د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

پر اوکراین د بریدونو زیاتوالی؛ د ملکیانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوي


د جون په لومړۍ نېټه پر کییف د روسیې د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور. پولیس هغه مړی لېږدوي چې په دې پېښه کې وژل شوی دی.
د جون په لومړۍ نېټه پر کییف د روسیې د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور. پولیس هغه مړی لېږدوي چې په دې پېښه کې وژل شوی دی.

پر اوکراین د روسیې د راکټي حملو له زیاتېدو سره په اوکراین کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

وروسته له هغې چې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې یوه ښځه چې ظاهراً له هوايي حملو د خوندیتوب د یوه قلف شوي پناه ځای مخې ته انتظار وه، ووژل شوه، د اوکراین د کورنیو چارو وزارت پرون شنبه اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې یې له هوايي حملو د خوندیتوب ۴۸۰۰ پناه ځایونه تفتیش کړي، چې له ډلې یې ۲۵۲ یې قلف وو او ۸۹۳ نور یې د استفادې لپاره مناسب نه ګڼل کېدل.

د پلازمېنې کییف څارنوالۍ هم پرون وویل، چې له یوه قلف شوي پناه ځای دباندې د یوې ۳۳ کلنې ښځې د مړینې په اړه تر جنايي څېړنو وروسته څلور کسان نیول شوي دي.

په نیول شویو کسانو کې یو امنیتي ساتونکی هم شامل دی، چې نه و توانېدلی له هوايي حملو د خوندیتوب د پناه ځای دروازې پرانیزي او بل هم یو محلي چارواکی دی.

د څارنوالۍ په خبره، که دغه کسان چې د یوه تن د مړینې له کبله نیول شوي، مجرم وپېژندل شي، تر اتو کلونو په بند محکومېدای شي.

د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو هم ویلي چې د دې ښار ۲۵۰ اوسېدونکو د خپلو استوګنو په شا و خوا کې د پناه ځایونو د نشتوالي له کبله شکایت کړی دی.

د کلیچکو په وینا، نږدې نیمايي شکایتونه د هوايي حملو پر مهال د دغو پناه ځایونو د قلف اوسېدو او یو پر څلورمه یې د دغو پناه ځایونو د نامناسب وضعیت په باب وو.

هاخوا د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس پرون په سینګاپور کې خبریالانو ته په خبرو کې په اوکراین کې د سولې د ټینګښت پر لار د چین نقش ته هیله مندي وښوده.

هغه زیاته کړه: "ما د اوکراین په وړاندې د روسیې د جګړې په اړه سختې خبرې کړي او هیله مې ښوولې چې چین د یوه داسې هېواد په توګه چې پر روسیه زیات نفوذ لري، دغه نفوذ دې د سولې د بیا ستنولو لپاره وکاروي."

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل هم ویلي، چې پرون یې په سینګاپور کې د جنوبي کوریا له دفاع وزیر سره، پوځي مهماتو ته د اوکراین د پوځ د اړتیاوو پر مسئله خبرې کړې دي.

جنوبي کوریا چې د امریکا د متحدو ایالتونو متحد هېواد دی، د توپچي مهماتو تر ټولو لوی تولیدوونکی دی.

جنوبي کوریا د واشنګټن او اروپايي ټولنې له فشارونو سره- سره تر اوسه اوکراین ته د وژونکو وسلو له مرستې ډډه کړې ده او دلیل یې له روسیې سره تجارتي اړیکې او پر شمالي کوریا د مسکو نفوذ بللی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG