د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

روسي ځواکونو پر اوکراين د بې‌پيلوټه الوتکو لسګونه بريدونه کړي


د روسي بریدونو له کبله په اودیسا دغه ودانۍ لګېدلې او زیانونه یې اړولي.
د روسي بریدونو له کبله په اودیسا دغه ودانۍ لګېدلې او زیانونه یې اړولي.

روسي ځواکونو نن سهار وختي د لسګونو ډرون الوتکو په مرسته پر اوکراین حملې کړې دي.

راپورونه وایي چې مسکو غواړي د اوکراین د تهاجمي بریدونو مخه ونیسي.

روسي ځواکونو هم د ډرون حملې کړي او هم یې د اوکراین بېلابېلې سیمې نن سهار په توغندیو ویشتلي دي.

په پلازمېنه کییف کې چارواکي وایي، د تورې بحیرې پر غاړه په اودیسا ښار کې درې ملکیان وژل شوي او په مرکزي پولتاوا سیمه کې روسیي ځواکونو یو پوځي هوایي ډګر په نښه کړی دی.

د چارواکو په وينا، په دې بریدونو کې یو نهه ویشت کلن کس په خارکیف کې هم وژل شوی دی.

رویټرز اژانس لیکي چې اوکراین پراخو تهاجمي بریدونو ته چمتو شوی چې له دې امله روسیې حملې زیاتې کړي دي.

د اوکراین هوایي ځواکونه وایي چې روسیې د اتو توغندیو او پنځه دېرش ډرون الوتکو په مرسته دا حملې کړې دي چې له دې ډلې شل بې‌پيلوټه الوتکې دوی ویشتلي او غورځولي دي، همدا راز یې دوه کروز توغندي په هوا کې له منځه وړي دي.

په اودیسا کې د اوکراین د پوځ یوه ویانده ناتالیا هومینوک وایي، یوه ډرون الوتکه له ویشتلو وروسته پر یوه لوړې ودانۍ لوېدلې ده چې هلته اور بل شوی دی.

اوکرایني پوځیانو د دې پېښې تصویرونه خپاره کړي چې اطفاییه د دې ودانۍ اور وژني.

په ياده ودانۍ کې خلک اوسېدل.

د هومینوک په وینا، په دې پېښه کې لږ تر لږه درې ملکیان وژل شوي دي او اووه ویشت نور د درې ماشومانو په ګډون ټپيان شوي دي.

اوکرایني چارواکي وایي، روسیې د پولتاوا په سیمه کې په بې‌پيلوټه الوتکو او بالسټیک او کروز توغندیو د میرهرود په پوځي هوایي ډګر کې یو شمېر تاسیسات او تجهیزات زیانمن کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG