د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

بلېنکین: د ایران د اټومي او افراطي هڅو د مخنیوي لپاره اروپایي هېوادونو سره په هڅو بوخت یوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلیکین
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلیکین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، واشګنتن له درېیو اروپایي هیوادو سره له نږدې په ګډو هڅو بوخت دی چې د ایران د افراطي هڅو مخه ونیول شي.

بلېنکین د ایران د اټومي پروګرام د پراختیا، په منځني ختیځ کې د ایران د بې ثباتۍ هڅو او همداراز په اوکراین کې مداخلې ته اندېښنه ښکاره کړه.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ په کلورادو کې د یوې وینا په ترڅ کې وویل، د اټومي تړون پرمهال چې کومې هڅې کېدې چې ایران اټومي وسلې ترلاسه نه کړي هغه اوس نه کېږي او ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې پراخې کړې دي.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له ایران سره له شوي اټومي تړون څخه بهر شو او پر ایران یې نور بندېزونه ولګول چې دا هېواد اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

تهران په دې نږدې پنځو کلونو کې له هغو ژمنو په شا شوی دی، چې د اټومي تړون له مخې یې له نړیوالو سره کړې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې پخوا د ایران د اټومي تړون په تړاو له برېتانیا، جرمني او فرانسې سره د واشنګتن نظر یو نه و، خو نن سبا دا نظر سره ډير نږدې شوی دی.

ښاغلي بلېنکین زیاته کړه ، اوس متحد ایالتونه د اروپا له دغو درېیو هیوادو سره د همکارۍ په حال کې دي، چې د ایران د حکومت د ځینو هڅو پرضد لاس په کار شو.

په بوشهر کې د ایران یوه اټومي بټۍ
په بوشهر کې د ایران یوه اټومي بټۍ

د ولسمشر جوبایډن حکومت د خپلې واکمنۍ له پیله کوشش وکړ، چې له ایران سره اټومي تړون بېرته ژوندی شي خو دا خبرې د اروپا په منځګړیتوب پروسږکال اوړی بې نتیجې پای ته ورسېدې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د ایران هڅو ته د اندېښنو په تړاو وویل، ایران د هغو ډلو ملاتړ کوي چې سیمه بې ثباته کوي او له هغو وسلو استفاده کوي چې روسیه یې دغهَ هیواد ته ورکوي.

هغه دا هم وویل، روسیه له ایرانه بې پيلوټه الوتکې ترلاسه کوي چې د اوکراین په جګړه کې کار ترې اخلي.

ایران له اوږدې مودې راهیسې روسیې ته د ډرون الوتکو له ورکړې انکار کاوه، خو د غربي بنسټونو د معتبرو شواهدو له وړاندې کولو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان دا ومنله چې روسیې ته یې ډرون الوتکې ورکړې دي،

هغه وویل، دا الوتکې یې د اوکراین له جګړې مخکې ورسپارلې وې او شمیر یې هم محدود دی.

اوکراین د ایران حکومت تورن کړی،چې رښتیا نه وایي او څرګندوي چې تر اوسه یې د ایران ساخت په سلګونو بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

XS
SM
MD
LG