نړۍ
امریکا له اوکراین سره د ۲۰۵ میلیونه ډالرو نوې مرسته اعلان کړه
د امریکا متحد ایالتونو له اوکراین سره د ۲۰۵ میلیونه ډالرو نوې مرسته اعلان کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن تېر ماښام په یوه بیان کې وویل چې دا مرستې د اساسي خدماتو لپاره دي لکه د خوړو، اوبو، روغتیایي چارو، پوهنې او د داسې نورو شیانو لپاره چې ډېر اړین دي.
بلېنکن زیاته کړه چې دا مرستې به هغو خلکو ته د خپلو کورنیو له غړیو سره د تماس نیولو زمینه هم برابره کړي چې د جګړې له امله خواره واره شوې دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د ۲۰۲۲م کال د فبروري له میاشتې راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی تر پنځه میلیونه ډېر اوکراینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو توندلاري کاندید "علریضا زاکاني" له کاندیداتورۍ تېر شو
په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو توندلاري کاندید علریضا زاکاني پرون په دغو ټاکنو کې له خپلې کاندیداتورۍ د تېرېدو اعلان وکړ.
دا دویم کاندید دی چې له سبانیو ټاکنو د لاس پر سر کېدو اعلان کوي.
تر دې مخکې بل کاندید امیر حسن قاضيزاده هاشمي د یوه تندلارې کاندید په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ د تېرېدو اعلان کړی و.
قاضيزاده چې د ایران د مړ شوي ولسمشر ابراهیم رییسي مرستیال و، د چهارشنبې په ورځ يې وویل: "دا کار يې د سپاه پاسدارن ځواکونو د یووالي" په موخه کړی دی.
د ولسمشرۍ ټاکنو د پنځو نوماندانونو له ډلې یوازې مسعود پزشکیان اصلاح غوښتونکی او منځلاری دی.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر امیرحسین عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د مې میاشتې پر ۱۹مه د یوې څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه مړه شول.
اسراییلو ته د امریکايي پرمختللو وسلو د ورکړې برخه کې پرمختګونه شوي
امریکا او اسراییلو پرون چهارشنبې د جون۲۶ وویل، اسراییلو ته د امریکايي پرمختللو وسلو او ممهاتو د محمولو د ورکړې په برخه کې پرمختګونه شوي دي.
دا پرمختګ وروسته له هغې دی چې د اسراییلو صداعظم بنیامین نتنیاهو په ښکاره ولسمشر بایډن دې هېواد د وسلو د لېږد د پروسې په ورو کولو تور کړ.
د اسراییلو د دفاع وزیر یوان ګالانټ په تېرو درېیو ورځ کې په واشنګټن کې له لوړپورو امریکايي چارواکو سره کتلي دي.
هغه د امریکا د ملي امنیت د لوړپوري سلاکار جیک سالیوان سره له کتنې وروسته وویل: "په کتنو کې د پام وړ پرمختګونه شوي او ځنډونه لرې شوي دي."
د امریکا متحده ایالاتونو د روان کال د مې په پیل کې اسراییلو ته د هغو محمولو ورکړه وځنډوله چې د نورو وسلو سربېره ۹۰۰ کیلو ګرامي بمبونه هم په کې شامل وو، له دې سربېره جوبایډن پر اسراییلو فشار راوړه چې پر رفع ښار پراخ پوځي بریدونه ترسره نه کړي.
د ایران د ولسمشرۍ نوماند "امیرحسن قاضي زاده هاشمي" له خپلې نوماندۍ تېر شو
امیرحسن قاضي زاده هاشمي د ایران په ټاکنو کې د یوه تندلاري نوماند په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شو.
قاضي زاده، چې د ایران د مخکېني مړ شوي ولسمشر ابراهیم رییسي مرستیال و، د چهارشنبې په ورځ د جون۲۶مه يې وویل: "دا کار يې د انقلابي ځواکونو د یووالي په موخه کړی دی."
د پنځو نوماندانونو له ډلې یوازې مسعود پزشکیان چې اصلاح غوښتونکی او منځلاری دی، د ایران د جون میاشتې د ۲۸مې په ټاکنو کې ګډون کوي.
ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر امیرحسین عبداللهیان او یو شمېر نور چارواکي د مې میاشتې په ۱۹مه د یوې هیلیکوپټرې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول.
امریکا: په کییف کې د اتشې د مړینې تر شا هېڅ توطیه نه شته
وروسته له هغې چې د اوکراین د پلازمېنې کییف په یوه هوټل کې د امریکا د سفارت د یوه اتشې جسد پیدا شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې مړینې تر شا "هېڅ توطیه" نهشته.
د دې وزارت ویاند متیو مېلر پرون ناوخته د جون۲۶مه د اوکرایني رسنیو راپورونو ته په ځواب کې ویلي: "هغوي پوهېږئ چې د دې اتشې مړینه په طبیعي ډول وه او د توطیې هېڅ نښه نهشته."
د اوکراین سترانه یواې(Strana UA) رسنۍ د لومړی ځل لپاره د دې کس د مړینې خبر په کییف کې د امریکا له سفارته ورکړ.
د یوې سرچینې په حواله ویل شوي چې دې مړ شوي کس د وینې لوړ فشار درلود.
بایډن او ټرمپ د ولسمشرۍ انتخاباتو د مناظرې لپاره تیاری نیسي
د امریکا ولسمشر او د دیموکرات ګوند نوماند جوبایډن او د امریکا پخوانی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالد ټرمپ نن د جون ۲۷مه د ۲۰۲۴م کال د ولسمشرۍ انتخاباتو د تاریخي مناظرې لپاری تیاری نیسي.
د فرانس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د دغو دوو نوماندانو دا مناظره داسې مهال کېږي چې میلیونونه امریکايي رایه ورکوونکي به د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو زوړ ولسمشر او یو محکوم شوي مجرم ترمنځ د بحث شاهدان وي.
په دې ټاکنیز پړاو کې د نوماندانو ترمنځ یوازې دوه دا ډول جنجالي مناظرې ترسره کېږي چې د نن ورځې مناظره د امریکا په ټاکنو کې مهمه پېښه ده.
خواجه آصف: امریکا د پاکستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د امریکا د استازیو جرګې پر هغه پرېکړهلیک انتقاد کړی چې په پاکستان کې د فبرورۍ د میاشتې په عمومي انتخاباتو کې یې د بې نظمیو د ادعاوو په اړه د یوې خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې دغه انتخابات چې په نتیجه کې یې هېڅ یو ګوند ونه توانېد چې په یوازې توګه اکثریت ترلاسه کړي، له تاوتریخوالي، د ټیلیفوني او نورو ټولنیزو شبکو د بندېدو او د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان د ګوند لهخوا د درغلیو له ادعاوو سره مله وه.
خو د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون دغه ادعاوې رد کړي دي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د پاکستان جیونیوز ته ویلي چې د امریکا متحده ایالات حق نه لري چې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي یا په دې اړوند کومه فیصله صادره کړي.
هغه ویلي چې دغه پرېکړهلیک چې د سې شنبې په ورځ تصویب شوی، هېڅ ارزښت نه لري، خو د عمران خان ګوند د هغه هرکلی کړی دی.
د دې ګوند یوه جګپوړي مشر ذوالفقار بخاري ویلي، دوی هیلهمن دي چې نور هېوادونه او مشران هم د امریکا د استازیو جرګې په لاره پل واخلي.
د عمران خان ملاتړو خپلواکو کاندیدانو ډېرې څوکۍ وګټلې، خو د حکومت د جوړولو لپاره یې کافي اکثریت نه وو پوره کړی. پرځای یې د هغه د سیالانو اتحاد د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ حکومت جوړ کړ.
د امریکا یوې محکمې د ویکيلیکس بنسټ ایښودونکی ازاد کړ
د امریکا اړوند د سایپان جزیزې یوې محکمې د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکی جولیان اسانژ نن د چنګاش په شپږمه نېټه ازاد کړ.
دغه ګام د هغې هوکړې له مخې وشو چې اسانژ په محکمه کې د جاسوسۍ ضد قانون سرغړونه باندې اعتراف وکړ.
اسانژ د محکمې په درې ساعته غونډه کې ومنله چې د امریکا د دفاع وزارت محرمو او طبقه بندي شویو اسنادو ته یې لاسرسی پيدا کړی او خپاره کړي یې دي.
هغه نن له ازادۍ وروسته اسټرالیا ته ورسېده.
اسانژ تېر پنځه کلونه د بریتانیا په یوه زندان کې چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې دی، تېر کړل.
نوموړي تر زندان مخکې ۷ کاله په لندن کې د اکوادور په سفارت کې پنا اخیستې وه.
پر هغه تور دی چې امریکا کې یې زرګونه محرم اسناد خپاره کړي دي.
"مارک روتې" د ناټو د نوي سر منشي په توګه نومول شوی
ناټو نن چهارشنبه "مارک روتې" چې د هالنډ له صدر اعظمۍ څخه لرې کېږي، د خپل نوي سر منشي په توګه نومولی دی.
د روتې د ټاکل کېدو پرېکړه په بروکسل کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو د سفیرانو په غونډه کې وشوه.
اسوشېټېډپرېس لیکلي چې روتې به د اکټوبر په لومړۍ نېټه د ناټو د اوسني منشي ینس سټولټڼبرګ ځای ناستی شي.
سټولټڼبرګ څه باندې یوه لسیزه پر دې پوست پاته شوی دی.
ناټو چې د نړۍ لوی امنیتي سازمان دی په داسې حساس وخت کې نوی سرمنشي ټاکي چې د اوکراین جګړه لا هم روانه ده.
ناټو په دغې جګړه کې د اوکراین ملاتړ کوي او غړي هېوادونه یې اوکراین ته پوځي مرستې هم لېږي.
آیپيسي: د غزې ټولو سیمو کې د قحطۍ د دوام لوی ګواښ پرځای پاتې
لوږې د څار یوه نړیواله ټولنه وايي، د غزې د تړانګې په ټولو سیمو کې د قحطۍ د دوام لوی ګواښ پرځای پاتې دی.
د خوړو د خوندیتوب نړیوالې ادارې یا آیپيسي د خپلې یوې ارزونې په اساس ویلي تر څو چې په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه روانه وي او پر بشري مرستو محدودیتونه لګېدلي وي، د دې تړانګې په ټولو سیمو کې د قحطۍ د دوام ګواښ به پرځای پاتې وي.
دې څارونکې ډل په خپله ارزونه کې ویلي، د غزې له ۴۹۵زرو ډېر خلک د خوړو د نه خوندیتوب له ناورین او ډېر جدي وضعیت سره لاس ګریوان دي او دا د دې ټولنې له درې میاشتې مخکې اټکل څخه چې ۱۱ لکه خلک و، ټیټ شمېر دی، خو دا بیاهم د غزې د ټولو وګړو له پنځمې برخې ډېر خلک دي.
روسیې د اماراتو په منځګړتوب له اوکراین سره ۹۰ تنه اسیران تبادله کړي
روسیې پرون اعلان وکړ چې د متحده عربي اماراتو په منځګړتوب یې له اوکراین سره ۹۰ تنه اسیران تبادله کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د خبرواترو په نتیجه کې نوي تنه روسي سرتېري چې اسیران شوي وو، هېواد ته ستانه شوي او په بدل کې یې نوي اوکرایني سرتېري مقابل لوري ته سپارل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم پر خپله ټلګرام پاڼه دا خبره تایید کړې ده.
د زیلینسکي د دفتر رییس اندرې ییرماک وايي چې په هغو اوکرایني اسیرانو کې چې روسیې ورسپارلي، هغه سرتېري چې په ۲۰۲۲ کال کې یې په ماریوپول ښار کې د آزوف سټال فابریکې دفاع کوله او یو شمېر نور چې روسي پوځیانو د چیرنوبیل پر اټومي بټۍ د ولکې له ټینګولو وروسته اسیران کړي وو، شامل دي.