د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

له اوکراينه د غَلو دانو د صادراتو هوکړه‌ليک تمدید شو


د تور سمندرګي هغه لاره چې اوکراین پرې غلې دانې صادروي.
د تور سمندرګي هغه لاره چې اوکراین پرې غلې دانې صادروي.

د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې د صادراتو هوکړه‌لیک د دوو نورو میاشتو لپاره تمدید شو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې د صادراتو د هوکړه لیک تمدید نړیوالو ته ښه خبر بللی او هرکلی یې ترې کړی دی.

دغه هوکړه پرون چهارشنبه د مې ۱۷مه د دوو نورو میاشتو لپاره هم تمدید او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په رسمي ډول اعلان کړه.

ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

لږ وروسته بیا روسیې، ملګرو ملتونو او اوکراین هم دغه خبر تایید کړ.

له تېرو څو ورځو راهیسې په تور سمندرګي کې د بېړیو تګ راتګ نږدې درېدلی و، ځکه نن پنجشنبه د اوکراین د غلو د صادراتو د ټاکل شوي مهلت وروستۍ ورځ وه.

دغې هوکړې په نړۍ کې د خوراکي مودو د کمښت هغه ناورین راکم کړ چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته رامنځته شوی و، ځکه اوکراین د نړۍ د غلې د سترو صادرونکو هېوادونو له ډلې دی.

دغه هوکړه د تېر ۲۰۲۲ کال په جولای کې د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب لاسلیک او لومړي پړاو کې یې موده څلور میاشتې وه.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د دغې هوکړې د تمدید د تایید ترڅنګ، دغه معامله د نړۍ د خوراکي خوندیتوب د تضمین لپاره عملي امکان بللی دی.

دغه وزارت ویلي، دا اقدام به په لومړي سر کې له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي چې غلو دانو ته اړتیا لري.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نابین زیا ویلي، دا هوکړه ځکه تمدید شوه چې په خبره یې لا هم هیله لري چې رامنځته شوې ستونزې هوارې شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، د دوی، روسیې، اوکراین او ترکیې استازي د نا حل شویو مسئلو په اړه بحثونو ته دوام ورکوي.

هغه هیله وښوده د روسیې او اوکراین کرنیز حاصلات او کیمیاوي سره په خوندي ډول د نړۍ نورو هېوادونو ته ورسیږي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا تامس ګرینفیلد ویلي، پر اوکراین له یرغل وروسته د روسیې د غلو په صادراتو کې کوم بدلون نه‌دی راغلی او په خبره یې که دا صادرات زیات شوي نه وي، نو کم شوي په هیڅ صورت نه‌دي.

اوکراین هم د خپلو غلو د صادراتو د تمدید هوکړه ستایلې او ټینګار یې کړی چې روسیه باید دې برخه کې خنډونه رامنځته نه‌کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG