نړۍ
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافایل ګروسي روانه اوونۍ مسکو ته ځي
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف د دوشنبې په ورځ ویلي، ګروسي به د اوکراین د زاپوریژیا اټومي بټۍ شاوخوا د یوه خوندي زون د رامنځته کېدو په تړاو خبرې وکړي.
ریابکوف ویلي، مسکو په دې تړاو ژورو او مسلکي خبرو باندې باور لري.
پر اوکراین د روسیې د یرغل له پيله څو ځله پر زاپوریژیا اټومي بټۍ توغندي ویشتل شوي دي چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ اندېښنې یې پارولي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کرکټ نړیوال جام پایلوبه؛ هند توپوهنه غوره کړه
د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کې هند پچه وګټله او د جنوبي افریقا پر وړاندې یې توپوهنه غوره کړه.
دغه پایلوبه په ویسټ اینډیز کې ترسره کېږي.
دواړه لوبډلې به نن د کابل پر وخت ماښام اووه بجې د ویسټ اینډیز د باربادوس په بریجټاون کې سره مخامخې شي.
جنوبي افریقا په نیمه پایلوبه کې افغانستان او هند انګلنډ یا انګلستان ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووتل.
ایران: که اسراییل پر لبنان حمله وکړي، ایران به د مقاومت په ټولو جبهو د هغې مقابله وکړي
ایران خبرداری ورکړ، که چېرې اسراییل پر لبنان حمله وکړي، ایران به د "مقاومت په ټولو جبهو" د هغې مقابله وکړي.
دا له ایران او د ایران له سیمهییزو متحدانو جوړه شوې ډله ده.
په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د ایران ماموریت نننۍ څرګندونې داسې وخت کړي چې د اسراییل او د لبنان د ایران پلوه حزب الله ډلې په ګډون د یوې پراخې جګړې په باب وېره پیدا شوې ده.
له کله چې په غزه کې جګړه پیل شوې اسراییل او حزب اله ډله نږدې هره ورځ ډزې تبادله کوي.
په همدې حال کې د اسراییل پوځ ویلي چې د لبنان د عملیاتو په اړه پلانونه تصویب او تایید شوي دي.
په ځواب کې حزب الله ډلې ویلي چې د بشپړې شخړې په صورت کې به یو اسراییلی هم خوندي نه وي.
نن د اروپا د فوټبال د اتلولۍ جام د حذف پړاو پیلېږي
د اروپا د ۲۰۲۴م کال د فوټبال د اتلولۍ جام د حذف پړاو نن د ۱۶ ټیمونو په ګډون سره پیلېږي او ۴ ورځې به دوام کوي.
د فوټبال نن لومړۍ لوبه د کابل پر وخت د شپې اته نیمې بجې د ایټالیا او سویس ترمنځ کېږي.
بله مسابقه د جرمني او ډنمارک ترمنځ دشپې یوولس نیمې بجې په پام کې ده.
د جرمني په کوبه توب د اروپا د ملتونو جام د فوټبال سیالۍ چې د اروپا ۲۴ ټیمونو په کې برخه درلوده، د جون میاشتې پر ۱۴مه پیل شوې او د جولای میاشتې پر ۱۴مه پای ته رسېږي.
د ایران په سیستان-بلوچستان کې د رایو صندوقونو په لېږد بوخت دوه پوځیان وژل شوي
د ایران رسنیو راپور ورکړی چې په سیستان-بلوچستان ولایت کې دوه پوځیان چې د رایو د صندوقونو په لېږد بوخت وو، وژل شوي دي.
د ایران دولتي راډیو تلوېزیون نن سهار راپور ورکړی چې یوې سرچینې ویلي، دغه دوه پوځیان په جکیګور سیمه کې د وسلهوالو کسانو په حمله کې وژل شوي دي.
په ایران کې پرون د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې، خو د شمېرل شویو رایو له مخې یوه کاندید هم اکثریت نه دی ګټلي او راروانه جمعه د دوو مخکښو کاندیانو مسعود پزشکیان او سعید جلیلي ترمنځ بیاځلي ټاکنې کېږي.
روسي چارواکي: د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې برید له کبله ۵ کسان وژل شوي
یوه روسي چارواکي ویلي چې د اوکراین یوې بې پېلوټه الوتکې د روسیې په یوه سرحدي کلي کې یو کور ویشتلی او د دوو ماشومانو په ګډون یې ۵ کسان وژلي دي.
نننۍ پېښه د اوکراین د سرحد په څومترۍ کې پراته ګورودیشچه کلي کې شوې ده.
د کُرسک سیمې والي الکسي سمیرنوف ویلي، دغه حمله د یوې بې پېلوټه الوتکې لهخوا شوې چې پر اهدافو یې منفجره وسیلې غورځولي دي.
اوکراین د دې پېښې په باب څه نه دي ویلي.
هم روسیه او هم اوکراین په روانه جګړه کې د بې پېلوټه الوتکو تر څنګ داسې څرخي الوتکې کاروي چې په خپله ځان منفجر کوي او څوسوه کلومتره مزل کولی شي.
په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته لاړې
په ایران کې د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې ځکه یو کاندید ته هم پنځوس فیصده رایې نه دي ګټلي.
د پرونیو ټاکنو د شمېرل شویو رایو له مخې اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان ۱۰ میلیونه ۴۱۵زره ۱۹۱ رایې ګټلي، تر هغه وروسته بل کاندید سعید جلیلي ۹ میلیونه ۴۷۳زره ۲۹۸ رایې خپلې کړي، تر دوی وروسته محمد باقر قالیباف څه باندې ۳ میلیونه او بل کاندید مصطفی پور محمدي څه باندې ۲۰۰زره رایې ګټلې دي.
تسنیم خبري اژانس چې د ایران له سپاه پاسداران ځواک سره نږدې اړیکې لري، راپور ورکړی و چې په پرونیو ټاکنو کې د خلکو لږ ګډون ته په پام ښايي دغه ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي.
د ایران د قوانینو له مخې که کوم کاندید لږ تر لږه ۵۰ فیصده رایې نه وي ګټلي، د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ به بله جمعه بیا ټاکنې کېږي.
د ایران ۶۱ میلیونه وګړي د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي او خلک له ۱۸ کلنۍ رایه ورکولی شي.
د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د مې میاشتې پر ۱۹مه د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول او دا ټاکني د رئیسي د ځایناستي د ټاکلو لپاره کېږي.
په ایران کې د ولسمشرۍ تر وخت مخکې د ترسره شویو ټاکنو د رایو شمېرنه روانه ده
په ایران کې د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو چې پرون ترسره شوې د رایو شمېرل روان دي.
د لومړنیو نتایجو له مخې اصلاح غوښتونکی کاندید مسعود پزشکیان او بل کاندید سعید جلیلي تر نورو مخکې دي.
د دغو شمېرو له مخې مسعود پزشکیان تر اوسه ۸ ملیونه او ۳۰۲زره او ۵۷۷ رایې ګټلي او سعید جلیلي هم ۷ میلیونه، ۱۸۹زره او ۷۵۶ رایې خپلې کړي او په دویم کتار کې راغلی دی.
تر دوی وروسته محمد باقر قالیباف او مصطفی پور محمدي راغلي دي.
تسنیم خبري اژانس چې د ایران له سپاه پاسداران ځواک سره نږدې اړیکې لري، راپور ورکړی چې په پرونیو ټاکنو کې د خلکو لږ ګډون ته په پام ښايي دغه ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي.
که کوم کاندید لږ تر لږه ۵۰ فیصده رایې نه وي ګټلي، د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ به بله جمعه بیا ټاکنې کېږي.
د ایران ۶۱ میلیونه وګړي د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي او خلک له ۱۸ کلنۍ رایه ورکولی شي.
د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د مې میاشتې پر ۱۹مه د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول او دا ټاکني د رئیسي د ځایناستي د ټاکلو لپاره کېږي.
امریکايي ځواکونو د حوثي یاغیانو اووه بې پېلوټه الوتکې ویجاړې کړي
امریکايي ځواکونو پرون جمعه ویلي چې د مخکېنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال یې په یمن کې د حوثي یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې اووه بې پېلوټه الوتکې، دغه راز د سوق او ادارې یوه واسطه ویجاړه کړې ده.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، پر دغو بې پېلوټه الوتکو او موټر یې ځکه حمله کړې چې د امریکايي ځواکونو ائتلاف دغه راز یې په سیمه کې تجارتي کښتیو ته خطر پېښ کړی و.
حوثي یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي د ۲۰۲۳م کال له نومبر میاشتې راهیسې په سره سمندرګي او عدن خلیج کې پر کښتیو حملې کوي.
دغه یاغیان وايي، دا حملې په غزې تړانګه کې د اسراییل او حماس ډلې تر منځ په روانه جګړه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون په خاطر کوي.
د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا د حوثي یاغیانو د ځواک ختمولو لپاره په یمن کې پر دې ډلې هوايي حملې کړې دي.
د پاکستان ولسي جرګې د دې هېواد اتتخاباتو په تړاو د امریکا د کانګرس پرېکړهلیک وغانده
د پاکستان د پارلمان ولسي جرګې پرون جمعه د امریکا د کانګرس هغه پرېکړهلیک وغانده چې روانه اوونۍ یې د پاکستان په ترسره شویو پارلماني انتخاباتو کې د پراخو درغلیو د ادعاوو په اړه د خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده.
د ولسي جرګې د پرېکړهلیک مسوده چې په دې جرګه کې د واکمن ګوند د غړې شائسته ملک لهخوا وړاندې شوی وه، د پخواني صدراعظم عمران خان د ګوند د وکیلانو له اعتراضونو سره سره تصویب شوه.
د عمران خان ګوند پلویانو ادعا کړې چې د فبرورۍ د اتمې په پارلماني ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.
مېرمن ملک په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل چې د متحده ایالاتو د چهارشنبې د ورځې تصویب شوی پرېکړهلیک د دې په وینا، په بشپړ ډول له حقایقو سره په تضاد کې دی.
هغې وويل، پاکستان به په خپلو کورنيو چارو کې دا ډول لاسوهنه ونه زغمي.
تر دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف هم د امریکا د استازیو جرګې پر دغه پرېکړهلیک انتقاد کړی او ویلي وو چې د امریکا متحده ایالات حق نه لري چې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
دغه انتخابات چې په نتیجه کې یې هېڅ یو ګوند ونه توانېد چې په یوازې توګه اکثریت ترلاسه کړي، له تاوتریخوالي، د ټیلیفوني او نورو ټولنیزو شبکو د بندېدو او د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان د ګوند لهخوا د درغلیو له ادعاوو سره مله وه.
خو د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون دغه ادعاوې رد کړي دي.
د کرکټ نړیوال چام پایلوبه؛ هند او جنوبي افریقا سیالي کوي
ټاکل شوې د هند او جنوبي افریقا ملي ټیمونه نن په ویسټ اینډیز کې د شلو اوورونو د نړیوال جام پایلونه وکړي.
دواړه لوبډلې به نن د کابل پر وخت ماښام اووه بجې د ویسټ اینډیز د باربادوس په بریجټاون کې سره مخامخې شي.
جنوبي افریقا په نیمه پایلوبه کې افغانستان او هند انګلنډ یا انګلستان ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووتل.