د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۱ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۲۹

نړۍ

اوکراین په رسمي توګه له لوېدیځو هېوادونو د لیوپاردـ۲ ټانکونو غوښتنه وکړه

اوکراین له لوېدیځو هېوادونو رسماً غوښتنه وکړه، چې په جرمني کې جوړ شوي لیوپاردـ۲ ټانکونه ورولېږي.

اوکراین له لوېدیځو هېوادونو رسماً غوښتنه وکړه، چې په جرمني کې جوړ شوي لیوپاردـ۲ ټانکونه ورولېږي، خو جرمني لا مثبت ځواب نه دی ورکړی.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي له امریکا غږ سره په تازه مرکه کې ویلي، جرمني رهبران د دغو جنګي ټانکونو په اړه له خپلو پروسو کار ته دوام ورکوي.

د ده په وینا دا عالي او د لوړ ظرفیت لرونکي ټانکونه دي، چې اوکراینیان به یې د کارونې لپاره زیاتې روزنې ته اړتیا ونه لري.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي وايي د جګړې په ډګر کې دغو ټانکونو ته سخته اړتیا ده.

د اوکراین پوځ پرون شنبه د دغه هېواد په ختیځ کې د جګړې د دوام خبر ورکړ، خو روسیې په دغه ساحه کې د یوه کلي د نیولو ادعا وکړه.

د اوکراین جګړه ۱۲مې میاشتې ته داخلېدونکې ده او غربي چارواکو د روسیې د یرغل په وړاندې د مقابلې لپاره له اوکراین سره د نورو مرستو وړاندیز کړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ناټو سرمنشي: راتلونکو څو ورځو کې به فنلنډ رسماً د ناټو غړی شي

د فنلنډ بيرغ

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، په څو راتلونکو ورځو کې به فنلنډ رسما د ناټو غړی شي.

هغه نن په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د ناټو په مرکز کې د فنلنډ د بیرغ راځړېدو ته سترګې په لار دی.

نوموړي زیاته کړې، په ګډه به قوي او خوندي یو.

له اږودې مودې وروسته ترکیې د پنجشنبې په ورځ له ناټو سره د فنلنډ د یو ځای کېدو پر وړاندې خنډ ليرې کړ.

ستولتنبرګ په یوه بېل بیان کې ویلي، چې فنلنډ قوي ځواکونه، پرمختللي ظرفیتونه او قوي دموکراتيکي ادارې لري.

ټاکل شوې ده، د ناټو د بهرنیو چارو وزیران راتلونکې اوونۍ په بروکسل کې سره وګوري، هغه ځای چې تمه ده په ناټو کې به د فنلنډ غړیتوب په رسمي ډول تایید او عملي شي.

نن د هندوستان د کرېکټ ستر سوداګريز ليګ 'ايې‌پي‌ال' سيالۍ پيليږي

انځور - ارشيف

د هندوستان د کرېکټ ستر سوداګریز لیګ (ايې‌پي‌ال) نن (جمعه) د دې هېواد په احمد اباد ښار کې پیلیږي.

په لومړنۍ لوبه کې به د تېر کال اتله لوبډله ګجرات ټایټنز د چینای سوپر کینګز پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

سږ کال په دې لیګ کې پینځه افغان لوبغاړي هم لوبه کوي.

د ايې‌پي‌ال په سیالیو کې لس لوبډلې سره سیالي کوي چې هره لوبډله به ۱۴ لوبې ترسره کړي.

د افغان لوبغاړو له ډلې به راشدخان او نور احمد د ګجرات ټایټنز په لوبډله کې ولوبیږي.

دغه راز رحمن الله ګربز د کلکته نایټ رایډرز، فضل حق فاروقي د سن رایزر حیدر اباد او نوین‌الحق د لکنو سوپر جاینټز په لوبډلو کې شامل دي.

نوین‌الحق په لومړي ځل دې لیګ کې پېرل شوی دی.

د ویلو ده چې د هندوستان غوره لیګ (ايې‌پي‌ال) به د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شي او پایلوبه به یې د مۍ په ۲۱مه نېټه وي.

پر اوکراين د روسيې د يرغل ۴۰۰ ورځې پوره شوې

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي پر اوکراین د روسیې د یرغل د ۴۰۰مې ورځې په مناسبت ویلي، هېواد یې نورو اقداماتو ته ځان تیاروي.

زلنسکي تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې د روسیې پوځي عملیاتو خلاف کوم اټکل ته اشاره ونه‌کړه.

د اوکراین ولسمشر ویلي پر اوکراین د روسیې د یرغل چې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شوی، ۴۰۰ ورځې واوښتې.

د هغه په وینا اوکراین، د خارکیف سیمې او خرسون ښار د ځینو برخو د بېرته نیولو دغه راز د بخموت او دونباس سیمې د دفاع لپاره اوږده لار وهلې ده.

که څه هم د اوکراین پوځي قوماندانانو ویلي، چې د پوځي عملیاتو ضد اقدامات دومره لیرې نه‌دي، خو زلنسکي څو ورځې مخکې ویلي وو، چې کییف تر لویو عملیاتو مخکې کافي وسلو ته په تمه دی.

د ترکیې پارلمان پرون په ناټو کې د فنلنډ د غړیتوب غوښتن‌لیک تصویب کړ

د ترکيې پارلمان، ارشيف

له دې سره په دې غربي پوځي ايتلاف کې د غړیتوب لپاره د فنلنډ په وړاندې د اوږدې مودې خنډ لیرې کړای شو.

د ترکیې د پارلمان ټولو ۲۷۶ حاضرو غړو د فنلنډ په پلوي رایه ورکړه.

تر دې څو ورځې مخکې د هنګري پارلمان هم ورته مثبته رایه ورکړې وه.

د دې لپاره چې په ناټو کې نوی هېواد د غړي په توګه ورزیات شي، د دې تړون د دېرشو غړو د رایو اتفاق ته اړتیا ده.

ترکیه او هنګري د ناټو دوه وروستي غړي هېوادونه وو، چې په دې تړون کې یې باید د فنلنډ غړیتوب ته رایه ورکړي وای.

په ناټو کې د سویډن د غړیتوب موضوع لا هم لاینحله پاتې ده، چې هم ترکیه او هم هنګري د شنه څراغ ښوولو په برخه کې له ځانه مقاومت ښيي.

محمد بن زايد خپل مشر زوی د ابوظبۍ وليعهد وټاکه

محمد بن زايد

د متحده عربي اماراتو دولتمشر او د ابوظبي واکمن محمد بن زاید خپل مشر زوی د ابوظبي ولیعهد وټاکه.

محمد بن زاید یو کال پخوا د متحده عربي اماراتو د دولتمشر په توګه دنده پیل کړه.

د متحده عربي اماراتو د رسنیو د راپور له‌مخې، د محمد بن زاید ورور، شیخ منصور بن زاید آل نهیان د اماراتو د مرستیال دولتمشر په توګه ګومارل شوی دی.

اذربايجان په تل ابيب کې خپل سفارت پرانيست

د اذربايجان بيرغ

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر(الي کوهن) له خپل اذربایجاني ساري سره په کتنه کې د ایران پر ضد له باکو سره د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیحون بایراموف، چې په لومړي ځل اسرائیل ته تللی، د چهارشنبې په ورځ په تل ابیب کې د خپل هېواد سفارت پرانیست.

کوهن پرون (پنجشنبه) له بایراموف سره په تل ابیب کې د خبرو په مهال وویل، اسرائیل او اذربایجان له یو شان ګواښونو سره مخامخ دي او د ایران د خطر په اړه هم دواړه یو شان درک لري.


د پاکستان د ماليې وزيره: د باور نشتوالي د پيسو له نړيوال صندوق سره موافقه ځنډولې

د پاکستان د مالیې لپاره د دولت وزیره عایشه غوث

د پاکستان د مالیې لپاره د دولت وزیره عایشه غوث وايي، د پیسو له نړیوال صندوق سره د پور په اړه موافقه د باور د نشتوالي له کبله ځنډېدلې ده.

پاکستان، چې اقتصادي وضعیت یې خراب دی او پورونو ته اړتیا لري، له ډېرې مودې راهیسې د پیسو له نړیوال صندوق سره په خبرو بوخت دی چې پور ترلاسه کړي.

عایشې غوث پرون د پاکستان د پارلمان یوې کمېټې ته وویل، حاضردمه د پور مسله د اعتماد نشتوالي ځنډولې ده.

پاکستان وايي چې، د پیسو له نړیوال صندوق څخه د شپږ نیم میلیارد ډالره پور د اخیستلو لپاره یې د دغه صندوق یو شمېر شرطونه پوره کړي دي.

د عدالت نړيوالې محکمې د ضبط شويو ۲ ميليارد ډالرو ازادېدو په اړه د ايران غوښتنه رد کړه

د ايران بيرغ، ارشيف

د عدالت نړیوالې محکمې یا (ای سي جې) پرون (پنجشنبې) د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري د ایران د مرکزي بانک د نږدې ۲ میلیارد ډالره ضبط شویو پیسو د ازادولو لپاره د ایران غوښتنه رد کړه.

دې محکمې، چې د هالنډ په هاګ کې ده وویل، د نیویارک په سیټي بانک کې د یو میلیارد ډالره بانډونو او د هغو د سود په اړه د قضايي پرېکړې صلاحیت نه‌لري.

محکمې په عین حال کې ویلي چې، د امریکا متحدو ایالتونو د ځینو ایرانیانو او شرکتونو، چې شتمنۍ یې ضبط شوي دي، له حقونو سرغړونه کړې ده.

روسيې د والسټريټ ژورنال يو خبريال د جاسوسۍ په تور نيولی

ارشيف

د روسیې د فدرالي امنیت مسوولينو نن ویلي چې، د یکاترینبورګ ښار په اورال سیمه کې یې د والسټریت ژورنال ورځپاڼې یو خبریال د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د والسټریټ ژورنال دغه خبریال ایوان ګرشکویچ (Evan Gershkovich) له څو اونیو را په دې خوا، له یاد ښاره د اوکراین د جګړې او د واګنر اجیرې ډلې په تړاو د روسانو د نظرونو په اړه راپورونه ورکول.

د روسیې د فدرالي امنیت د خدماتو څانګې (ایف.ایس.بي) په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې، ایوان ګرشکویچ د امریکا په لارښوونه دغلته د روسیې د یوه پټ پوځي صنعتي شرکت په تړاو معلومات راټولول.

د اعلامیې له‌مخې د دغه خبریال په وړاندې د جاسوسۍ یوه دوسیه پرانيستل شوې ده.

تر اوسه امریکایي چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

پاکستان کې د څلورو پوليسو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی

د پاکستان پوځيان، ارشيف

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د پولیسو پر پوسته وسله‌وال برید کې او د سړک غاړې بم په چاودنه کې د یو افسر په ګډون څلور پولیس وژل شوي او شپږ ژوبل دي.

د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید خان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل، وړمه شپه وسله‌والو د پولیسو پر پوسته برید وکړ چې، پنځه سرتېري په‌کې ټپیان شول.

هغه زیاته کړه، د لکي مروت د پولیسو مرستیال سرپرست اقبال مومند له نورو سرتېرو سره د پېښې ځای ته روان و چې موټر يې د سړک پر غاړه ښخ شوی ماین باندې وربرابر شو.

د حمید خان په خبره، په دې برید کې د مومند په ګډون څلور پولیس ووژل شول او یو ټپي دی.

د بریدونو مسولیت تر اوسه کوم چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې په دې وروستیو کې وسله‌وال بریدونه زیات شوی چې ډېر وخت يې مسولیت تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي پر غاړه اخیستی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG