د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

نړۍ

دميترو کوليبا: روسيه د خوراکي موادو د صادراتو په مخنيوي نړۍ له لوږې سره مخ کوي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر روسیه تورنه کړه چې د اوکراین د خوراکي موادو د صادراتو مخه نیسي او په دې ډول نړۍ له لوږې سره مخامخوي.

دمیترو کولیبا پرون په ټویټر کې ولیکل چې روسیه قصدا داسې هڅې کوي چې اوکراین ملامته ښکاره کړي.

تر دې یوه ورځ مخکې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ویلي و چې روسیې د اوکراین بندرونه بند کړې دي او د کییف مخه یې نیولې ده چې دوه ویشت میلیونه ټنه غله دانه نورې نړۍ ته صادره کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملګرو ملتونو د فلسطینیانو لپاره د ۲،۸ میلیارد ډالره مرستې غوښتنه وکړه

غزه
غزه

ملګرو ملتونو د شاوخوا درې میلیونه فلسطینیانو د لاسنیوي لپاره د ۲،۸ میلیارد ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو چارواکو پرون چهارشنبې په غزه او لویدیځه غاړه کې خبریالانو ته وویل چې د خدمتونو د رغولو او خوراکي او روغتیایي مرستو لپاره ډېرو پراخو عملیاتو ته اړتیا ده.

دوی همدارنګه خبرداری ورکړ چې د جګړې او د پوځي عملیاتو په جریان کې دوی نه شي کولای چې په غزه کې د خلکو لپاره لازم خدمات برابر کړي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په غزه کې ډېر روغتونونه، د اوبو رسولو شبکې، کورونه، سړکونه او ښوونځي ویجاړشوي او په اوس وخت کې یو پوهنتون هم هلته فعال نه دی.

د ایران ولسمشر: د اسراییل کوچني برید ته به هم په بېړه ځواب ووایو

د ایران ولسمشر ابرهیم رییسي
د ایران ولسمشر ابرهیم رییسي

د ایران ولسمشر ابرهیم رییسي پرون چهارشنبې یوځل بیا اسراییل ته خبرداری ورکړ چې یوه ډېر کوچني برید ته به یې هم په بېړه او سخت ځواب ووایي.

ښاغلي رییسي د پوځ د ملي ورځې په مناسبت د رسم ګذشت ځانګړو مراسمو ته په وینا کې د اپریل په ۱۴ سهار وختي پر اسراییل د توغندیو او ډرون الوتکو برید یو محدود اقدام وباله او ویې ویل چې د ایران پر خاوره د اسراییل برید به له پراخ او سخت ځواب سره مخ شي.

په عین حال کې د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو یوځل بیا ژمنه وکړه چې دا یواځې اسراییل دی چې پر ایران د برید د څرنګوالي په اړه به پرېکړه کوي.

ښاغلي نتنیاهو پرون چهارشنبې د کابیني غونډې ته وویل چې د اسراییل دولت به هرهغه څه ترسره کړي چې د ځان د دفاع لپاره ورته اړتیا ده.

ایران د تېرې شنبې په شپه پر اسراییل د ۳۰۰ توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید وکړ.

اسراییل وویل چې د توغندیو او ډرونونو ۹۹ سلنه یې په هوا کې له منځه وړي دي، خو ایران وایي چې په دغو بریدونو سره یې خپل هدفونه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان پولې ته څېرمه د روسیې او تاجکستان ګډ پوځي تمرینات نن پای ته رسیږي

ارشیف
ارشیف

افغانستان پولې ته څېرمه د روسیې او تاجکستان ګډ پوځي تمرینونه نن پای ته رسیږي.

د تاجکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو تمرینونو کې وسله والو ځواکونو، د ټانک جزوتامونو، د استخباراتو څانګو، د کیمیاوي حملو د دفاع ځواکونو او د پوځي الوتکو عملې ګډون کړی دی.

دغه ګډ پوځي تمرینونه د اپریل په پنځلسمه پیل شوي او هدف یې د هر ډول تروریستي ګواښ په وړاندې تیاری ښودل شوی دی.

تاجکستان او روسیې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندیښنه ښکاره کړې، خو طالبان وایي هیڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد له خاورې پربل هېواد د برید لپاره کار واخلي.

دغه پوځي تمرینونه داسې مهال ترسره کیږي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې چې په افغانستان کې حضور لري، تېره میاشت د مسکو د کنسرتونو پر یوه تالار د برید مسولیت اخیستی.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۰ تنه ووژل شول.

د اوکراین پر چېرنیهیف د روسیې په هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي

د چېرنیهیف ښار په مرکزي برخه نن سهار درې توغندي ولګېدل چې له امله یې د استوګنې شپاړس ودانۍ، یو مکتب او یو روغتون زیانمن شول.
د چېرنیهیف ښار په مرکزي برخه نن سهار درې توغندي ولګېدل چې له امله یې د استوګنې شپاړس ودانۍ، یو مکتب او یو روغتون زیانمن شول.

د اوکراین پر چېرنیهیف ښار د روسیې په هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او د اوکراین د بېړنیو چارو د ادارې په وینا ۶۰ نور ټپيان شوي دي.

د چېرنیهیف ښار په مرکزي برخه نن سهار درې توغندي ولګېدل چې له امله یې د استوګنې شپاړس ودانۍ، یو مکتب او یو روغتون زیانمن شول.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ویلي، دا داسې برید و چې له دوی سره یې د شنډېدو امکانات نه وو.

چېرنیهیف د اوکراین له پلازمېنې کییف څخه ۱۴۵ کیلو متره واټن لري او پخوا تر دې هم ورته بریدونه پرې شوي دي.

په پاکستان کې د بندې شوې ایکس شبکې د بیا فعالیت لپاره لارښوونه شوې

ارشیف
ارشیف

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د ایکس یا پخواني ټویټر فعالیت ته بېرته اجازه ورکړي.

د فرانس‌پرېس خبري اژانس د راپور له مخې ایکس شبکه د تېرې فبروري میاشتې له ۱۷مې راهیسې په پاکستان کې بنده شوې ده.

که څه هم د پاکستان حکومت د دغه بندیز په اړه پخوا رسماً څه نه و ویلي، خو اوس یې کورنیو چارو وزارت ویلي چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې دغه شبکه بنده کړې ده.

د پاکستان حکومت پخوا تر دې هم په ځینو مناسبتونو لکه اخترونو، ټاکنو او د عاشورا په شپو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو بندیزونه لګولي.

د کریملین سوله ساتي ځواکونه له نګورنو قره‌باغ څخه وځي

په نګورنو قره‌باغ کې د روسیې سوله ساتي ځواکونه
په نګورنو قره‌باغ کې د روسیې سوله ساتي ځواکونه

کریملین وایي، د دوی سوله ساتي ځواکونه د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ له لانجمنې سیمې نګورنو قره باغ څخه وځي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن د اپرېل په ۱۷مه خبریالانو ته ویلي، په دې اړه د اذربایجاني رسنیو خپاره شوي راپورونه سم دي.

ارمنستان پخوا تر دې په نګورنو قره‌باغ کې پر مېشتو روسي ځواکونو نیوکه کړې وه چې پر دوی د اذربایجان د برید په مخنیوي کې پاتې راغلي.

نګورنو قره‌باغ د اذربایجان د خاورې یوه برخه ده، خو ډېری اوسېدونکي یې ارمنیان دي.

اذربایجان د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې پر نګورنو قره‌باغ بریدونه وکړل او ورسره یې هغه سیمې بېرته ونیولې چې له درېیو لسیزو راهیسې د ارمنیانو په کنټرول کې وې.

په دغې لانجمنه سیمه کې د اذربایجان له عملیاتو وروسته ډېر ارمنیان کډې کولو ته مجبور شول.

ایران کې د اسراییلي سوداګر د اړوندې یرغمل شوې پرتګالي بېړۍ ۲۵ تنه عمله خوندي دي

ارشیف
ارشیف

په ایران کې د اسراییل یوه سوداګر پورې اړوند د یوې پرتګالۍ بېړۍ ۲۵ تنه نیول شوې عمله په خوندي حالت کې ده.

رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه د ( ایم.ایس.سي) ترانسپورتي شرکت په حواله ویلي، دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره دغه عمله او کارګو بېړۍ یې د ایران له خوا ازاده شي.

دغه بېړۍ چې د پرتګال بیرغ پرې ولاړ و او د یوه اسراییلي میلیاردر اړوند ده، د اپریل په ۱۳مه هرمز تنګي ته نژدې د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب له لوري ونیول شوه.

پرتګال پرون سه شنبه په همدې تړاو د ایران سفیر احضار او خپل اعتراض یې ورته واوره.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، دغه بېړۍ یې د نړیوالو اصولو د سرغړونې له کبله توقیف کړې ده.

اوکراین: د روسیې هوایي برید ۱۰ تنه وژلي او ۱۸ نور ټپیان کړي

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د اوکراین پر چېرنیهیف ښار د روسیې په هوایي برید کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي، دا داسې برید و چې له دوی سره یې د شنډیدو امکانات نه وو.

د چېرنیهیف والي ویاچیسلاف چاوس ویلي، دغه برید نن سهار لس کم نهه بجې وروسته له هغه وشو چې دغه ښار کې د خطر زنګ ووهل شو.

د چیرنیهیف ښاروال ویلي چې له هوایي برید وروسته سیمه کې د نورو احتمالي تلفاتو لټه پیل شوې ده او په خبره یې، هدف د ملکیانو د هستوګنې یوه ودانۍ وه.

دغه ښار د اوکراین له پلازمېنې کیف څخه ۱۴۵ کیلو متره واټن لري او پخوا تر دې هم ورته بریدونه پرې شوي دي.

بېساري ورښتونه؛ متحده عربي اماراتو کې د هوایي ډګرونو فعالیتونه ټکني شول

د متحده عربي اماراتو یو هوایي ډګر
د متحده عربي اماراتو یو هوایي ډګر

په متحده عربي اماراتو کې د بې ساري ورښت له کبله د هوایي ډګرونو فعالیتونه ټکني شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د امارت ایرلاین په حواله ویلي چې دوی د نویو مسافرو د لېږد بهیر تر راتلونکې نیمې شپې ځنډولی، خو ویلي یې دي چې یوازې به د ترانزیت مسافرو لېږد دوام کوي، هغه هم په ممکنه ځنډ سره.

د دوبۍ هوایي ډګر چې د نړۍ له ګڼې ګوڼې ډک یو میدان دی، پر خپله ایکس شبکه/ یا پخواني ټویټر له خلکو غوښتي چې هوایي ډګر ته دې نه ورځي.

ځایي رسنیو دغه ورښت بې ساری بللی او ویلي یې دي چې د اماراتو په شمالي سیمه راس الخیمه کې د سېلاب له کبله یو ۷۰ کلن کس مړ شوی دی.

په اماراتو کې پرله پسې ۲۴ ساعته باران د هوا پېژندنې د ادارې د معلوماتو له مخې، له ۱۹۴۹ کال راهیسې ساری نه درلود.

پاکستان کې د باران او تلندې د مړو شمېر ۶۳ تنو ته لوړ شوي

ارشیف
ارشیف

په پاکستان کې د باران او تلندې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۳ ته پورته شو.

اسوشیتید پریس خبري اژانس نن چهارشنبه د هغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي چې تر ټولو ډېر، یعنې ۳۲ کسان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د چتونو د پرېوتو له کبله مړه شوي چې ۱۵ یې ماشومان او ۵ یې مېرمنې دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې ویاند خورشید انور ویلي، ورښتونو کې لسګونه کسان ټپیان شوي او په خبره یې ۱۳۷۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

پاکستان ۲۰۲۲ کال کې سېلونو ۱۷۳۹ تنه مړه کړل او دغه هېواد ته یې د شاوخوا دېرش میلیارده ډالرو په ارزښت زیان واوړه.

په افغانستان کې هم له تېرو څو ورځو راهیسې ورښتونو او سېلونو لږ تر لږه ۵۰ تنه مړه کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG