د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

ملګرو ملتونو د زاپوریژیا اټومي بټۍ د برخلیک په اړه اندېښنه وښوده


د زاپوریژیا د اټومي بټۍ
د زاپوریژیا د اټومي بټۍ

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل مورینو ګروسي پرون د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ تر ټولو لویې اټومي بټۍ د برخلیک په اړه اندېښنه وښوده.

رافایل ګروسي مخکې له دې چې د زاپوریژیا د اټومي بټۍ لیدو ته روان شي، خبریالانو ته په دې باب خبرې وکړې.

له کله چې روسې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین یرغل پیل کړ او بیا یې پر دغې اټومي بټۍ ولکه ټینګه کړه، پر دغې اټومي بټۍ په وار وار له دواړو لوریو ډزې شوې دي.

شاوخوا ۱۴ میاشتې کېږي چې دغه اټومي بټۍ د روسیې له‌خوا نیول شوې او له هغې راهیسې رافایل ګروسي د دې اټومي بټۍ د خوندیتوب په باب اندېښنې ښوولې دي.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر ګروسي ویلي چې د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره یې هم پر هغه وضعیت خبرې کړي، چې پر دې اټومي بټۍ مستقیم اغېز کوي.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر ګروسي د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره د خبرو پرمهال.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر ګروسي د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره د خبرو پرمهال.

د هغه په وینا، وروسته له هغې چې کاخوفکا بند تېره اوونۍ ویجاړ کړای شو، د دې اټومي بټۍ د برخلیک په اړه اندېښنې لا اوج ته ورسېدې.

دغه بند چې پر دنیپر سیند جوړ شوی و، د اوبو له ذخیره کولو سره مرسته کړې وه، چې د دې اټومي بټۍ د ري اکټورونو په سړولو کې ترې کار اخیستل کېده.

اوکراین وايي، د بند په ویجاړولو کې روسیه لاس لري، خو مسکو دغه تورونه ردوي او شنونکي وايي، داسې ښکاري چې د بند تر ویجاړېدو وروسته بهېدلي سېلاب د کییف تهاجمي عملیاتو ته خنډونه جوړ کړي دي.

له ګروسي د اوکراین د تهاجمي عملیاتو په باب هم پوښتنه وشوه، هغه په ځواب کې وویل، ډېر اندېښمن»دی چې احتمالاً دغه اټومي بټۍ بیا په علني جګړه کې راښکېله شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG