د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونو ځاني او مالي زیانونه اړولي


د اوکراین د غلو پر تاسیساتو د روسيې د توغندیزو بریدونو یوه څنډه
د اوکراین د غلو پر تاسیساتو د روسيې د توغندیزو بریدونو یوه څنډه

د اوکراین پوځي او سیمه ایز چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې هېواد د ملکي استوګنې پر سیمو او د غلو- دانو د صادراتو پر تاسیساتو د روسیې د توغندويي حملو او بمباریو په پایله کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۷ کسان وژل شوي او ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.

د اوکراین د دونېڅک سیمې والي پاولو کریلینکو وايي، په دې سیمه کې چې له څو میاشتو راهیسې درنې جګړې پکې روانې دي، د روسیې د پوځ توغندویي حملو څلور کسان وژلي چې یو لس کلن هلک او یوه شپاړس کلنه نجلۍ هم پکې دي.

کریلینکو پرون شنبې وویل، په دې بریدونو کې یوه زړه ښځه هم ټپي شوې چې اوس په روغتون کې بستر ده.

د نوموړي په وینا، د بخموت ښار د جنوب په څلوېښت کیلومترۍ کې هم څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

د اوکراین پوځ پرون وویل چې د دې هېواد په جنوب کې د روسیې د پوځ په توغندويي حملو کې د غلو دانو د زېرمو تاسیسات زیانمن شوي او له اویا زیات د استوګنې ودانۍ او نور عامه تاسیسات یا ویجاړ شوي او یا زیان وراوښتی دی.

د روسیې په وروستیو بریدونو کې تر ډېره ملکیان په نښه شوي
د روسیې په وروستیو بریدونو کې تر ډېره ملکیان په نښه شوي

په عین حال کې د اوکراین د پوځ د عامه اړیکو څانګې پرون په یوه بیان کې تایید کړه چې اوکرایني ځواکونو په کریمیا ټاپووزمه کې چې مسکو په ۲۰۱۴ کال کې په غیرقانوني ډول له خپلې خاورې سره ضمیمه کړه، د روسیې د پوځ د تېلو یو ګدام او د مهماتو یوه زېرمه په نښه کړل.

په کریمیا کې د مسکو له خوا ټاکل شوي والي سیرګي اکسیونوف مخکې ویلي و، چې د اوکراین یوې بې پیلوټه الوتکې په دې سیمه کې د مهماتو یوه زېرمه الوزولې ده چې په نتیجه کې د پېښې په پنځه کیلومتري شعاع کې خلک له کورونو ووتل او د کریمیا پر پله د اورګاډي حرکت وځنډېد. د همدې پله پرسر تېره اونۍ د سړک پر غاړه د یوې چاودنې په پېښه کې لږترلږه دوه کسان وژل شول.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون شنبې وویل چې د اوکراین لپاره د کریمیا پل یو قانون هدف دی ځکه د روسیې د پوځي تدارکاتو لاره بلل کېږي.

د آزادۍ راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې د تور سمندرګي په بندري ښار کې د اوکراین د غلې دانې پر زېرمو د روسیې بریدونو، چې له څو ورځو راهیسې پیل شوې دي، پرون هم دوام وکړ او په دې ترڅ کې په ادیسې سیمه کې د غلو زیرمو اور واخیست او یوه زیاته اندازه غله چې د صادراتو لپاره ساتل کېدله، له منځه ولاړه.

د دې سیمې والي اولیه کیپر پر خپله ټلګرام پاڼه لیکلي دي چې د ادیسې د یوه کرنیز شرکت د غلو، دانو ګدام زیانمن شوی. د کیپر په وینا په دې بریدونو کې سل ټنه نخود او شل ټنه اوربشې له منځه تللي او دوه کسان په یوه چاودنه کې ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG