د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

د اوکراین دفاع وزارت: په دونیڅک کې وضعیت کړکېچن او سختې جګړې روانې دي


په دونیڅک کې د روانې جګړې یوه څنډه. اوکرایني سرتېري د جګړې پر مهال
په دونیڅک کې د روانې جګړې یوه څنډه. اوکرایني سرتېري د جګړې پر مهال

د اوکراین د دفاع وزارت یوه چارواکې وايي، د اوکراین د ختیځې سیمې دونیڅک د جګړې په لومړۍ کرښه کې وضعیت کړکېچن دی او سختې جګړې روانې دي.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا ملیار نن جمعه ویلي، چې د ختیځې سیمې دونیڅک د جګړې په لومړۍ کرښه کې وضعیت کړکېچن دی او هلته جګړې روانې دي.

ملیار نن په ټلګرام کې لیکلي، د جګړې د لومړۍ کرښې په ټولو ساحو کې وضعیت کړکېچن دی.

د هغې په وینا، 'دښمن' خپلې عمده هڅې د لیمن، بخموت، افدییفکا او ماریینکا پر استقامتونو متمرکزې کړي او سختې جګړې روانې دي.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیاله وايي، د اوکراین پوځیان توانېدلي چې د روسیې ځینې حملې په شا وتمبوي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، چې د جګړې په ډګر کې د روان وضعیت په اړه راپورونه په خپلواک دول نه شي تاییدولی.

په همدې حال کې د اوکراین د امنیتي خدماتو اداره وايي، د روسیې د پوځي پرسونل ترمنځ یې ټلیفوني مکالمې اورېدلي، چې د کاخوفکا بند په ویجاړۍ کې د روسیې دخالت تاییدوي.

د خرسون په جنوب کې د روسیې له خوا ګمارل شویو چارواکو نن جمعه ویلي، چې د بند تر ویجاړېدو وروسته د سېلاوونو له کبله د مړو شمېر ۸ ته زیات شوی دی.
د خرسون په جنوب کې د روسیې له خوا ګمارل شویو چارواکو نن جمعه ویلي، چې د بند تر ویجاړېدو وروسته د سېلاوونو له کبله د مړو شمېر ۸ ته زیات شوی دی.

د اوکراین د امنیتي خدماتو فډرال ادارې نن جمعه په خپل ټلګرام کې د روسیې د پوځي پرسونل د ټلیفوني مکالمو یو صوتي پیغام خپور کړی، چې دوی په کې د بند ویجاړېدل د 'ورانکارې ډلې' کار بولي او وايي هدف یې د اوکراین پوځ ته ګوزار ورکول دي.

د دې صوتي پیغام کره‌والی د خپلواکو سرچینو له خوا نه دی تایید شوی.

د ادعا له مخې په دې ټلیفوني مکالمه کې د روسیې د پوځ یوه افسر ویلي: "دا زموږ د ویجاړوونکې ډلې کار و، چې د بند په ویجاړولو سره اوکراینیان ووېروي."

په دغه صوتي پیغام کې ویل شوي، خو دغه ضربه تر هغه څه لویه وه، چې له مخکې پلان شوې وه.

د خرسون په جنوب کې د روسیې له خوا ګمارل شویو چارواکو نن جمعه ویلي، چې د بند تر ویجاړېدو وروسته د سېلاوونو له کبله د مړو شمېر ۸ ته زیات شوی دی.

روسیې د بند په ویجاړۍ کې د خپل دخالت ادعاوې رد کړي او ادعا یې کړې چې د اوکراین یوه اشتباه د دې بند د ویجاړۍ سبب شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG