایوان ګېرشکوویچ او د دوی د کورنیو د غړو او د ولادیمیر کارامورزا، کسینیا فادییووا او نورو سیاسي بندیانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه هم شوې ده.

اروپايي ټولنې په روسیه کې د بیان او د اتحادیو د آزادیو او همداراز د بشري حقونو پر سرغړونو د نړیوالو د څارنې د پراخېدو غوښتنه هم کړې ده.

د فلسطینیانو د ملکي دفاع یوه ډله: ملګري ملتونه دې په غزه کې ترسره شوي جنایتونه وپلټي

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د فلسطینیانو د ملکي دفاع یوې ډلې نن پنجشنبې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د غزې په یوه روغتون کې د هغه څه په اړه دې چې دې ډلې ترسره شوي جنګي جنایتونه بللي، پلټنه وکړي.

دې ډلې ویلي، وروسته له هغې چې اسراییلي سرتېري د روغتون له ودانۍ ووتل، شاوخوا ۴۰۰ جسدونه له ډله‌ییزو قبرونو څخه راایستل شوي دي.

د ملکي دفاعي ځواک په نوم دې ډلې په یوه خبري کنفرانس کې پرته له دې چې کوم شواهد وړاندې کړي وویل، داسې قضیې شته چې په ناصر روغتیایي مرکز کې ځینې ناروغان د جراحۍ پر مهال چې د عملیاتو جامې یې په ځان کې وې، ځای پرځای وژل شوي دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې وروسته له هغې چې اسرایي ځواکونه د خان یونس له ښاره ووتل، فلسطیني چارواکو وویل چې د غزې د مرکزي برخې په لوی روغتیایي مرکز، ناصر روغتون کې د سلګونو کسانو مړي له ډله‌ییزو قبرونو راایستل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، هغه ادعا چې فلسطینیان وایي چې د اسراییلو دفاعي ځواکونو مړي ښخ کړي، بې اساسه او بې بنسټه دي.

ملګري ملتونه: تېر کال په نړۍ کې نژدې ۲۸۲ میلیون وګړي له شدیدې لوږې سره مخامخ وو

ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

ملګري ملتونه وایي، تېر۲۰۲۳م کال په نړۍ کې نژدې ۲۸۲ میلیون وګړي له شدیدې لوږې سره مخامخ وو.

د خوراکي موادو د بحران په اړه نړیوال راپور کې چې پرون چهارشنبې خپور شوی، ویل شوي چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۵۹ هېوادونو او سیمو کې کې ډېر خلک د خوراکي موادو له زښت کمښت سره مخامخ دي.

د دې راپور له مخې په ۳۹ هېوادونو او سیمو کې له ۳۶ میلیونه زیات کسان د شدیدې لوږې له بېړني حالت سره چې د قحطۍ څلورمې درجې ته یو ګام ورنژدې ده، مخامخ دي.

خوړو ته د اړو کسانو دوه پر درېیمه برخه یې د افغانستان او سودان وګړي یاد شوي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو د اټکل له مخې په روان ۲۰۲۴م کال کې هم ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او ۱۷ میلیونه افغانانو ته د خوراکي موادو په ګډون د اړنیو مرستو رسولو لپاره درې میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

د حماس یوه مشر له اسراییل سره د ۵ کلن اوربند شرطونه په ډاګه کړل

له ارشیفه د غزې یو تصویر چې د اسراییلو وروستیو بریدونو سخته ویجاړي ور اړولې ده
له ارشیفه د غزې یو تصویر چې د اسراییلو وروستیو بریدونو سخته ویجاړي ور اړولې ده

د حماس یوه جګپوړي چارواکي د اسوشتید پرس آژانس ته ویلي چې دا ډله چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله بولي، چمتو ده له اسراییل سره یو پنځه کلن یا له هغه زیات اوربند وکړي، وسله پرځمکه کېږدي او پر یوه سیاسي ګوند بدل شي خو په دې شرط چې که د ۱۹۶۷ کال مخکې پولو پر اساس یوه خپلواکه فلسطیني دولت جوړ شي.

د خلیل الحیا په نوم دغه چارواکي دغه څرګندونې پرون چهارشنبې داسې مهال کړي چې د حماس او اسراییل ترمنځ د یوه اوربند لپاره خبرې له څو میاشتو راهیسې په ټپه ولاړې دي.

داسې ښکاري چې دغه وړاندیز چې حماس ځان بې وسلې کوي، د دې ډلې له لوري چې په ښکاره یې د اسراییل د له منځه وړلو ژمنه کړې، د پام وړ امتیاز دی چې ورکوي یې.

روسیې اوکراین سره د ۵۰ ماشومانو د تبادلې خبر ورکړ

روسیې سره د اوکرایني ماشومانو د تبادلې یو مخکینی تصویر
روسیې سره د اوکرایني ماشومانو د تبادلې یو مخکینی تصویر

د روسیې د ماشومانو د حقونو کمېشنرې له اوکراین سره د ماسکو د یرغل له امله د بې ځایه شویو شاوخوا پنځوسو ماشومانو د تبادلې د یوه تړون خبر ورکړ.

ماریا لووا بیلووا پرون وویل چې نهه ویشت ماشومان به اوکراین ته وسپارل شي او نولس به روسیې ته واستول شي.

لووا بیلوا زیاته کړه چې دا موافقه په دوحه کې له اوکرایني لورې سره د خبرو پرمهال شوې ده، خو د اوکراین د بشري حقونو کمېشنر دیمیترو لوبینیتس فرانس پریس اژانس ته وویل چې دی دا خبر نه شي تاییدولی.

خیبر پښتونخوا؛ بره باړه کې ۱۵ پاکستاني سرتېري ټپیان شوي

یو شمېر پاکستاني ځواکونه - ارشیف
یو شمېر پاکستاني ځواکونه - ارشیف

د خیبر پښتونخوا د خیبر سیمې په بره باړه کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو چاودنه شوې ده چې لږ تر لږه ۱۵ سرتېري یې ټپیان کړي دي.

په خیبر ضلع کې د ملېشه ځواک یوه چارواکي د خپل نوم پټ ساتلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته د دې پېښې تایید وکړ او څرګنده یې کړه چې پرون د فرنټیر کور د یوسل اوشپږم کنډک پر کاروان د سړک د غاړې بم چاودلی.

د دغه چارواکي په وینا، په ټپيانو کې ۳ جګپوړي افسران او ۱۲ سرتیري دي چې د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

د دې چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

جرمني کې ۷ بهرنیان داعش سره په اړیکو او اروپا کې د بریدونو په پلان لرلو تورن شول

ارشیف
ارشیف

د جرمني فدرالي څارنوالي وایي، ۷ بهرني اتباع یې په جرمني کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې لپاره د حملو په پلانولو رسماً تورن کړي دي.

دې ادارې پرون چهارشنبې وویل چې دغه ۷ تنه د تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان اتباع دي.

پر دوی تور پورې شوی چې په جرمني او د لویدیځې اروپا په نورو برخو کې یې د پراخو حملو پلان درلود.

خو د جرمني د څارنوالۍ د دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، کله چې امنیتي ځواکونو د دغو تورنو کسانو د نیولو لپاره اقدام وکړ، هغوی کوم ځانګړی پلان نه درلود.

د جرمني د څارنوالۍ دفتر ویلي، تورن کسان چې په ۲۰۲۲ کال په اوکراین کې د جګړې له پلیدو وروسته د اوکراین له لارې جرمني ته رسېدلي وو، د تېر کال په جولای میاشت کې نیول شوي دي.

ویل شوي چې دوی د اسلامي دولت ډلې یا داعش له خراسان څانګې سره چې په افغانستان کې په حملو سربېره یې تېره میاشت په مسکو کې د خونړي برید مسولیت هم اخیستی، اړیکه ټینګه کړې وه.

دغه راز ویل شوي چې دوی په هالنډ کې له یو شمېر نورو کسانو سره یوه تروریستي څانګه جوړه کړې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG