د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د اوکراین او امریکا استخبارات: روسیه د کاخوفکا بند الوځولو کې لاس لري


په خرسون کې د بند د ویجاړېدو له کبله پراخې سیمې تر اوبو لاندې شوې او زرګونه کسان اړ شول چې له خپلو سیمو ووځي.
په خرسون کې د بند د ویجاړېدو له کبله پراخې سیمې تر اوبو لاندې شوې او زرګونه کسان اړ شول چې له خپلو سیمو ووځي.

اوکراین او متحده‌ایالات وايي داسې شواهد لري چې د اوکراین په جنوب کې د برښنا د یوه بند په الوځولو کې د روسیې لاس لرل ثابتوي.

د اوکراین او امریکا د استخباراتو تازه معلوماتو هغه شواهد لا پیاوړي کړي چې د اوکراین په جنوبي سیمه خرسون کې د کاخوفکا د برښنا پر بند په برید کې د روسیې لاس لرل ثابتوي.

دا بند د سه‌شنبې ورځې په سهار وختي والوځول شو.

د بند د ویجاړېدو له کبله پراخې سیمې تر اوبو لاندې شوې او زرګونه کسان اړ شول چې له خپلو سیمو ووځي.

په خرسون کې د اوبو بند الوځولو وروسته ژغورونکې ډلې هڅه کوي چې خلک له هغو سیمو وژغوري چې اوبو لاندې کړې دي.
په خرسون کې د اوبو بند الوځولو وروسته ژغورونکې ډلې هڅه کوي چې خلک له هغو سیمو وژغوري چې اوبو لاندې کړې دي.

د اوکراین د امنیتي خدماتو اداره یا 'ایس بي یو' وايي، د روسیې د امنیتي ځواکونو د مامورینو هغه ټليفوني محاوره یې ثبت کړې چې د کاخوفکا د برښنا د بند په الوځولو کې د روسیې لاس لرل ثابتوي.

دغې ادارې پرون د جون نهمه پر خپله ټلېګرام پاڼه یوه غږیزه محاوره خپره کړه او ادعا یې وکړه چې دا د روسیې د امنیتي پرسونل ترمنځ خبرې وې او هغوی تاییدوي چې د دې بند الوځول د هغې ورانکارې ډلې کار و، چې هدف یې د اوکراین د پوځ د پرمختګ مخنیوی دی.

د دې غږیز فایل اصلیت تر اوسه خپلواکو سرچینو نه‌دی تایید کړی.

د اوکراین د ادعا له مخې په محاوره کې د روسیې د یوه امنیتي مامور غږ اورېدل کېږي چې وايي دا برید اوکراین نه‌دی کړی بلکې، دا زموږ د خپلې یوې ورانکارې ډلې کار دی چې غوښتل یې اوکراین د بند په الوځولو سره ووېروي، خو دا کار هسې چې پلان شوی و، ونه شو.

'ایس بي یو' دا جزییات نه‌دي خپاره کړي چې په دې محاوره کې شامل کسان څوک دي او نور جزییات یې هم نه‌دي ورکړي، خو پر ټولنیزو شبکو د اوکراین د امنیتي خدماتو د مشر واسیلي مالیوک له قوله راغلي چې نوموړی وايي، روسیې د کاخوفکا د بند په الوځولو سره قطعاً ثابته کړه چې دا هېواد د ټولې متمدنې نړۍ لپاره یو ګواښ دی.

روسيې د دې بند د الوځولو تور پر کییف لګولی دی.

له بلې خوا یوه امریکايي چارواکي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چېد امریکا یوې استخباراتي سپوږمکۍ یا سټلایټ د کاخوفکا په بند کې د چاودنې شېبه ثبت کړې.

دې چارواکي ویلي چې په انفراریډ سینسرونو سمبالې سپوږمکۍ له چاودنې سره یوځای تودوخه ثبت کړې ده.

هغه سیمه چې د کاخوفکا د برښنا بند په‌کې دی د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله د روسیې په ولکه کې وه.

د کاخوفکا د اوبو او برښنا بند د کریمیا په ګډون د اوکراین د جنوبي سیمو لپاره د برښنا، اوبو لګولو او د څښاک د اوبو په چمتو کولو کې مهم رول درلود.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG