د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

د اوکراین د جګړې ۵۰۰ ورځې؛ دغو ورځو کې تر ۹۰۰۰ ډېر ملکیان وژل شوي


د اوکراین ختیځ کې د روسي ځواکونو بریدونو کې د یوې ویشتل شوې ودانۍ ته اوښتي زیانونه. July 3, 2023
د اوکراین ختیځ کې د روسي ځواکونو بریدونو کې د یوې ویشتل شوې ودانۍ ته اوښتي زیانونه. July 3, 2023

د اوکراین محلي چارواکي وايي، د اوکراین په ختیځ کې پر لیمان ښار د روسیې په پرونۍ حمله کې د وژل شویو شمېر نهو او د ټپیانو ۱۲ ته رسېدلی دی.

د دونیڅک سیمې د پوځي ادارې مشر پاولو کیریچنکو ویلي، چې روسي ځواکونو پر لیمان ښار څو توغندي ویشتلي دي.

د هغه په وینا، په دې حمله کې تر ډېره د استوګنې بلاکونه په نښه شوي دي.

بل لوري ته راپور ورکړل شوی چې روسي ځواکونو پر ځینو اهدافو له دې ډلې د اوکراین په جنوبي ښار خرسون کې د کښتۍ جوړولو پر یوه کارخونه پرون او نن حمله کړې ده.

د دې سیمې پوځي ادارې ویلي، پر دغه ښار د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په سلګونو هاوانونه او نور مهمات لګېدلي دي.

د ازادې اروپا / ازادي راډیو نه‌شي کولی چې په هغو سیمو کې چې سختې جګړې روانې دي، د جګړو راپورونه په مستقل ډول تایید کړي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر په خپلو ورځنیو اطلاعاتو کې نن یکشنبه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۳۰ وسله‌والې نښتې شوي او په وینا یې د باخموت، لیمان، افدییفکا او مارینکا ښارونو په شاوخوا کې د سختو جګړو راپورونه وررسېدلي دي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل پرون شنبه ۵۰۰ ورځې پوره شوې، چې لا هم دوام لري.

د روسیې د یرغل له امله په باخموت کې ویجاړې شوې ودانۍ. June 15, 2023
د روسیې د یرغل له امله په باخموت کې ویجاړې شوې ودانۍ. June 15, 2023

ملګرو ملتونو ویلي چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې له پیله چې پرون یې ۵۰۰ ورځې پوره شوې، د ۵۰۰ ماشومانو په ګډون تر ۹۰۰۰ زیات ملکیان وژل شوي دي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر ښايي تر دې خورا زیات وي.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې یوه څېړنیز بنسټ په خپله ارزونه کې چې پرون یې خپره کړې ویلي، چې د اوکراین له هوډه ډک او ماهرانه مقاومت د دې سبب شوی، چې روسیه ونه کړای شي، په اوکراین کې خپل یو هدف هم ترلاسه کړي.

دغه انستیتیوت زیاته کړې، چې کییف د جګړې د لومړۍ کرښې په زیاتو برخو کې خپل تهاجمي عملیات پیل کړي او په وینا یې د روسي ځواکونو زیات تمرکز په اوکراین کې پر اشغال شویو سیمو دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG