د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئلې په تړاو بله غونډه جوړېږي


د کابل له هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو د وتلو یو انځور. Aug. 16, 2021
د کابل له هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو د وتلو یو انځور. Aug. 16, 2021

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د مارچ په ۱۹مه نېټه د امریکا د متحده ایالتونو د وتلو په اړه چې ډېری یې ستراتیژیکه ناکامي بولي، د یوې بلې غونډې د ترسره کولو اعلان وکړ.

دغې کمېټې د سه شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د امریکا د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مک‌کال د امریکا د پوځ د پخواني لوی درستیز جنرال مارک میلي او د دې هېواد د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان جنرال کنت فرانک مک‌کنزي په حضور کې د دې غونډې د ترسره کولو په اړه خپل چمتووالی اعلان کړ.

مک‌کال، د امريکا د جمهوري غوښتونکو ګوند غړی او له افغانستانه د امریکا د وتلو يو له سرسختو منتقدينو څخه دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مک‌کال
د امریکا د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مک‌کال

ټاکل شوې دغه دوه پخواني امریکايي پوځيان په دې غونډه کې چې د "ستراتیژیکه ناکامۍ د بایډن په شا تګ، امریکايي جنرالانو او د طالبانو تسلط تر سرلیک لاندې جوړېږي، ځينې اطلاعات خپاره کړي.

په ورته وخت کې يادې کمېټې ویلي، د چهارشنبې په ورځ د امریکا په وخت به د کریسټي شامبلین په حضور کې چې د ۱۳ سرتېرو چې د کابل هوايي ډګر په دروازه کې د تخليې عملياتو په وخت کې په ځانمرګې بريد کې ووژل شول، له ډلې د یوه د کورنۍ غړې ده، دا غونډه جوړه شي.

د دغه برید مسوولیت د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې منلی و.

مایکل مک‌کال د دې غونډې په اړه په يوې اعلاميه کې وویل چې د وژل شویو پوځیانو د کورنیو حضور د دې ښکارندویي کوي چې د دې وتلو په اړه تر څو بشپړې څېړنې نه وي شوي، دوی به آرام نه کېني.

د دې کمېټې په تېره غونډه کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې د امریکا او طالبانو ترمنځ یې د دوحې هوکړه لاسلیک کړې وه، هم حضور درلود.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې له تړون وروسته پیل شول، خو دا بهیر د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د همدې میاشتې تر پایه په داسې حال کې ګړندی شو چې طالبانو واک ترلاسه کړ.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په وار وار د بایډن پر ادارې د بېړنۍ وتلو له امله نیوکه کړې چې د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط لامل شوی، خو د بایډن ادارې تل د دغه اقدام دفاع کړې ده.

د افغانستان سیاسي کارپوهان د دغو غونډو د ترسره کېدو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

یو له دوی څخه محمد اسحاق اتمر په دې باور دی چې افغانستان هېر شوی او د دغو غونډو جوړول ډېری د امریکا د ټاکنو له سیالیو سره تړاو لري.

محمد اسحاق اتمر
محمد اسحاق اتمر

هغه وویل: "زه فکر کوم چې تر ډېره د دوو ګوندونو، جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو ترمنځ چې انتخاباتي سیالان هم دي، کشمکش روان دی. ډېری دغه مسئلې د امریکا په ټاکنو تمرکز کوي. زه فکر کوم چې اوس د افغانستان مسئله د امریکا په سیاست کې یوه هېره شوې مسئله ده."

خو پخوانی ډیپلومات او د سیاسي چارو کارپوه سید عبدالرزاق لقمان دا غونډې د افغانستان د ستونزو د حل‌لارې موندل بولي.

هغه وايي: "دا غونډې کولای شي د افغانستان خلکو لپاره ګټورې تمامې شي او د افغانستان د ستونزو د هوارېدو لپاره د حل یوه لاره وموندل شي ځکه چې افغانستان نه‌شي کولای د بهرنیو مرستو پرته او د هغه هېوادونو پرته چې د افغانستان په موضوع کې ښکېل دي، د طالبانو له ظلمونو وژغورل شي."

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې استماعیه غونډه د کارپوهانو او پخوانیو پوځي چارواکو او د امریکا د پخوانیو پوځیانو د معلوماتو د وړاندې کولو لپاره جوړیږي، څو د امریکا د وتلو د ستراتیژۍ او پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ په اړه نور وضاحت ورکړي.

دغه کمېټه وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له بېړنۍ وتلو وروسته، د افغانستان د پخواني پوځ هغه چارواکي او سرتېري چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کوله، په نښه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG