د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۷

د اوکراین ولسمشر: د روسیې د یرغل له پيل راهیسې پنځه سوه ماشومان وژل شوي

د اوکراین په دنیپرو کې د روسیې د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور
د اوکراین په دنیپرو کې د روسیې د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي‌ وایي، پر هېواد یې د روسیې د یرغل له پيله تراوسه لږترلږه پنځه سوه ماشومان وژل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وایي، د روسیې په جګړه کې هغه ماشومان وژل شوي چې د ولسونو د برخلیک د پرېکړو حق یې درلود.

زیلینسکي په دې اړه یوه ویډیویي پیغام کې د جون څلورمه د هغو ماشومانو د یاد ورځ بللې، چې په خبره یې د روسیې د جګړې له کبله وژل شوي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د زیلینسکي په حواله ویلي، چې له شک پرته به د ماشومانو دغه وژونکي محکوم شي او په خبره یې ټول قانوني بنسټونه د دې کار هڅه کوي.

نوموړي ويلي: "د روسیې د وحشت له کبله زمونږ سلګونه ماشومانو خپل ژوند بایللی دی. د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ له ۲۴مې، یا د روسیې له بشپړ یرغل وروسته ۴۸۵ ماشومان وژل شوي دي. دا هغه شمېر دی چې مونږ یې په رسمي بڼه تاییدولی شو او د هر ماشوم معلومات لرو. له بده مرغه چې د وژل شویو واقعي شمېر لوړ دی. هر کله چې مونږ له روسانو خپلې سیمې ازادوو، مونږ د اشغال په تریخ واقعیت پوهېږو. مونږ ته دا جوتېږي چې اشغال شویو سیمو کې څومره خلک او ماشومان خښ شوي دي."

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

زیلینسکي زیاته کړه، تر اوسه هم د اوکراین په ښارونو او کلیو کې د هغو کسانو شمېر معلوم نه‌دی چې په خبره یې د روسیې د بریدونو له کبله د ودانیو تر خاورو لاندې دي.

مسکو تر اوسه د اوکراین په جګړه کې د وژل شویو ماشومانو په تړاو تبصره نه‌ده کړې، خو د روسیې دفاع وزارت نن دوشنبه ویلي، ځواکونو یې په ختیځ دونتڅک کې د اوکرایني پوځیانو څو اړخیز پراخ بریدونه شنډ کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت د اوکراین دا بریدونه چې د دونتڅک پر پنځو سیمو شوي، ناکام بللي، خو اوکراین بیا په دې اړه د روسیې له‌خوا خپاره شوي معلومات ناسم او خپرې شوې ویډیوګانې زړې بللې دي.

د روسیې لوري ادعا کړې چې په ختیځ دونتڅک کې یې سلګونه اوکرایني سرتېري وژلي دي.

په دونتڅک کې د جګړو او مرګژوبلې د دغو ضد او نقیضو راپورونو په تړاو تر اوسه خپلواکو سرچینو څه نه‌دي ویلي.

په اوکراین کې د روسیې جګړه شپاړسمې میاشتې ته وغځېده، خو لا یې هم د پای ته رسېدو څرک نه ښکاري.

په همدې ترڅ کې نن دوشنبه د روسیې سمندري ځواکونو د بالتیک او جاپان په سمندرونو کې تمرینونه پیل کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې، دغو پوځي نندارو کې ۶۰ جنګي بېړۍ ۳۵ سمندري الوتکې او ۱۱ زره پوځي پرسونل برخه اخیستې ده.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG