نړۍ
امريکایي چارواکي: اوکراین د روسیې پر ضد په دفاعي عملیاتو کې پرمختګ کړی
د امریکا یو پوځي مقام وايي، متحدایالات باور لري چې اوکراین د روسیې پر ضد په دفاعي عملیاتو کې پرمختګ کړی او لا هم د نورو بریاو لپاره د پام وړ امکانات لري.
د امریکا د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي پرون د اوکراین د تماس د ډلې آنلاین غونډې ته په وینا کې وویل چې د لوړې بیې له پرې کولو سره سره اوکراین د ډاډمن پرمختګ په حال کې دي او د خپل ټاټوبي د بېرته نیولو لپاره سنجول شوې، خو په عین حال کې بېرحمانه او خونړۍ جګړه کوي.
ميلي دې پوښتنې ته چې ایا د اوکرایني ځواکونو عملیات درېدلي دي په ځواب کې وویل چې د روسیې ځمکنیو ماینونو د متقابلو عملیاتو بهیر پڅ کړی ځکه اوکرایني پوځیان له هغو کلکو سنګرونو سره مخامخ دي چې د ماینونو، ټانکونو، او اغزن سیم او خندقونو خنډونه په کې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اروپا فوټبال جام؛ اوکراین سلواکیا ته ماتې ورکړه
د اروپا د فوټبال جام د سیالیو په لړ کې نن د اوکراین لوبډله وتوانېده دوه د یو پر وړاندې سلواکیا ته ماتې ورکړي.
په دویمه لوبه کې، چې د افغانستان په وخت اته نیمې بجې پیل شوې، اتریش د پولنډ پر وړاندې لوبه کوي.
هالنډ او فرانسه به د افغانستان په ۱۱ نیمې میدان ته ښکته کېږي.
خیبرپښتونخوا کې چاودنه او ډزې؛ څلور پوځیان وژل شوي
د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د یوه ماین په چاودنه او ډزو کې څلور پوځیان وژل شوي دي.
د کورمې د پولیسو یوې چارواکې د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، نن جمعه د جون ۲۱مه د کورمې په مزرینه سیمه کې د پوځیانو پر موټر د ماین چاودنه شوې او له چاودنې وروسته پر پوځیانو ډزې هم شوي دي.
په چاودنه کې څلور پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د چارواکو په خبره، ټپیان د سدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي د پېښې مسوولیت منلی دی.
دا پېښه وروسته له هغې ده چې تحریک طالبان پاکستان د اختر په ورځو کې د جون له ۱۷مې تر ۱۹مې پورې یو اړخیز اوربند اعلان کړی و.
د اتلانتیک سمندر په اوبو کې ۶۸ بند پاتې شوي کډوال ژغورل شوي
د هسپانیا د سمندري ژغورنې ادارې د پنجشنبې په ورځ د جون په ۲۱مه اعلان وکړ چې یوې کروز بېړي یې د اتلانتیک سمندر په اوبو کې ۶۸ بند پاتې شوي کډوال ژغورلي دي.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې عملیاتو کې د دغو مهاجرو د لرګینې بیړۍ د پنځو تنو سپرلیو جسدونه هم کنري ټاپو ته نژدې په اوبو کې موندل شوي دي.
د هسپانیا د سمندري ژغورنې ادارې په وینا، یو ټانکر د چهارشنبې په ماسپښین د دغه هیواد له شمال لویدیځ څخه د برازیل په لور روان و چې د ټینریف د جنوب په ۸۱۵ کیلومترۍ کې یوه ډوبه شوې کښتۍ وموندله.
هسپانیايي چارواکي وايي، یوې تفریحي کروز بېړۍ د مهاجرو د ژغورلو لپاره خپله لار بدله کړه او وکولای شول چې د بیړۍ عمله او د درېیو کسانو جسدونه وباسي. خو د هوا د خرابوالي له امله د دوو نورو جسدونه په سمندر کې پاتې شول.
فوټبال؛ نن په یورو جام کې درې سیالۍ ترسره کېږي
د اروپا فوټبال د اتلانو په سیالۍ کې به نن هم درې سیالۍ ترسره شي.
د ورځې لومړۍ سیالي به د سلواکیا او اکراین ترمنځ د کابل پر وخت ماذدیګر ۵:۳۰ بجې پیل شي.
د ماسخوتن په ۸:۳۰ بجو بیا پولنډ د اتریش پر وړاندې سیالي ترسره کوي او وروستۍ سیالي به د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې د دوه پیاوړو لوبډلو نیدرلنډ او فرانسې ترمنځ پیل شي.
د یورو جام په پرونیو سیالیو کې یوازې هسپانیې ۱-۰ ایټالیې ته ماتې ورکړه او د انګلستان- ډنمارک او سلوانیا- سربیا سیالۍ مساوي پای ته ورسېدې.
شل اوریز نړیوال جام؛ نن انګلستان او سویلي افریقا سیالي کوي
د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې نن جمعه د جون په ۲۱مه نېټه انګلستان د سویلي افریقا پر وړاندې سیالي کوي.
په روان پړاو کې دواړو لوبډلو خپلې لومړنۍ سیالۍ ګټلي دي.
سیالي به د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې پیل شي.
تر دې سیالۍ وروسته به سبا شنبه د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې کوربه ویسټ اینډیز له امریکا سره لوبه پیل کړي.
د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د افغانستان دویمه سیالي د جون میاشتې په ۲۳مه نېټه له اسټرالیا سره ده.
امریکا د غزې له جګړې سره هممهاله په لبنان کې له جګړې د ډې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د پنجشنبې په ورځ له اسراییلي چارواکو سره په کتنه کې د غزې له جګړې سره هممهاله په لبنان کې له جګړې د ډې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، بلېنکن د اسراييل د ملي امنيت د عالي شورا له مشر تساخي هانګبي او رون ډېمر او د اسراييل د ستراتيژيکو چارو له وزير سره خبرې وکړې.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د امريکا جګپوړي ډيپلومات خپلو کورونو ته د اسراييلي او لبناني کورنيو د ستنېدو لپاره د ديپلوماتيکو حل لارې غوښتنه کړې ده.
په وروستیو ورځو کې د اسراییل پوځ د "لبنان د برید لپاره د عملیاتي پلانونو" د تایید یادونه خ کړې ده.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر یسرایل کاتز هم خبرداری ورکړی چې هېواد یې د لبنان له حزب الله سره د بشپړې جګړې لپاره وروستۍ پرېکړې ته نژدې شوی دی.
خو امريکا په سيمه کې د اسراييل پر وړاندې د دوهمې جګړې د جبهې د جوړولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د غزې طبي چارواکي: د اسراییل هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي
په غزې تړانګه کې طبي چارواکي وايي چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ماښام د دې محاصرې شوې تړانګې په مرکز او شمال کې د اسراییل په څو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د رفح د اوسېدونکو له قوله راپورونه وايي چې اسراییلي ټانکونو د غزې په دې جنوبي ښار کې نور پرمختګونه هم کړي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، چې د حماس د سخت دریځې ډلې تر ولکې لاندې دی، اسراییلي الوتکو د نصرت په نوم د کډوالو په کمپ کې یو کور په نښه کړ چې له امله یې دوه تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شول.
له بلې خوا اسراییلي ټانکونو هم د المغازي او البریج د کډوالو په کمپونو بمباري کړې چې له امله یې څو تنه ټپیان شوي دي.
خیبرپښتونخوا کې د قرانکریم د سپکاوي په تور یو کس وژل شوی؛ حکومت یې په اړه پلټڼې کوي
په خیبرپښتونخوا ایالت کې واکمن ګوند، تحریک انصاف ویلي چې د دوی حکومت د سوات په مدین کې د قرانکریم د سپکاوي په تور د یوه تن د وژل کېدو په اړه پلټنه کوي.
راپورونه وايي چې د سوات په مدین کې تېره شپه پارېدلیو خلکو یو تن د قرانکریم د سپکاوي په تور وژلی او د هغه جسد یې سوځولی دی.
همداراز خلکو د پولیسو ماموریت یا تاڼې او یو شمېر موټرو ته اور ورته کړی دی.
د تاوتریخوالي په ترڅ کې څو تنه نور ټپیان شوي هم دي.
په امریکا کې د روسيې د کاسپرسکي کمپنۍ د انټي ویروس د پلور مخه نیول کېږي
د امریکا متحدو ایالتونو اعلان وکړ چې په امریکا کې به د روسيې د کاسپرسکي کمپنۍ د انټي ویروس د پلور مخه ونیسي.
د امریکا د سوداګرۍ وزیرې جینا رایمونډو پرون خبریالانو ته وویل چې پر دغه شرکت د مسکو نفوذ د پام وړ خطر لري.
رایمونډو دا هم وویل چې روسیې د کاسپرسکي په څېر د روسي شرکتونو له لارې د امریکایانو د شخصي معلوماتو راټولولو او کارولو لپاره وړتیا او اراده ښودلې او له همدې امله متحده ایالات مجبوره شوي چې نن دا ګام پورته کړي.
روسیه تورنه ده چې امریکا یې څو واره په سایبري بریدونو ګواښلې او د امریکا له خبرداریو سره سره لا هم دې کار ته دوام ورکوي.
سایبري بریدونه هغه دي چې د ادارو انټرنېټي پاڼې سیستمونه هک او ناوړه ګټه ترې واخیستل شي.
کرکټ نړیوال جام؛ اسټرالیا بنګلهدېش ته ماتې ورکړه
د کرکټ په نړیوال جام کې اسټرالیا بنګلهدېش ته ماتې ورکړه.
دا لوبه نن سهار وختي وشوه.
بنګلهدېش ۱۴۰ منډې کړې وې، خو د لوبې د اوورنو د کمېدو له امله اسټرالیا په ۱۲ اوورنو کې ۱۰۰ منډې جوړې او د ډي/ایل میتود په اساس بریا ته ورسېده.
تر دې لوبې مخکې د اې ګروپ په بله لوبه کې هند افغانستان ته ماتې ورکړه.