د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

اوکراین جګړه کې د روسیې تلفات؛ نږدې ۵۰زره روسي سرتېري وژل شوي


ارشیف: د اوکراین جګړه کې د روسي ځواکونو یو ویجاړ شوی ټانګ
ارشیف: د اوکراین جګړه کې د روسي ځواکونو یو ویجاړ شوی ټانګ

د یوې لومړنۍ خپلواکې ارزونې پایلې ښيي چې د اوکراین په جګړه کې نږدې ۵۰زره روسان وژل شوي دي.

په دغې ارزونه کې چې اوکراین کې د مسکو د رښتیني انساني بیې یو راز ښکاره شوی، د روسیې له دولتي ارقامو او یوشمېر نورو سرچینو استفاده شوې ده.

دا ارزونه داسې مهال خپره شوې چې د اسوشېټېډپرېس اژانس په وینا، کیيف او مسکو په جګړه کې د خپلو سرتېرو د مرګژوبلې معلومات په وخت نه شریکول.

نوې خپره شوې احصایوي ارزونه د روسیې د دوو خپلواکو رسنیزو بنسټونو میډیازونا او مېدوزا له‌خوا چې په تبعید کې فعالیت کوي، ترسره شوې.

میډیازونا د بي‌بي‌سي له روسي څانګې سره په ګډه د رضاکارانو د یوې شبکې په مرسته د خپلې احصایې لپاره د ټولنیزو رسنیو له پوسټونو او د قبرونو له لوحو او انځورونو ګټه اخیستې ده.

له دغې لارې د همدې جولای میاشتې تر ۷مې نېټې د ۲۷۴۲۳ روسي سرتېرو مړینه مشخصه شوې.

پر دې سربېره د احصایې د راټولولو پر مهال د میراث د ثبت دفترونو ته هم مراجعه شوې چې ښيي، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳م کال کې د هغو کسانو د میراث قضیې د پام وړ زیاتوالی ښيي چې سنونه یې د ۱۵ او ۴۹ کلونو ترمنځ دي.

د روسیې خپلواکو رسنیو میډیازونا او میدوزا د جرمني د توبینګن پوهنتون د یوه څېړونکي دیمیتري کوبک په همکارۍ موندلې چې، پر اوکراین د روسیې د جګړې له پيله نږدې ۵۰زره روسان وژل شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت سملاسي د دغې خپرې شوې ارزونې په اړه تبصره نه‌ده کړې.

د روسیې خبریالان او فعالان وایي، په دغه هېواد کې د پوځي مرګژوبلې په اړه راپور ورکونه له ډېرو ننګونو سره مخامخ ده او هغه څوک چې دا کار کوي، ځورول کېږي او له جنایي احتمالي تورونو سره مخامخېږي.

تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزارت د اوکراین د جګړې په یوه کال کې د شاوخوا ۴۳ زره روسانو د وژنې یادونه کړې، خو په تېره فبروري میاشت کې د برېتانیا دفاع وزارت وویل، د اوکراین په جګړه کې به په تقریبي ډول د څلوېښتو او شپېتو زرو په شاوخوا کې روسان وژل شوي وي.

روسیې بیا تر دې وړاندې د اوکراین په جګړه کې د خپلو شپږ زره سرتېرو وژنه تایید کړې ده.

په نوې ارزونه کې ویل شوي چې لا هم یو شمېر روسان تري تم دي چې مړینه یې تایید نه‌ده او ترڅنګ یې ویل شوي چې، په ارزونه کې د هغو اوکرایني اتباعو مړینه هم نه‌ده شامله چې په لوهانسک او دونتڅک سیمو کې د روسي ځواکونو ترڅنګ جنګېږي.

XS
SM
MD
LG