د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

پولنډ د بېلاروس پولې ته نږدې د پوځي ځواکونو د استولو پرېکړه کړې


د پولنډ او بېلاروس ترمنځ د پولي یوه څنډه
د پولنډ او بېلاروس ترمنځ د پولي یوه څنډه

د پولنډ حکومت د دې هېواد په ختیځ کې د بېلاروس پولې ته نږدې د پوځي ځواکونو د استولو پرېکړه کړې.

پولنډ نن افشا کړه چې امنیتي کمېټې د روسیې د واګنر ملېشو د احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره له بېلاروس سره پر پوله د دې هېواد ختیځ ته د سرتېرو د استولو پرېکړه کړې.

'پي اې پي' خبري آژانس د پولنډ د امنیتي کمېټې د منشي زبیګنیو هوفمان له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي، دا پرېکړه د تېرې چارشنبې په ورځ شوې ده.

د بېلاروس د دفاع وزارت پرون وویل چې واګنر ملېشو د ناټو د غړي پولنډ له سرحده یوازې څو کیلومتره لیرې د بېلاروسي ځواکونو روزنه پیل کړې ده.

هوفمان وویل چې د بېلاروسي ځواکونو او واګنر ملېشو د ګډو پوځي تطبیقاتو هدف بې له شکه چې پارونه ده.

د پولنډ پولې ته نږدې د بېلاروسي سرتېرو د پوځي تمریناتو یو انځور
د پولنډ پولې ته نږدې د بېلاروسي سرتېرو د پوځي تمریناتو یو انځور

هوفمان زیاته کړه چې امنیتي کمېټې د واګنر ملېشو د موقعیت د بدلېدو په ګډون احتمالي خطرونه وارزول او د ملي دفاع وزیر چې د کمېټې مشر دی پرېکړه وکړه چې پوځي قطعې د پولنډ له لویدیځ څخه ختیځ ته ولېږدوي.

د چهارشنبې په ورځ د واګنر مشر ایفګیني پرېګوژین په یوه ویډیو کې په داسې حال کې وښودل شو چې په بېلاروس کې خپلو وسله والو ته ښه راغلاست وايي او هغوی ته وايي چې د اوس لپاره به د اوکراین په جګړه کې ګډون نه کوي، خو زیاتوي چې د بېلاروس سرتېرو ته د پوځي روزنې له ورکولو وروسته خپلې وړتیاوې د افریقا لپاره خوندي وساتي.

د پولنډ او بېلاروس سرحد ته د نږدې سیمو اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې کله د واګنر ډلې ملېشې د بېلاروس د ځانګړو ځواکونو د روزنې په مقصد سیمې ته راورسېدې او د ډزو او هیلیکوپټرو غږونه یې واوریدل نو وېره ورته پیدا شوه چې ښايي د اوکراین جګړه د دوی سیمې ته هم وغځېده.

د پولنډ دفاع وزیر د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې ویلي و چې پوځ د دې هېواد ختیځ ته د زرو سرتېرو استول پیل کړي دي.

پولنډ دا هم ویلي و، چې له بېلاروس سره د ګډ سرحد د امنیت د یقیني کولو لپاره پنځه سوه تنه پولیس هم هلته استوي.

په همدې حال کې نن د څلورمې پرله پسې ورځې لپاره د اوکراین د تور سمندرګي پر بندري تاسیساتو د روسیې حملو ته دوام درلود او په دې ترڅ کې په ادیسې سیمه کې د غلو دانو یو ګدام په نښه شو چې مالي او ځاني زیان یې اړولی دی.

د ادیسې والي اولیه کیپیر ویلي چې روسیې په تورسمندرګي کې له خپلو کښتیو څخه د کالیبر ډوله کروز توغنديو په وسیله دا برید ترسره کړ چې د غَلې دا ګدام یې ویجاړ کړ او دوه کسان یې ټپیان کړل.

د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې د محصولاتو د صدور د تړون اعتبار د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېد خو روسیې یې له تمدیدولو ډډه وکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG