د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

اروپايي ټولنه اوکراین ته د نږدې ۵۰ ميلیارد یورو په اندازه د مرستې وړاندیز کوي


د اروپايي ټولنې او اوکراین بیرغونه
د اروپايي ټولنې او اوکراین بیرغونه

اروپايي ټولنه وايي، اوکراین ته د راروانو څلورو کلونو لپاره د نږدې ۵۰ ميلیارد یورو په اندازه د مرستې وړاندیز کوي.

د اروپايي کمېسیون مشرې له اوکراین سره د اروپايي ټولنې د مرستو د دوام ژمنه وکړه او ویې ویل چې د مرستې لپاره د زیاتې بودیجې برابرول دې ته زمینه برابروي، چې له اوکراین سره کېدونکې مرستې په سیمه کې تحولاتو ته په پام سره تنظیم شي.

اورزلا وان دیرلین پرون سې شنبه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په دې اړه په خبرو کې وویل: "موږ د څلورو کلونو لپاره د ۵۰ میلیارد یورو یا (۵۴ اعشاریه ۶ میلیارد ډالرو) په اندازه د مالي مرستې د ورکړې وړاندیز کوو. دغه بسپنه کې پورونه او بلاعوضه مرستې شاملې دي او دا امکان برابروي، چې موږ واقعاً له اوکراین خپل مالي ملاتړ د سیمې تحولاتو ته په پام سره عیار کړو، ځکه موږ ټول پوهېږو چې یوه جګړه تر ټولو زیات انعطاف ته اړتیا لري."

په همدې حال کې د اوکراین دفاع وزارت پرون سې شنبه اعلان وکړ، چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه په پام کې لري، چې روان میلادي کال د اوکراین د وسله والو ځواکونو ۳۰زره غړي، په ځانګړي ډول د ځمکنۍ دفاع قطعات وروزي.

اوکرایني ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه کې
اوکرایني ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه کې

دا په داسې حال کې ده، چې پرون سې شنبه د روسیې د جنوب لوېدیځې سیمې تامبوف د بارودو د تولید په یوه فابریکه کې چاودنه وشوه او څلور کسان یې ووژل.

د روسیې د عاجلو خدماتو ادارې ویلي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۲ نور کسان ټپیان شوي دي.

د دې سیمې والي ماکسیم یګوروف د ورانکارۍ احتمال رد کړی او وايي، دغه چاودنه 'بشري عوامل' لري.

د تامبوف د بارودو د تولید فابریکه د تامبوف مرکز ته نږدې په کوتوفسک ښار کې پرته ده، چې د روسیې د صنعتي تولیداتو مهم تاسیسات په کې دي.

دغه فابریکه د پیروکسیلین په نوم بارود تولیدوي، چې په بېلابېلو وسلو او مرمیو کې کارول کېږي او د روسیې پوځ دغه مهمات د اوکراین په جګړه کې کاروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG