د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

زیلینسکي د روسانو له لوري بندي کړي قوماندانان اوکراین ته بیولي


د اوکراین ولسمشر دغه قوماندانان له ترکیې څخه کییف ته بیولي. دا قوماندانان تېر کال له روسیې سره د بندیانو د تبادلې د یوې معاملې په اساس په ترکیه کې استوګنې ته مجبور شوي وو.
د اوکراین ولسمشر دغه قوماندانان له ترکیې څخه کییف ته بیولي. دا قوماندانان تېر کال له روسیې سره د بندیانو د تبادلې د یوې معاملې په اساس په ترکیه کې استوګنې ته مجبور شوي وو.

د اوکراین ولسمشر د آزوفستال پوځي قوماندانان چې روسانو اسیر کړي وو، له ترکیې څخه له ځان سره خپل هېواد ته راوستل.

د اوکراین ولسمشر پرون هغه مهال چې له ترکیې څخه خپل هېواد ته ستنېده په ماریوپول ښار کې د اوکراین د پوځ پنځه پخواني قوماندانان هم ورسره وو.

دا قوماندانان تېر کال له روسیې سره د بندیانو د تبادلې د یوې معاملې په اساس په ترکیه کې استوګنې ته مجبور شوي وو.

د ماریوپول قوماندانو ته د روسیې پر وړاندې د جګړې د اتلانو په سترګه کتل کېږي ځکه پروسږ کال یې د ماریوپول د بندر د دفاع مشري کوله.

دا د اوکراین تر ټولو لوی ښار و چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین له غیرموجه یرغل وروسته تر ولکې لاندې راوست.

د ماریوپول زرګونه ملکي وګړي په هغو حملو کې ووژل شول چې د روسیې پوځي ځواکونو د درې میاشتنۍ کلابندۍ پرمهال پر دې ښار وکړې او په نتیجه کې یې دا ښار هم ویجاړ شو.

د ماریوپول اوکرایني مدافعان د آزوفسټال د فولادو د فابریکې په ټونلونو او سنګرونو کې ځای پرځای شوي وو او د روسیې د حملو پر وړاندې یې کلک مقاومت کاوه تر څو چې د تېرکال په مې میاشت کې کییف هغوی ته د تسلیمېدو امر وکړ او دوی ځانونه روسي ځواکونو ته وسپارل.

په ماریوپول کې د روسي ځواکونو په بریدونو کې ویجاړې شوې ودانۍ. February 15, 2023
په ماریوپول کې د روسي ځواکونو په بریدونو کې ویجاړې شوې ودانۍ. February 15, 2023

مسکو د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د ماریوپول یوشمېر مدافعان د ترکیې به منځګړتوب د ځانګړو شرایطو په اساس د اسیرانو د تبادلې د یوې موافقې په ترڅ کې تبادله کړل.

د همدې شرایطو پر اساس یو شمېر قوماندانان په دې مکلف شول چې په ترکیه کې پاتې شي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ په استانبول کې له خپل ترک سیال رجب طیب اردوغان سره تر کتنې وروسته وویل چې دا اتلان به هېواد ته د ستنېدو پرمهال له ځان سره راولي.

زیلینسکي بېګا پر خپله ټلېګرام پاڼه ولیکل چې اوکرایني پوځیان دنیس پروکوپنکو، سویاتو سلاو پالامار، سرهي وُلینسکي، اولېه ښومنکو او دنیس شلېها به بلاخره له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

هغه یوه لنډه ویډیو هم خپره کړې ده چې دی او یوشمېر چارواکي الوتکې ته د له پورته کېدو مخکې د روغبړ او په غېږو کې د یوبل د نیولو پرمهال ښيي.

ډېری اوکراینیانو پر تولنیزو شبکو د دې پرمختګ هرکلی کړی.

اوکرایني جګړن ماکسیم ژورین چې اوسمهال د دې هېواد په ختیځ کې د روسيې د یرغل پر وړاندې جګړه کوي، پر خپله ټلېګرام پاڼه دې سرتېرو ته مبارکي ویلې او لیکلي دي چې، بالاخره یې دا ښه خبر واورېد.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG