د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

بلېنکن: ښايي د کريملين پر وړاندې د بغاوت پايلې څو مياشتې دوام وکړي


USA-CHINA/BLINKEN
USA-CHINA/BLINKEN

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وایي، که څه هم داسې ښکاري چې د اوس لپاره د کریملین پر وړاندې کړکېچ کم شوی، خو په وړاندې یې د وسله‌وال بغاوت پایلې کېدای شي څو میاشتې دوام وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر پرون یکشنبې این بي سي نیوز چینل ته وویل: "زه فکر کوم چې موږ د روسیې په مخ کې نور درزونه لیدلي دي. موږ هر ډول نوې پوښتنې لرو چې پوتین به ورته په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې ځواب ووایي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له این بي سي نیوز سره په جلا مرکه کې وویل، چې د کریملین ستونزې به احتمالاً له اوکراین سره د روسیې د یرغل په وړاندې دفاع کې مرسته وکړي.

بلېنکن زیاته کړه، دا چې روسان پرېشانه او وېشل شوي، دا ښایي د اوکراین پر وړاندې د دوی یرغل لا ستونزمن کړي.

هغه زیاته کړه: "د ده په باور دا واضح ده، موږ وینو چې درزونه د رابرسېره کېدو په حال کې دي، دا چې نتیجه به یې څه وي، ګرانه ده چې په دې اړه څه وویل شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې له کریملین سره د شوې یوې هوکړې له مخې د واګنرپه نوم د اجیرو وسله‌والو د ډلې مشر یوګیني پریګوژین چې د مسکو پر لور یې وسله‌وال مارش پیل کړی و، له روسیې بېلاروس ته ځي.

د دغې هوکړې له مخې نوموړي خپلو وسله‌والو ته چې د مسکو پر لور روان و، امر وکړ چې له وړاندې تګ څخه ډډه وکړي.

د کریملین پر وړاندې د هغه د ۲۴ ساعتونو وسله‌وال بغاوت د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د خپلې څه باندې دوو لسیزو واکمنۍ په موده کې له ستر ګواښ سره مخامخ کړی و او هم یې په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې د پېښېدو خطر زیات کړی و.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين

کریملن تایید کړې، چې د شوې هوکړې له مخې پریګوژین بېلاروس ته ځي او د هغه په وړاندې به جنایي قضیه لغوه شي.

د دغې هوکړې له مخې، چې ویل کېږي د بیلاروس د واکمن الکساندر لوکه شینکو په منځګړیتوب شوې، د واګنر ډلې هغه وسله‌وال به چې د مسکو پر لور یې په مارش کې برخه اخیستې، نه مجازات کېږي.

د کریملن په وینا هغه وسله‌وال به چې په وسله‌وال بغاوت کې یې ګډون نه‌دی کړی، د روسیې د پوځ تر مستقیم کنټرول لاندې راځي، هغه څه چې پریګوژین په اوکراین کې د کریملین په ګټه د جګړې په مهال ورسره ډېر مخالفت کړی و.

د واګنرد ډلې وسله‌والو چې مشر یې شمېر ۲۵ زره کسان ښیي، پر اوکراین د کریملين د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له یرغل راهیسې په اوکراین کې د جګړې په لومړیو کرښو کې مهمه ونډه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG