د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

زیلنسکي: ناټو دې د اوکراین د غړیتوب غوښتنې په اړه مثبته سیاسي پرېکړه وکړي


ارشیف: د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره د لیدنې پرمهال
ارشیف: د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره د لیدنې پرمهال

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي وايي، د دې وخت رارسېدلی چې ناټو په دې تړون کې د اوکراین د غړیتوب په اړه مثبته پرېکړه وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي یو ځل بیا له ناټو وغوښتل چې جولای میاشت په خپله غونډه کې د کییف د غړیتوب د غوښتنې په اړه 'مثبته سیاسي پریکړه' وکړي.

پرون د مې ۱۵مه د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د ۲۰۲۳ کال د ډیموکراسۍ غونډې ته په خپله ویډیويي وینا کې زیلنسکي وویل، د دې وخت رارسېدلی چې په اروپا کې تر ټولو ستر امنیتي ناڅرګندتیا له منځه یوسو، هغه دا چې په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په اړه د مثبت سیاسي تصمیم وخت رسېدلی.

تر اوسه پورې د اوکراين لوېديځو متحدينو اوکراين ته وسلې ورکړي چې د روسيې له ناموجه تېري سره مبارزه وکړي.

اوکرایني ځواکونه د روسي یرغل پر وړاندې د جګړې پرمهال
اوکرایني ځواکونه د روسي یرغل پر وړاندې د جګړې پرمهال

خو کییف د راتلونکي لپاره قوي امنیتي تضمین غواړي او هیله لري چې د ناټو په پوځي اتحاد کې شامل شي.

په ورته وخت کې، د ناټو تړون عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، پرون د ویډیو کنفرانس له لارې له بروکسل څخه په کوپنهاګن کې د 'ډیموکراسۍ ۲۰۲۳' غونډې ته وویل: "کله چې د غړیتوب خبره راځي، زه تمه لرم چې د ناټو متحدین او غړي هېوادونه به ووایي چې اوکراین به د دې اتحاد غړی شي. دا غوښتنه د هغه هېواد د مشرانو له‌خوا څو ځله راپورته شوې او ټول غړي موافق دي چې اوکراین حق لري خپل مسیر وټاکي. هو، دا په مسکو پورې اړه نه‌لري چې پرېکړه وکړي چې اوکراین باید څه وکړي، دا د اوکراین او د ناټو د ۳۱ متحدینو پورې اړه لري چې د غړیتوب په اړه پرېکړه وکړي. البته د ناټو دروازې خلاصې دي."

ینس سټولټنبرګ دا هم وویل، تمه لري د اوکراین لپاره په څو کلن پروګرام موافقه وکړي چې څنګه د شوروي د دورې معیارونو، اصولو او تجهیزاتو څخه د ناټو معیارونو، اصولو او تجهیزاتو ته د اوکراین په لېږد کې مرسته وکړي.

د سټولټنبرګ په وینا، بې له شکه دا کار به د ناټو له غړیتوب سره هم مرسته وکړي.

په همدې حال کې د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وان دیر لاین هم پرون په بروکسل کې د اروپايي شورا له مشر چارلس میشل سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، اتحادیه به تر هغه وخته د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي چې اړتیا وي.

پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شو، لا هم دوام لري او د دغه هېواد په ختیځ کې د سختو نښتو راپورونه ورکول کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG