د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

د بېلاروس ولسمشر: د واګنر ډلې مشر بېرته روسیې ته ستون شوی


د واګنر اجیرو جنګیالیو مشر یوګني پرګوژین
د واګنر اجیرو جنګیالیو مشر یوګني پرګوژین

د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو نن په یوه غونډه کې وویل چې د واګنر اجیرو جنګیالیو مشر یوګني پرګوژین بېرته روسیې ته ستون شوی دی.

یوګني پرګوژین د لږې مودې لپاره په بېلاروس کې و.

الکساندر لوکاشینکو په دې اړه نن د یوې غونډې پر مهال وویل: "تر هغه ځایه چې زه پوهېږم، تر نن سهار پورې، جنګیالي د واګنر خورا جدي جنګیالي په خپلو دایمي کمپونو کې دي. د یوګیني پریګوژین 'په څنګ کې ښکاري' یا ویکتوروویچ په اړه ، که پوښتئ؟ هغه په سینټ پیټرزبورګ کې دی. نن سهار هغه چېرته دی؟ کېدای شي مسکو یا بل کوم ځای ته به تللی وي، خو د بېلاروس په خاوره کې نه شته."

د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو
د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو

د لوکاشینکو په اړه ویل کېږي، چې یوګني پرګوژین ته له ځای ورکولو سره یې ظاهراً په روسیه کې د یوه کورني کړکېچ مخه ونیوله.

د واګنر جنګیالیو کابو دوه اونۍ وړاندې د جون په ۲۳مه، د روسیې روستوف ښار ونیوه او د دې ډلې مشر یوګني پرګوژین خپل ۲۵زره جنګیالي مسکو ته ور مارش کړل.

پرګوژین هغه وخت وویل چې غواړي دفاع وزیر سرګي شویګو او لوی درستیز والیري ګراسیموف بې واکه کړي، خو پرګوژین له دې هدف څخه لاس په سر شو او خپل جنګیالي یې بېرته وګرځول.

د روستوف ښار تصرف او مسکو ته د پرګوژین په قومانده د زرګونه جنګیالیو استولو، د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین غوسه پارولې وه . نوموړي پرګوژین په خیانت تورن کړ.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

خو پرګوژین هماغه وخت خپل ځواب ورکړ او ویې ویل چې ده خیانت نه دی کړی؛ بلکې د ده په خبره د پوځ ناسمه مشرتابه ده چې د اوکرایین په جګړه کې زرګونه پوځیان مري او پراخې سیمې له لاسه وځي.

د یوګني پرګوژین جنګیالي د اوکرایین په لومړۍ کرښه کې جنګېدل او د اوکراین ګڼې سیمې یې لاندې کړې.

د واګنر د اجیرې ډلې د مشر یوګیني پریګوژین وسله وال بغاوت، په روسیه کې د ولادمیر پوتین د څه باندې دوو لسیزو واکمني ته یو جدي ګواښ بلل شوی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG