د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

د چک ولسمشر: امنيتي ادارې بايد په غرب کې مېشت روسان وڅاري


د چک ولسمشر پیټر پاول
د چک ولسمشر پیټر پاول

د چک ولسمشر او د ناټو سازمان پخواني لوړپوړي چاوراکي پیټر پاول پرون چهارشنبه د جون۱۴ مه د ازادي راډیو اوکراینۍ څانګې سره په مرکه کې ویلي، امنیتي ادارې باید هغه روسان چې په لوېديځ کې ژوند کوي وڅاري.

پاول ویلي، تمه لري چې د ناټو په کلنۍ ناسته کې چې را روانه میاشت د لېتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې جوړېږي، د ناټو له غړیو هېوادونو څخه د اوکراین د اوږد مهاله ملاتړ او په دې سازمان کې يې د غړیتوب په اړه واوري.

پاول د مرکې په یوه برخه کې وویل، که څه هم د هغو روسانو سره چې له روسیې بهر ژوند کوي او د اوکراین د جګړې له امله له ستونزو سره مخامخ دي خواخوږې لري، خو د هغه په خبره ترڅو چې جګړه روانه وي نو د روسانو په اړه اقدامات باید د عادي شرایطو پرتله ډېر مضبوط وي.

د چک د ولسمشر په وینا، هغه روسان چې په لوېدیځ کې ژوند کوي د تېر پرتله دې ځکه ډېر وڅارل شي چې د هغه په خبره، دوی د هغه هېواد وګړي دي چې د اوکراین د جګړه رهبري کوي او د ښاغلي پاول په باور دا د جګړې تاوان دی.

پاول زیاته کړه، دا هغه څه ته ورته دي چې په دویمه نړیواله جګړه کې امریکا د جاپان وګړي د "څارنې له دقیق رژیم" لاندې ساتل؟

ازادي راډیو د چک له ولسمشرۍ دفتر سره اړیکه نیولی چې د "دقیق څارنې رژیم" په اړه نور توضیحات ورسره شریک کړي.

د بندیانو کمپونه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د امریکا د هغه وخت ولسمشر فرانکلین ډي روزولت له‌خوا جوړ شوي وو، چې په‌کې د امریکايي اتباعو په ګډون جاپانيان بندیان شول او شاوخوا ۱۲۰ زره کسان چې اکثریت یې امریکايي اتباع وو، له دغه اقدام څخه اغېزمن شوي وو.

کله چې د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ پر اوکراین پراخ نظامي تېری پیل کړ، روسیي چارواکو وویل چې له دې برید یو سبب دا دی چې اوکراین د ناټو سره د یوځای کېدو خواته روان دی.

د چک ولسمشر چې تر ډېره تشریفاني رول لري د ازادي راډیو د اوکراینۍ برخې سره يې په یوې ځانکړې مرکې کې ویلي، تمه لري چې د ناټو سازمان د مشرانو په راتلونکې ناسته کې به له اوکراین څخه ملاتړ او په دې غونډه کې د اوکراین د ولسمشر ولودمير زیلینسکي ګډون د دې غونډې ارزښت نور هم زیات کړي.

ټاکل شوې د ناټو سرمشریزه به د جولای په یوولسمه او دولسمه جوړه شي.

XS
SM
MD
LG