د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

کلیچکو: د روسي ځواکونو په بریدونو کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي


د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د روسيې د توغندیز برید له امله یوه ویجاړه شوې ودانۍ
د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د روسيې د توغندیز برید له امله یوه ویجاړه شوې ودانۍ

د اوکراین د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو وايي، پر دغه ښار د روسي ځواکونو د تېرې شپې د بریدونو په پایله کې یو کس وژل شوی او څلور ټپيان دي.

د کییف د پوځي ادارې مشر سرهي پوپکو ویلي، تېره شپه نږدې لس هغه بې پیلوټه الوتکې هم چې په ایران کې جوړ شوي راغورځول شوي.

د اوکراین هوايي دفاعي ځواکونو بیا اعلان کړی چې ټولې هغه ۲۰ بې پیلوټه الوتکې چې پلازمېنه کیف او نورې سیمې يې په نښه کړې وې راغورځول شوي دي.

همدارنګه د کروز دوه توغندي چې له تورې بحیرې او یو يې د کریمیا جزیرې څخه د اوکراین پر لور ویشتل شوي وو شنډ کړای شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو راپور ورکړی چې یو شمېر بې پیلوټه الوتکې او روسي کروز توغندي چې د میکولایف او خملنیتسکي پر لور ویشتل شوی وو، هم شنډ شوي دي.

دا درېیمه پرله‌پسې شپه ده چې روسي ځواکونو پر اوکراین بریدونه سخت کړي دي.

د بریدونو دا لړۍ، د لېتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې د ناټو له ناستې سره هممهاله پیل شوې ده.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر نن د جولای۱۳مه ویلي، د جګړې په ډګر کې اوکرایني ځواکونو د دونیڅک په ختیځ باخموت ښار کې په ۳۵ جنګي عملیاتو برخه اخیستې وه.

د اوکراین په ختیځ کې د دفاعي ځواکونو ویاند سرهي چرواتي ویلي، اوکرایني ځواکونه په نسبتاً متوسط سرعت سره پرمختګ کوي او دوی لاس بري دي.

د دې راپور د چمتو کېدو تر وخته ازادي راډیو ونه توانېده، چې د جګړې له ډګره دا راپور کره کړي.

پر اوکراین د روسیې تېری چې د تیر کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شوی تراوسه هم دوام لري.

XS
SM
MD
LG