د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د تور سمندرګي د غنمو تړون تمدید د سلګونه میلیونه خلکو لپاره حیاتي وبلل شو


اوکراین او روسیه په نړۍ کې د غلو دوه ستر صادرونکي هېوادونه دي.
اوکراین او روسیه په نړۍ کې د غلو دوه ستر صادرونکي هېوادونه دي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه یا 'آی آر سي' اندېښنه ښيي، که د تور سمندرګي د غنمو تړون ونه غځېږي له لوږې سره مخ هېوادونه به له سختو ناورینونو سره مخ شي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یوه تازه بیان کې د تور سمندرګي د غنمو د تړون تمدید د نږدې درې نیم سوه میلیونو خلکو د ژوند لپاره خورا حیاتي بللی دی.

دې کمېټې اندېښنه ښودلې چې د یاد تړون موده په پای ته رسېدو ده او که د جولای تر ۱۷ بیا تمدید نه شي نو له لوږې سره مخ هېوادونه به ترې سخت اغېزمن شي.

د تور سمندرګي د غنمو تړون ۲۰۲۲ کال پر اوکراین د روسیې د یرغل پر مهال د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب لاسلیک شو چې له مخې یې د اوکراین غلې او خوراکي توکي په خوندي توګه د نړۍ نورو سیمو ته انتقالېږي.

دا تړون څو واره لنډمهالی غځېدلی او اوس په پای ته رسېدو دی.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې په دې اړه په یوه بیان کې پرون یاده کړې چې د تور سمندرګي د غنمو د نوښت په اساس تېر کال په نړۍ کې د خوراکي توکو نرخونه لږ څه ثابته پاتې شول.

د دې تړون په اساس د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' له لارې افغانستان، ایتوپیا، کینیا او سومالیا ته شپږ لکه او پنځه ویشت زره ټنه غلې او خوراکي توکي انتقال شول.

دا د نړۍ هغه هېوادونه ده چې سلګونه میلیونه کسان په‌کې له لوږې سره مخ دي.

د راپورونو له مخې افغانستان کې د لوږو خلکو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده.

په افغانستان کې د یوې نانوايي مخې ته بې وزله مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021
په افغانستان کې د یوې نانوايي مخې ته بې وزله مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021

د ملګرو ملتونو یوه راپور څه وخت مخکې بیان کړه چې سږ کال په افغانستان کې د لوږو خلکو په شمېر پنځه لکه نور کسان هم زیات شوي چې په اساس یې له لوږې سره مخ او مرستو ته د اړمنو کسانو ټول ټال شمېر په دې هېواد کې نږدې نهه ویشتو میلیونو ته پورته شوی دی.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې په بیان کې راغلي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل دوام د نړۍ ناورین ځپلي هېوادونه هم سخت اغېزمن کړي.

په تېره بیا چې تېره میاشت په اوکراین کې د روسیې د یوه برید په نتیجه کې د خاکوفکا لوی بند مات شو چې له امله یې د اوکراین د کرنې سکتور ته یو بل نه جبرانېدونکی تاوان ور واړاوه او احتمالاً د نړۍ نور هېوادونه به یې هم ژر له پایلو اغېزمن شي.

XS
SM
MD
LG