د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

د بریتانیا حکومت له جګړه ځپلي اوکراین سره د ۱۶ میلیون پاونډه مرسته کوي


په اوکراین کې د روسي ځواکونو بریدونو کې د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور
په اوکراین کې د روسي ځواکونو بریدونو کې د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور

د بریتانیا حکومت وايي، غواړي جګړه ځپلي اوکراین ته ۱۶ میلیونه پاونډه چې د ۲۰ ملیون ډالرو معادل کېږي، د مرستې په ډول ورکړي.

په داسې حال کې چې د اوکراین خرسون ښار ته څېرمه د کاخوفکا بند ویجاړېدو د نږدې ۳۲زره کسانو ژوند اغېزمن کړی، د بریتانیا حکومت پرون شنبه اعلان وکړ، چې اوکراین ته ۱۶ ملیونه پاونډه چې د ۲۰ ملیون امریکايي ډالرو معادل کېږي، د اضافي بشري مرستې په توګه ورکوي.

د جرمني خبري اژانس په لیکنه، په دغو پیسو کې د سره صلیب لپاره ۱۰ میلیونه پاونډه، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا لپاره ۵ میلیونه او یو میلیون پاونډه هم د نورو نړیوالو بنسټونو لپاره ورکول کېږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان بیا د جګړه ځپلي اوکراین لپاره د اوبو فلټرونه، واټرپمپونه او نور لازم تجهیزات برابر کړي او تمه کېږي چې راروانه اوونۍ اوکراین ته ورسېږي.

د بریتانیا تازه مرسته د هغو سازمانونو او بنسټونو ملاتړ کوي، چې غواړي د کاخوفکا د ویجاړ شوي بند د سېلاب ځپلیو لاسنیوی کوي.

له دغې بسپنې په استفاده، له جګړو اغېزمنو شویو سیمو او بېځایه شویو کسانو ته تجهیزات، نور وسایل او سرپناه برابرېږي.

د بریتانیا حکومت ویلي، د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ میاشتې له ۲۴مې راهیسې چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړی، تر اوسه یې له اوکراین سره د یو نیم میلیارد پاونډو په ارزښت اقتصادي او بشري مرستې کړې دي.

په همدې حال کې د کاناډا صدراعظم جسټین ترودو پرون شنبه په یوه نااعلان شوي سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته لاړ.

د عکس ښي لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي او چپ لور ته د کاناډا صدراعظم جسټین ترودو د روغبړ پر مهال.
د عکس ښي لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي او چپ لور ته د کاناډا صدراعظم جسټین ترودو د روغبړ پر مهال.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري ملنیک یو عکس خپور کړی، چې د رېلګاډي په تمځي کې د ترودو د هرکلي په حال کې ښکاري.

د ترودو دفتر ویلي، د کاناډا د صدراعظم مرستیاله کریستیا فريلنډ هم کییف ته په دې سفر کې د صدراعظم ملتیا کوي.

کاناډا د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین له لویو مدافعانو ګڼل کېږي، چې کییف ته یې د لوپارد دوه په نوم جنګي ټانکونه هم ورکړي دي.

د کاناډا صدراعظم جسټین ترودو تر دې مخکې د ۲۰۲۲م کال په مې میاشت کې د اوکراین پلازمېنې ته سفر کړی و او د ایرپین په نوم یې د کییف یوه ویجاړه شوې سیمه کتلې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG