د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

جرمني اوکراین ته د خوشه‌یي مهماتو له استولو سره مخالفت کړی


خوشه يي بمونه
خوشه يي بمونه

جرمني اوکراین ته د خوشه‌یي مهماتو له استولو سره مخالفت کړی.

د جرمني د بهرنیوچارو وزیره وايي چې هېواد یې اوکراین ته د خوشه یي مهماتو د استولو مخالف دی.

انالینابایربوک دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې امریکايي چارواکو وویل، غواړي کییف ته دا وسلې چې د ملکي وګړو د وژنې په خاطر د نړیوالو له خوا غندل کېږي، چمتو کړي.

د بشري حقونو ډلو له دې اقدام سره مخالفت کړی او مېرمن بایربوک وویل، جرمني چې د ۱۱۱ هېوادو په ډله کې د کلسټر مهماتو د نه کارولو لپاره د اوسلو د کنوانسیون غړی دی، هم د دې کار مخالفت کوي. متحدوایالتونه د دې کنوانسیون غړیتوب نه لري.

له مېرمن بایربوک څخه د اقلیم په اړه په ویانا کې په جوړه شوې غونډه کې د امریکايي چارواکو د څرګندونو په اړه وپوښتل شول دې په ځواب کې خبریالانو ته وویل چې جرمني د اوسلو پر موافقه عمل کوي.

د جرمني د بهرنیوچارو وزیره انالینا بایربوک
د جرمني د بهرنیوچارو وزیره انالینا بایربوک

د نوموړې اشاره د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د ۲۰۰۸ کال موافقې ته وه چې د خوشه‌یي مهماتو پر کارولو، زېرمه کولو، تولید او لېږد بندیز لګوي.

متحدوایالتونو ویلي چې اوکراین ته د خوشه‌یي مهماتو استول تر جدي غور لاندې دي، خو تراوسه یې اعلان کړی نه دی. ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د لېتوانیا په پلازمېنه ویلینوس کې د ناټو سرمشریزه جوړه شي او اټکل کېږي چې بحثونه به یې تر ډېره د اوکراین جګړې ته ځانګړې وي.

د بشري حقونو د څار ټولنې هیومن رایټس واچ پر روسیې او اوکراین غږ کړی د خوشه‌یي مهماتو کارول بند کړي او له متحدایالتونو څخه یې هم غوښتي چې دوی ته دې دا ډول وسلې نه ورکوي.

دې ټولنې یادونه کړې چې روسيې او اوکراین دواړو له دې ډول وسلو کار اخیستی دی او په اوکراین کې یې ملکي وګړي هم وژلي دي.

خوشه‌يي مهمات هغه بمونه یا توغندي دي چې په منځ کې یې نور واړه بمونه ځای پرځای کېږي او چې وکارول شي نو دا واړه بمونه شاوخوا خورېږي او په یوه پراخه ساحه کې خلک وژني او هرڅه له منځه وړي. دا ډول بمونه تر ټولو زیاته مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اړوي.

همداراز د دې مهماتو د منځ کوچني بمونه چې له خوشې کېدو وروسته لا نه وي چاودلي، د اوږدې مودې لپاره پاتې کېدای شي او د جګړو له پای ته رسېدو وروسته هم ملکي وګړو ته لوی ګواښ پېښولای شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG