د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

د اوکراین پوځ: روسي ځواکونو په بخموت کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړی


په بخموت کې اوکرایني ځواکونه د هغې ودانۍ مخې ته ولاړ دي چې د روسي ځواکونو په بریدونو کې له منځه تللې.
په بخموت کې اوکرایني ځواکونه د هغې ودانۍ مخې ته ولاړ دي چې د روسي ځواکونو په بریدونو کې له منځه تللې.

د اوکراین پوځ وايي، روسي ځواکونو په سټراتیژیک ښار بخموت کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړی او په پراخه پیمانه هوايي حملې کوي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وايي، پرون شنبه پر بخموت ښار د ۲۷ هوايي حملو، د میزاییلو د یوې حملې او د توپونو د ۵۵ ډزو راپور ورکړل شوی دی.

د اوکراین پوځ نن یکشنبه ویلي، د کامېکازه په نوم د بې پېلوټه انتحاري الوتکو او د میزاییلو حملې د اوکراین د ټولو ساحو لپاره لا هم خطر ګڼل کېږي.

د اوکراین په دونباس کې بخموت ښار ته نږدې چې له اوونیو راهیسې په کې سختې جګړې روانې دي، روسي ځواکونو هوايي حملې زیاتې کړې دي.

خو د اوکراین پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي، د اوکراین په نورو ساحو کې روسي ځواکونه د ځانونو په دفاع بوخت دي.

څه باندې ۱۱ میاشتې کېږي چې روسیې پر اوکراین غیرموجه یرغل کړی او په دې موده کې، جګړه پر شمال ختیځ ښار بخموت متمرکزه ده.

دا د شمالي سیمې زاپوریژیا، کرمینا ښارګوټي ته نږدې پروت دی چې هم روسیې او هم اوکراین خپل ګڼ ځواکونه په کې ځای پر ځای کړي دي.

کییف له لوېدیځو شریکانو د ثقیله ټانکونو په ګډون د نورو مهماتو غوښتنه داسې مهال کړې چې راپورونه وايي روسیه د اوکراین له دونباس سیمې هاخوا هم پراخو پوځي عملیاتو ته ځان چمتو کوي.

د بریتانیا د استخباراتو په وینا، په روسیه کې د وروستیو پوځي اصلاحاتو له مخې مسکو د اوکراین د جګړې له صحنې بهر هم د یوه متعارف پوځي ګواښ د پراخولو لپاره په چمتووالي بوخت دی.

د بریتانیا دفاعي استخباراتو دغه ارزونه نن یکشنبه د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د تېرې اوونۍ د اعلان پر اساس کړې ده.

شویګو ویلي چې د تازه پوځي اصلاحاتو له مخې به د روسیې پوځ ته د درېیو کلونو په موده کې یونیم ملیون نور پرسونل ورزیات شي او په روسیه کې به د دوی لپاره دوې نورې پوځي ساحې ایجاد شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG