د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

په پلازمېنه ویلینوس کې د ناټو سرمشریزه پیل شوه


 په پلازمېنه ویلینوس کې د ناټو د پیل شوې سرمشریزې انځور
په پلازمېنه ویلینوس کې د ناټو د پیل شوې سرمشریزې انځور

د لېتوانیا په پلازمېنه ویلینوس کې د ناټو سرمشریزه پیل شوه.

د ناټو یو شمېر غړو د دې سرمشریزې په درشل کې له اوکراین سره د پوځي مرستو اعلان کړی.

د ناټو د سرمشریزې له پیلېدو مخکې د جرمني په حکومت کې سرچینو وویل چې دا هېواد به له اوکراین سره د ۷۰۰ میلیون یورو په ارزښت د پوځي تجیهزاتو مرسته وکړي.

د ناټو د غړو هېوادونو سرمشریزه نن د لېتوانیا په پلازمېنه ویلینوس کې پرانیستل شوه.

د روسیې د یرغل پر ضد په جګړه کې د اوکراین پوځي ملاتړ او له ناټو سره د دې هېواد د راتلونکو اړیکو مسایل د دې غونډې د اجنډا مهم بحثونه دي.

سرچینو ډي پي اې خبري آژانس ته ویلي چې جرمني به کییف ته د ماردر په نوم د پیاده ځواکونو لپاره ۴۰ جنګي وسایط، ۲۵ لیوپارد ټانکونه، ۵ زغرګاډي او د الوتکو ضد هوايي مدافعې دوه پاتریوت دستګاوې هم ورکړي.

د برلین په پوځي مرستو کې همداراز د توپونو ۲۰ زره مرمۍ، بې پیلوټه الوتکې او د بې پیلوټه الوتکو ضد تجهیزات هم شامل دي.

د تېرې مې میاشتې ترپایه پورې له اوکراین سره د جرمني د پوځي مرستو کچه اوه نیم میلیارد یورو ته رسېدلې ده.

له امریکا وروسته له اوکراین سره تر ټولو زیاته پوځي مرسته جرمني کړې ده.

له بلې خوا د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، پاریس به کییف ته د اوږده واټن ویشتونکي توغندي ورکړي څو وکولای شي د روسيې د یرغل پر وړاندې خپله دفاع وکړي.

مکرون نن ویلینوس ته له رسېدو سره سم دا اعلان وکړ.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

هغه وویل ما پرېکړه کړې چې اوکراین ته د وسلو او تجهیزاتو د استولو کچه لوړه کړم څو دا وړتیا ترلاسه کړي چې پراخ عملیات وکړي او په عین حال کې به موږ پر هغه تګلاره چې باید اوکراین ته د خپل قلمرو د دفاع ځواک ورکړو، هم عمل کړی وي.

مکرون په دې اړه چې اوکراین ته به په کوم شمېر او کوم ډول توغندي ورکوي، جزییات ورنه کړل.

په عین حال کې سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ولسمشر جوبایډن به په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې له خپل اوکرایني سیال ولودیمیر زیلینسکي سره وګوري.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د سرمشریزې له پیلیدو مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان نن په ویلینوس کې خبریالانو ته وویل چې بایډن او زیلینسکي به سبا سره وګوري او پر دې به خبرې وکړي چې امریکا او متحدان یې څنګه له اوکراین سره مرسته کولای شي څو اوس د خپل ځان دفاع وکړي او په راتلونکي کې د پردیو د یرغل مخه ونیسي.

د اوکراین د جمهوري ریاست سلاکار میهایلو پودولیاک نن ازادي راډیو ته وویل چې زیلینسکي او بایډن به د الوتکو او د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو په ګډون اوکراین ته د پوځي مرستو د چټکولو پر لارو چارو هم خبرې وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG