د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

اوکرایني چارواکي: روسیې د دنیپر برښنا بند الوزولی


د دنیپر برښنا بند
د دنیپر برښنا بند

اوکرایني چارواکو پر روسیې تور لګولی چې د دې هېواد په خرسون ښار کې پر دنیپر سیند جوړ د برښنا بند یې الوزولی دی.

اوکرایني چارواکو نن سهار د مسکو تر ولکې لاندې خرسون ښار کې پر دنیپر سیند، د نوو کاخوفکا په نوم د پخواني شوروي اتحاد د مهال د برښنا پر لوی بند د روسیې د برید خبر ورکړ او ویې ویل، د دې سیند له الوزولو وروسته میلیونونه لیتره اوبه د سیمې پر لور ور خوشې شوي.

د نووا کاخوفکا ښاروال ولودیمیر کووالینکو د ازادي راډیو له اوکراینۍ څانګې سره په خبرو کې وویل، یو ژوبڼ، یو سټوډیوم، یوه سینما او یو پارک لا د مخه سېلاب ځپلي او د معمارۍ د صنعت له پلوه ارزښتنمې ودانۍ د زیاتېدونکو اوبو له ګواښ سره مخامخ دي.

په داسې حال کې چې احتمالا دې پېښې به د زاپوریژیا اټومي بټۍ هم له ګواښ سره مخامخ کړې وي، ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په دې اړه د خبرو لپاره د ملي امنیت د شورا او د دفاعي شورا غونډه راوبلله.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر د زاپوريژیا بټۍ ته د احتمالي زیانونو پر اوښتو اندېښنه ښودلې.

رافایل ګروسي د د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشرتابه ډلې ته په خپلو نننیو څرګندونو کې وویل، د نوا کاخوفکا بند سخت زیانمن شوی او په نتیجه کې یې د بټۍ د سړولو لپاره د اوبو په زېرمه کې د پام وړ کموالی راغی.

ګروسي زیاته کړه چې د دې بټۍ د لیدنې په هدف اوکراین ته خپل سفر رامخکې کوي.

نوموړي ويلي: "د زاپوریژیا اټومي بټۍ ته زما سفر د راتلونکې اوونۍ لپاره پلان شوی و، خو اوس دا موضوع ډېره مهمه ده. زه به اوس ولاړ شم."

اوکرایني چارواکي وايي، د دې برید له کبله په ځینو سیمو کې د اوبو سطح تر لسو دولسو مترو پورې لوړه شوې ده.

د چارواکو په وینا نن سهار له برید وروسته له خرسون څخه چې ډېرې سیمې یې سېل لاندې کړي، لسګونه زره کسان له خپلو کورونو وایستل شول.

ولسمشر زیلینسکي پر روسیې د تروریزم تور ولګاوه او ویې ویل چې دې پېښې ټولې نړۍ ته د دې اړتیا ثابته کړه چې روسیه د اوکراین د خاورې له ګوټ ګوټ څخه باید واېستل شي.

زیلینسکي پر ټویټر د نړېدلي بند او او روانو اوبو ویډیو هم خپره کړې او ورسره یې لیکلي چې، مسکو غواړي د اوکراین د خاورې له هر متر څخه د ترور په هدف کار واخلي، نو د ده په وینا باید یو متر یې هم د روسانو په ولکه کې نه وي.

مسکو د دې حملې تور رد کړی او برعکس ادعا یې کړې چې، دا د روسیې پر ضد د تبلیغاتو لپاره د کییف عمدي اقدام دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG