د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۹

اوکرايني چارواکو د خيرسون لسګونه زره کسان له خپلو مېنو بې‌ځايه کړي

چارواکو ویلي چې د خیرسون په سیمه کې د اوبو کچه څو متره لوړه شوې، په لسګونو کسان یې په خپلو کورونو کې ایثار کړي.
چارواکو ویلي چې د خیرسون په سیمه کې د اوبو کچه څو متره لوړه شوې، په لسګونو کسان یې په خپلو کورونو کې ایثار کړي.

چارواکو ویلي چې د خیرسون په سیمه کې د اوبو کچه څو متره لوړه شوې، په لسګونو کسان یې په خپلو کورونو کې ایثار کړي او له امله یې په سلګونو څاروي هم تلف شوي دي.

روغتیایي چارواکو ویلي، د دنیپر سیند د لوی بند ویجاړېدو د دې ترڅنګ چې ناڅاپي سیندونه یې بهولي، په لسګونو زره کسان یې له خپل سیمو بې ځایه کېدو ته اړ کړي دي.

دوی همدارنګه د څښاک د اوبو د احتمالي ککړتیا خبرداری ورکړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکې نن وویل چې د دنیپر د سیند پر سر د ویجاړ شوي بند په نتیجه کې په سلګونو زره کسان د څښاک له اوبو بې برخې شوې دي.

زیلینسکي په ټیلګرام کې لیکلي چې د روسیې تر یرغل مخکې په سیمه کې لږترلږه سل زره کسان اوسېدل او زیاته کړې یې ده چې اوس هم لږترلږه لسګونه زره کسان هلته اوسي.

کییف او مسکو د کاخوفکا د بند چې د شوروي په وخت کې د اوکراین د خیرسون په جنوبي سیمه کې جوړ شوی و، د ویجاړولو پړه پر یو بل اچوي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي دا پېښه د روسیې له خوا په قصدي توګه د ویجاړی یو عمل او د ډله ییزې وژنې چاپېریالي بم یاد کړی دی.

د اوکراین د بېړنیو چارو دولتي ادارې نن وویل، په داسې حال کې چې په ځینو سیمو کې د اوبو کچه لوړه شوې، د دنیپر سیند په پاسنۍ برخه کې د اوبو کچه مخ په کمېدو ده.

دې ادارې ویلي چې له دغې پېښې وروسته نن سهار د خیرسون په مرکزي برخه کې د اوبو کچه شاوخوا پنځه متره لوړه شوې او په نیکوپول کې هم د اوبو کچه څه باندې دوه متره را ټیټه شوې ده.

نیکوپول د ویجاړ شوي بند د پاسه ۱۲۵ کیلومتره لیرې پروت دی.

چارواکو اټکل کړی چې په راتلونکو ۲۰ ساعتونو کې به د سیند په لاندنۍ برخه کې د اوبو کچه یو متر نوره هم لوړه شي.

د مسکو تر کنټرول لاندې د خیرسون د برخې چارواکو نن په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د اوکراین د روغتیا وزارت همد اشان خبرداری ورکړ چې د دې احتمال شته چې په څاګانو او د اوبو په خلاصو ویالیو کې به اوبه ککړې شوې وې.

اوکرایني چارواکو اټکل کړی چې شاوخوا ۴۲ زره کسان به د سېلابونو له خطرسره مخ وي.

د روسیې له خوا ګومارل شوي ښاروال نووا کاخوفکا ویلي چې د سېلابونو له امله به د دنیپر سیند په لاندنۍ برخه کې په یوه طبیعي ملي پارک کې په زرګونه څاروي تلف شوې وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په یوه بیان کې د دغه بند ویجاړول یو لوی بشري، اقتصادي او چاپېریالي ناورین بللی، خو په مستقیمه توګه یې پر روسیې له تور لګولو ډډه کړې ده.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG