د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۸

پوتین: له اوکراین سره د صادراتو تړون کې د مسکو غوښتنې له پامه غورځول شوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر
د روسیې ولسمشر ولادیمیر

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ادعا کوي چې له اوکراین سره د غلې د صادراتو په تړون کې د مسکو غوښتنې له پامه غورځول شوي دي.

ولسمشر ولادیمیر پوتین د جنوبي افریقا له ولسمشر سیریل رامافوسا سره په ټلیفوني تماس کې وویل چې د روسیې د غذايي موادو او کیمیاوي سرې د صادراتو پروړاندې د خنډونو د لیرې کولو په برخه کې د مسکو غوښتنې تر اوسه نه دي منل شوي.

د ملګرو ملتونو په ملاتړ د تور سمندرګي له لارې د روسیې او اوکراین د غلې د صادراتو موافقه چې تېر کال عملي شوه که تمدید نه شي د اعتبار موده یې سبا د جولای په ۱۷ مه پای ته رسېږي.

دا موافقه پر اوکراین د روسیې د ناموجه یرغل له کبله په نړۍ کې د غذايي موادو د بحران د کمولو په هدف لاسلیک شوې ده.

د دې موافقې له مخې د اوکراین په غلو بار کښتیو ته د تور سمندرګي د دهلیز له لارې د خوندي تېرېدو اجازه ورکول کېږي.

اوکراین د نړۍ په کچه د غذايي موادو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د روانې اوونۍ په پیل کې وویل چې، ولسمشر پوتین ته یې یو لیک استولی او په هغه کې یې وړاندیز ورته کړی چې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې د صادراتو موافقه باید عملاً فعاله وساتل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې ګوټېرېش وړاندیز کړی دی چې له روسیې سره د غلې د تړون د تمدید په بدل کې به روس- سلخوز بانک چې د روسیې د کرنیز بانک اړوند شرکت دی د پیسو د انتقال له نړیوال سیسټم سویفټ سره وصل شي خو پوتین ادعا کوي چې دا لیک یې نه دی لیدلی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د ۲۰۲۲ کال په جولای کې یې د غلې د صادراتو د موافقې په برخه کې منځګړتوب وکړ د روانې جولای میاشتې په ۱۴مه ادعا وکړه چې پوتین د دې موافقې تمدید منلی، خو کریملین سمدستي دا خبره روښانه کړه چې په دې برخه کې هيڅ راز موافقه نه ده شوې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې پوتین همداراز دا شکایت هم کړی چې د صادر شوې غلې ډېره برخه شتمنو هېوادونو ته وړل کېږي نه هغو هېوادونو ته چې اړتیا ورته لري.

د روسیې او جنوبي افریقا ولسمشرانو په بېګانیو خبرو کې په اګست میاشت کې د بریکس د غونډې په اړه چې په جنوبي افریقا کې جوړېږي هم بحث وکړ.

په دې غونډه کې د پوتین ګډون وروسته له هغه له شکونو سره مخامخ شو چې د جرمونو نړیوالې محکمې په مارچ میاشت کې د نوموړي د نیولو حکم ورکړ.

کریملین تر اوسه په څرګنده نه دي ویلي چې پوتین په دې غونډه کې ګډون کوي که نه.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG