د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۷

د امریکا استخباراتي ادارې: نړیوال نظم په زیاتېدونکي ډول د ماتېدو په حال کې دی


د امریکا بیرغ
د امریکا بیرغ

د امریکا استخباراتي ادارو ویلي چې دا هېواد له داسې یوه نړیوال نظم سره مخامخ دی چې په زیاتېدونکي ډول د ماتېدو په حال کې دی.

د امریکا د استخباراتي ادارو چارواکو په یوه تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې خپله واکمني پراخه کړې، خپل مخالفان یې ځپلي، له نړیوالو سره تماسونه یې پیاوړي کړي او لومړيتوب ته د خپلې ایډیالوژیکې واکمنۍ راوستو ته دوام ورکوي.

خو راپور په عین حال کې یادونه کوي چې له دې سره سره طالبان د هېواد د دوامداره بشري کړکېچ حل او د کمزوري اقتصاد ستونزو ته لازمه پاملرنه نه کوي.

دا راپور پرون دوشنبې داسې مهال خپور شو چې د امریکا د استخباراتي ادارو چارواکي په سنا کې د توضیحاتو لپاره بلل شوي وو.

د استخباراتي ادارو په راپور کې راغلي چې طالبان خپلو محدودیتونو ته دوام ورکوي، په عام محضر کې سزاوې ورکوي، د خلکو اعتراضونه یې ځپلي او ډېری نجونې او ښځې یې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع کړي، خو په راپور کې دا یادونه هم شوې چې په نژدې راتلونکي کې د طالبانو د رژيم پر ضد د مخالفت احتمال کمزوری دی ځکه ډېره برخه افغانان له جګړو ستړي دي او د طالبانو له سزا څخه وېرېږي، خو په عین حال کې وسله والې ډلې ځواکمنه مشرتابه او بهرنی ملاتړ نه لري.

په دې راپور کې همداراز راغلي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګه د دې لپاره چې د طالبانو د رژیم مشروعیت زیانمن کړي په افغانستان کې پر بهرنیو ګټو د حملې د زیاتولو هڅه کوي.

د امریکا استخباراتي ادارې وايي، سیمه‌ییز قدرتونه غواړي چې د افغانستان ستونزې پرځای پاتې وي او له طالبانو سره عکس العملي چلند کوي او ورسره د طالبانو دې غوښتنې ته په احتیاط سره غبرګون ښيي چې غواړي د دوی رژیم په رسمیت وپېژندل شی.

د نړیوالو ننګونو په برخه کې دا راپور یادونه کوي چې پراختیا غوښتونکی چین، سرزورې روسیه، د ایران په څېر سیمه‌ییز قدرتونه او غیر حکومتي لوبغاړي د نړیوال نظم او سیسټم د اصولو لپاره لویې ننګونې دي.

د دې ادارو د ۲۰۲۴ کال په راپور کې تر ډېره د امریکا د دوو لویو سیالانو چین او روسیې له خوا پر پېښو ګواښونو تمرکز شوی او دا په داسې حال کې ده چې روسیې له څه باندې دوو کلونو راهیسې پر اوکراین پوځي یرغل کړی.

په راپور کې ویل شوي چې چین د روسیې د صنایعو د ملاتړ له لارې د اوکراین په جګړه کې له مسکو سره مرسته کوي.

راپور په عین حال کې د اکتوبر په اوومه پر غزې د اسراییل تر برید وروسته د سیمه ایز کړکېچ د پراخېدو د احتمال یادونه کوي.

د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشرې اوریل هاینز په سنا کې د خبرو پرمهال ویل، په غزه کې روان کړکېچ دا وېره رامنځ ته کړې ده چې دا جګړه نړیواله ناامني پراخه کړي.

مېرمن هاینز پر نړیوالو کشتیو د ایران پلوه حوثي یاغیانو حملو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د القاعده شبکې او اسلامي دولت په څېر وسله والې ډلې چې د هغې په وینا له حماس څخه یې الهام اخیستی، له داسې ملاتړ څخه برخمنې دي چې کولای شي د اسراییلو او امریکا پر ګټو بریدونه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG