د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۵

نړۍ

د روسیې استخباراتو په مسکو کې د داعش د حملې مخه نیولې

د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

د امنیتي خدماتو په نوم د روسیې استخباراتي اداره وايي چې په مسکو کې یې د داعش د خراسان څانګې د حملې مخه نیولې ده.

د روسیې خبري اژانسونو پرون پنجشنبې د امنیتي خدماتو ادارې په قول راپور ورکړ چې د داعش غړیو غوښتل چې په مسکو کې د یهودانو پر یوه عبادتځای برید وکړي، خو د استخباراتي ځواکونو له لوري ترهګر ووژل شول.

تر دې وړاندې د جدي په میاشت کې داعش ډلې د ایران په کرمان کې په دوو چاودنو کې، چې د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې یې وکړل، تر ۹۰ تنه ډېر کسان ووژل.

روسیې په ځلونو په افغانستان کې د داعش له درکه د ګواښ په وړاندې خبرداري ورکړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا پریکړه کړې په موقتي ډول د اوکرایني ماشومانو د اختطاف د ادعاوو پروژه بیا پيل کړي

د امریکا متحده ایالتونو پریکړه کړې ده چې هغه پروژه په موقتي ډول بیا پيل کړې چې د اوکرایني ماشومانو د اختطاف د ادعاوو مربوط ده.

روسیې د دوه زره دوه ویشتم کال د مارچ په میاشت کې پر اوکراین برید وکړ، د دې حملې له پيله تر اوسه داسې راپورونه خپاره شوې دي چې روسیې یو شمیر اوکرایني ماشومان ورسره خپلې خاورې ته وړې دي.

ماسکو دا ادعا رد کړې ده.

له څو کلونو راهیسې د امریکا له لورې د دې تمویلیدونکې پروژې هڅې چې د ییل پوهنتون هم پکې ونډه لرله، د دې سبب شوه چې د نړیوالې جزایي محکمې له لورې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین او د کرملین د ماشومانو پر مدافع وکیل تورونه ولګول شي.

د ییل پوهنتون څیړونکو موندلې ده چې پوتین او د روسیې یوشمیر نور جګپوړي چارواکي په مستقیم ډول د داسې تنظیم شوي کمپاین برخه دي، چې د روسیې تر واک لاندې اوکراینیي سیمو څخه ماشومان روسیې ته انتقالوي او هلته یې د اوړي کمپونو او یوشمیر کورونو ته سپاري چې په خپله خوښه دې چارې ته چمتو کیږي.

څیړونکو ویلي دي چې دا چاره د ماشومانو د پلرونو او میندو یا هم قانوني سرپرستانو له پیژندلو پرته ترسره شوې ده.

د روانې میاشتې په پيل کې د ییل مرکز اجراییوي رییس ناتانیل رمند د ازادې اروپا ازادي راډیو ته ویلي و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې پروژې تمویل درولی چې هغه دا اقدام د جنګي جنایتونو د ثبت هڅو ته یو ستر ګوزار بللی و.

د ټرمپ ادارې هم څېړونکو ته اجازه نه وه ورکړې چې خپل ثبوتونه د نړیوالې جزایي محکمې څارنوالانو ته وسپاري. سپینې ماڼۍ د هاګ نړیوالې محکمې ته سخت غبرګون ښودلی و، آن تر دې چې د دې محکمې مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی و.

خو د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې د دې اونۍ په ترڅ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپله پریکړه بېرته واخیسته او د څېړونکو لپاره یې د ۶ اوونیو اضافي تمویل برابر کړ، څو دوی خپل راټول شوي ثبوتونه د اروپايي اتحادیې د پولیسو ادارې ته وسپاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سمدلاسه د دې پرېکړې په اړه تبصره نه ده کړې او نه هم ریمنډ سره سمدستي اړیکه نیول شوې ده.

د تایلند پلازمینه بنکاک نن یوې زوروې زلزلې ولړزاوه

د تایلند پلازمینه بنکاک نن یوې زوروې زلزلې ولړزاوه.

دا زلزله د ریښتر په کچه اووه اعشاریه اووه اټکل شوې ده.

د امریکا د جیولوژیکي سروې او د جرمني د جیو ساینس مرکز وویل چې دا زلزله د ۱۰ کیلومتره په ژوروالي کې وه، چې د لومړنیو راپورونو له مخې یې مرکز په ګاونډي میانمار کې و.

په بنکاک او شاوخوا لمنو کې یې تر اوولس میلیونه ډیر خلک ژوند کوي چې ډیری یې په لوړپوړو اپارتمانونو کې استوګن دی.

په دې ودانیو کې د زلزلې په وخت په سیمه ییز وخت د ماسپښین یوه نیمه بجه د خطر زنګونه ووهل شول او خلکو خپل کورونه پریښودل.

تر اوسه د دې زورورې زلزلې د مالي او ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د سوډان پوځ؛ د پلازمینې خرطوم بشپړ کنټرول په لاس کې لرو

د سودان پوځ وایي چې پلازمینه خرطوم یې اوس په بشپړ ډول په واک کې دی.

په سودان کې د پوځ او له پوځه د بیلو شویو وسله والو ترمنځ له نژدې دوه کلنې جګړې وروسته د سودان پوځ له یوې اونۍ راهیسې د ولسمشرۍ ماڼۍ، هوایي ډګر او نور ستراتیژیک ځایونه لاندې کړل.

د پوځ ویاند نبیل عبداله پرون ناوخته په یوه بیان کې وویل چې ځواکونو یې د دقلو ترهګرو وسله والو وروستۍ مرچلې هم په خرطوم کې تصفیه کړې.

د محمد حمدان دقلو په مشرۍ د چټک غبرګون ځواکونو د دوه زره دریم کال له اپریل راپه دې خوا د سودان د پوځ پرضد جګړه پيل کړې ده.

په سره سمندرګي کې د یوه اوبتل د ډوبېدو په پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي

ډوب شوی اوبتل
ډوب شوی اوبتل

دا پېښه پرون په سره سمندر کې د مصر غردقه ښار ته نږدې رامنځته شوې.

له اوبتله شاوخوا ۳۹ نور کسان ژوندي ژغورل شوي.

دا کسان د سمندر تل ته د مرجاني کمرونو د لیدو لپاره په چکر تللي وو چې اوبتل یې ډوب شو.

تر دې مخکې هم په غردقه کې ورته پېښې شوي.

تېر نومبر یوه تفریحي بېړۍ غردقه ته نږدې ډوبه شوه چې پکې یوولس کسان مړه او لادرکه شول.

نتانیاهو؛ که حماس مو پاتې برمته راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړی، که چیرته حماس وسله واله ډله پاتي اسراییلي برمته راخوشي نه کړي د غزې ځیني برخې به ونیسي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.

نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ د پارلمان یوې ناستې ته ویلي، " په هره اندازه چې حماس د برمته وو له خوشي کیدو ډډه وکړي، په همغه کچه به اسراییل پرې فشار زیاتوي".

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په غزه کې د حماس له خوا د ۲۵۱ برمته وو له ډلې ۵۸ يې لا هم په غزه کې ساتل کیږي.

له وړاندې د اسراییلو پوځ ویلي و، د برمته وو له ډلې ۳۴ تنه يې وژل شوي دي.

نتانیاهو په داسې حال کې د غزې د یو شمیر سیمو د بیرته نیولو خبره کوي چې په سلهاوو فلسطینیانو د سه شنبې په ورځ په پراخو لاریونونو کې په غزه کې د جګړي د پایته رسولو غوښتنه کوله.

د حماس تر واک لاندې د غزې د عامې روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۳کال د اکټوبر راهیسې په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له کبله ۵۰زره کسان وژل شوي دي.

دا شمیرې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

زلنسکي؛ د امریکا د پوځي او استخباراتي مرستو د بیرته ستنیدو لپاره د سولې خبرو ته دوام ورکوو

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي یو ځل بیا له خپلو شریکانو غوښتي چې په تور سمندرګي د وړاندیز شوي اوربند د شرایطو په اړه يې، د روسیې په مقابل کې ملاتړ وکړي.

زلنسکي چې د اروپايي ټولنې د مشرانو په ناسته کې د ګډون په موخه پاریس ته تللی و، چهارشنبې ماښام خبریالانو ته وویل، " اوکرایین د امریکا د پوځي او استخباراتي مرستو د بیرته سنتیدو په موخه په سعودي عربستان کې د سولې د خبرو اترو له دوام سره موافقه کړې ده".

د اروپايي ټولنې مشران نن پنجشنبې په پاریس کې راټولیږي او په اوکرایین د سولې په اړه خبرې اترې کوي.

د زلنسکي په ټکو، اوکرایین د جګړي د پایته رسولو په اړه خپل دریځ څرګند کړی او غواړي دا جګړه پای ومومي.

د امریکا په منځګړیتوب د اوکرایین او روسیې ترمنځ د سولې د خبرو اترو دویم پړاو د سعودي په پلازمینه ریاض کې ترسره شو.

اوکراییني چارواکو په اوکرایین له ۳۰ ورځني اوربند سره موافقه کړې وه، خو روسیې بیا ویلي و، د دې اوربند له ځینو شرطونو سره موافقه نه ده.

بل پلو، سپینې ماڼې ویلي، د روسیې له خوا پر وړاندیز شویو شرطونو غور کوي.

په ترکیه کې د استانبول د ښاروال د نیولو پرضد لاریون کوونکو د حاکم حکومت د استعفا غوښتنه کړې ده

په ترکیې کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پرضد له سترو مظاهرو اونۍ وروسته، معترضو محصلینو یو ځل بیا واټونو ته مخه کړه.

دا اعتراضونه د مارچ په نولسمه د استانبول د ښاروال اکرم امام اوغلو تر نیولو وروسته پیل شول.

په استانبول او نورو ښارونو کې مظاهرې روانې دي.

په استانبول او پلازمینې انقره کې پرون محصلینو دا شعار بدرګه کاوه چې « حکومت دې استعفی وکړي».

د سې شنبې تر مازیدګر پورې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د نژدې یو نیم زر کسانو د نیولو خبر ورکړی و.

اوکرایین هڅه کوي خپل کلتوري اثار د روسیې له بمباریو لیرې خوندي ځایونو ته انتقال کړي

په اوکراین کې موزیمونو خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي څو د روسیې له بمبارۍ څخه د هیواد کلتوري میراث خوندي کړي.

د اوکراین د کلتوري کارګرانو د اتحادیې مشره، اولها ساهایداک وايي چې د تاریخي او کلتوري اثارو لرونکي موزیمونه هڅه کوي چې ارزښتناک توګي د هیواد خوندي سیمو ته انتقال کړي.

هغه د مثال په توګه په اوډیسا کې د برسټل هوټل برید ته اشاره وکړه او ویې ویل، پر هوټل باندې د روسیې هوايي برید د ادبیاتو موزیم او د موسیقۍ د ترویج سازمان ته هم زیان ورساوه.

په زاپوریژیا سیمه کې، چې تر یوې اندازې پورې د روسیې تر کنټرول لاندې ده، د موزیم چارواکي هڅه کوي هغه شیان وژغوري چې د اوکراین هویت استازیتوب کوي.

د موزیم مشره ویکتوریا ووډوپیان وايي، دوی پریکړه کړې چې دودیزې ګلدوزۍ شوي جامې او دستمالونه چې "ویشیوانکا" نومیږي له موزیم څخه خوندي ځاې ته انتقال کړي.

اسلام اباد؛ په پاکستان د چینايي کارکوونکو د امنیت ساتنه مو ملي مسولیت دی

بیجینګ او اسلام اباد په ګډه په پاکستان کې د چینایي اتباعو د ساتنې لپاره د امنیتي تدابیرو په اړه کار پیل کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په چین کې د پاکستان سفیر خلیل هاشمي د چهارشنبې په ورځ، د (اپریل په ۲۶مه) د چین په هاینان ولایت کې د بائو اقتصادي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، په پاکستان کې د چینايي کارکونکو ساتنه د پاکستان ملي مسولیت دی او اسلام اباد په دې برخه کې هر ممکنه هڅه کوي.

هغه وويل، دواړه هېوادونه د معلوماتو د شريکولو په برخه کې له نږدې کار کوي څو ډاډ ترلاسه شي چې په پاکستان کې چينايي اتباع خوندي دي.

د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې د کراچۍ هوايي ډګر ته نږدې په یوه چاودنه کې دوه چینایي اتباع ووژل شول.

تر دې مخکې، د همدې کال په مارچ میاشت کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بریدګرو په یوه برید کې پنځه نور چینایان او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکی ووژل شول.

له دې مرګونی بریدونو وروسته، بیجینګ پر اسلام اباد فشار راوړه چې د چینایي اتباعو د ساتنې لپاره جدي امنیتي تدابیر ونیسي.

ترکې چارواکو د حمل تر ۱۲مې په دې هېواد کې پر هر ډول لاریونونو بندیز وغځاوه

ترکي چارواکو پر هر ډول لاريونونو بنديز د حمل تر ۱۲ مې وغځاوه.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې چهارشنبې راهیسې د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې پراخ لاریونونه روان دي.

د دغو لاریونونه د استانبول د ښاروال او د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان د اصلي سیاسي سیال اکرم امام اوغلو د نیولو له امله دي،چې تېره چهارشنبه د اداري فساد په تور ونیول شو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دې لاریونونړ په ترڅ کې په ټوله ترکیه کې د ۹ خبریالانو په ګډون تر ۱۱۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ دغه لاریونونه "له تاوتریخجن” بللي دي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې شورا د لاریونوالو په وړاندې د ترکیې د پولیسو د اقداماتو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې لهلاریونوالو سره یې د تاوتریخوالي راپورونه ترلاسه کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG